د افغانستان پخواني جمهور رئيس حامد کرزي د آلمان د ایزرلون ښار په ایٔی ایس ایم پوهنتون کې د ”دیموکراسي او د بشري حقونو د مبارزې لپاره ائتلافونه” تر عنوان لاندې بحث کې ګډون وکړ.
حامد کرزي په دغه اکادمیک بحث کې د افغانستان دیموکراسي، افغانو طالبانو سره د سولې او په سیمه کې تروریزم سره د مبارزې او د تروریزم د ځالو د له منځه وړلو پر ضرورت خبرې وکړې.
حامد کرزي وویل زه له تروریزم سره د روانې نا سمې جګړې مخالف یم او دغه مخالفت ته به دوام ورکوم.
پخواني جمهور رئيس زیاته کړه په افغانستان کې له تروریزم سره په جګړه کې د امریکا متحده ایالاتو او متحدینو یې د تروریزم د ځالو او د تروریستانو د پالنې او روزنې مراکزو ته چې افغانستان څخه بهر دي هیڅ پاملرنه و نه کړه.
ده وویل د تروریزم پرخلاف روانه جګړه په سیمه کې د افراطیت د زیاتوالي باعث ګرځېدلې ده او ټینګار یې وکړ چې امریکا او ناټو باید د تروریزم سره جګړه، د سیمې د سترو قدرتونو لکه روسیې، چین او ایران سره په ائتلاف او همکارۍ کې مخ ته بوزي.
حامد کرزي همداراز په تېرو دیارلسو کلونو کې افغانستان سره د آلمان د حکومت او خلکو د هر اړخیزو مرستو او همکاریو یادونه او ستاینه وکړه.
د بحث پرمهال له پخواني جمهور رئيس څخه یو ګډونکوونکي د ده د خط مشې او اهدافو په اړه وپوښتل. حامد کرزي په ځواب کې وویل چې زما خط مشې دا وه چې افغانستان بیا د ټولو افغانانو ګډ کور شي او د افغانانو بشري حقونه رعایت شي.