Home / PASHTO CORNER / د ترکیه او روسیې اړیکو ته یو نظر/محمد اسمعیل زاهد

د ترکیه او روسیې اړیکو ته یو نظر/محمد اسمعیل زاهد

maxresdefaultپه افغانستان ځکه امريکې حمله تر سره کړه چې هغه وخت شوروي اتحاد ختم شوې وؤ او پاکستان هم د امريکې ملاتړ اوکړو او په عراق د بريد پر وخت هم روسيه بې طرفه وه. دغه رنګ په ليبيا کښې د قذافي حکومت هم ځکه ختم شو چې کوم بل طاقت د امريکا او د هغې د متحدينو مخه ونه نيوه خو کله چې په سوريي کښې دوي د بشارالاسد د رژيم د بدلون فيصله وکړه نو روسيې ورسره ونه منله.

د روسيې د مخالفت په نتيجه کښې مونږ او تاسې وليدل چې په حلب او نورو ښارونو کښې د بشار الاسد مخالفو وسله والو ته ماتې وشوه او د سوريې پوځونو د روس په مرستې سره يو ځل بيا د ډيرو ځايونو کنټرول حاصل کړ ليکن پرون په ترکيه کښې د روسيې سفير نهه ډزه وويشتل شو او مړ شو . د دې واقعې يو مقصد دا هم کيداي شي چې د ترکيې او روسيې اړيکې په خپلو منځو کښې سره خرابې کړل شي .

د تورې بحيرې  يوه لوري ته ترکيه او بلې خوا ته روسيه پرته ده. په سړه جګړه کښې ترکيه د امريکې طرف ته وه او د شوروي اتحاد مخالفت ئې کړې وؤ. د ترکيې په اقتصادياتو کښې د روسيې ډير لوي لاس دي او هر کال په زرګونو روسي سيلانيان د ترکيې د سمندر غاړو ته ځي ځکه چې هلته د هوټلو وغيره کرايه ارزانه ده او هغه کسان چې اروپا ته نشي تلي يا څه نور مشکلات وي ورته نو هغوې ترکيې ته ځي . نو دغه رنګ د ترکيې اقتصاد تر ډيره حده په سياحت يا سيل ګرۍ  چليږي نو چې کله د روسيې او ترکيې تعلقات خراب شول نو د هغوي اقتصاد ته غټ تاوان ورسيدلو او بله دا چې ګڼ شمير ترکان په روسيه کښې مختلف قسمه کاروبار هم کوي.

ترکيه د سړې جګړې راهيسې د امريکا د متحدينو له ډلې سره ده . د ترکيې پوځ د کمال اتا ترک وروسته يو سيکولر پوځ وؤ او ترکيه يو سيکولر هيواد وؤ خو په ترکيه کښې عام خلک د اسلام سره مينه کوي . که څه هم ترکي ښځو سکرټ اچولي وي او مخ يې هم نه وي پټ کړي خو بيا هم رجحان يې د مسلمانانو په طرف وي لکه څنګه چې زمونږ په منطقه کښې په اسلام قبائيلي رنګ غالب دي او د مذهب سره مو د پښتو رواجونه ګډ کړي دي. دغه شان ترکان هم اسلامي خلک دي خو ليبرل مسلمانان دي.

ترکيه د عراق په سرحداتو د کردستان مسئله لري , هلته کردان ځانته ازادي غواړي او د ترکيې په څو حصو دعوه لري. دغه رنګ ترکيې د صدام د حکومت په ختمولو کښې هم يو رول درلود.
لکه څنګه چې سوريې اولسمشر بشار الاسد يو سيکولر , نيشنليست او علوي شيعه هم دي. نو له دغې وجې ترکيه د امريکا او سعودي سره اودريده او په شام کښې يي مداخله وکړه.

نو د سوريې له وجې د روسيې او ترکيې اړيکې هم سره ترينګلې شوې او يو وخت دغه تعلقات هغه وخت نور هم پسې خراب شول چې کله ترکيې د روسيې يوه جنګي الوتکه د سوريې سره په پوله پدې دليل راوغورزله چې د دوې پر وينا د ترکيې هوائي قلمرو ته داخله شوې وه. او بيا وروسته رجب طيب اردګان او ويلاديمير پيوتن لاړل او په خپل منځ کښې يي روغه وکړه نو اوس په ترکيه کښې د روسيې د سفير د وژل کيدو واقعه پيښه شوه چې کيداې شي د دې پيښې يو مقصد دا هم وي چې د ترکيې او روسيې اړيکې لا پسې خرابې کړي.

لیک: محمد اسمعیل زاهد

لیک: محمد اسمعیل زاهد

دی پشتون ټایمز

About The Pashtun Times

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پر خبریالانو د تشدد په ۴۱ فیصده پېښو کې د پاکستان ریاستي خلک لاس لري

په پاکستان کې د خبریالانو د حقونو لپاره کارکوونکې اداره فریډم نیټورک ...