Home / Pashto News / د تحريک طالبان پاکستان مهم قومندان خان سيد سجنا ووژل شو

د تحريک طالبان پاکستان مهم قومندان خان سيد سجنا ووژل شو

?????????????????????????????????????

په شمالي وزیرستان او ورسره بل لوري ته په افغانستان کې په امریکايي ډرون بریدونو کې د تحریک طالبان پاکستان د مرستیال مشر خان سید سجنا په ګډون اووه وسله وال وژل شوي دي.

په ډېره اسماعیل خان کې باوري سرچينو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، ډرون بریدونه تېره ورځ د شمالي وزیرستان په ګوروېک او د افغانستان په مرغې سيمو کې شوي دی.

خبر وايي، په وزیرستان کې د حقاني شبکې درې مشکوک وسله وال وژل شوي.

په داسې حال کې چې د راپورونو له مخی په مرغې کې د تحريک طالبان پاکستان مهم قومندان خان سید سجنا په ګډون څلور وسله وال ووژل شول.

د پاکستان او افغانستان حکومتونو او طالبانو په رسمي توګه د دې بريدونو په اړه لا څه نه دي ويلي

About The Pashtun Times

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل: دوه ځانمرګو بريدونو کې د ای اېف پي د عکاس په ګډون ۲۱ تنه وژل شوي

د افغانستان د پلازمينې کابل په شش درک سيمه کې په دوه ...