د بشري حقونو نړيواله ورځ هر کال په لسم دسمبر لمانځل کېږي، 4 دسمبر کال 1950 کې د اقوام متحده په 317 غونډه کې قرارداد 430 وي وړاندې کړل شو او د بشري حقونو په اړه په کې خبرې وشوې، د هغې روسته په هر لسم دسمبر د بشري حقونو ورځ وټاکل شوه چې تروسه يې هر هيواد او په هيواد کې دننه ګوندونو لمانځي.
د بشري حقونو معنې دا وه چې د يوه هيواد اوسيدونکي ته به پوره پوره حقونو ورکول کېږي، ښځه نر به برابر ويو هر چاته به د وينا کولو ازادي وي، دولت به خپل اولس ساتنه کوي، د مذهب او ډلو ازادي به وي.
د بشري حقونو په اړه د نړۍ د بيله بيلو هيوادونو څخه هر رقم رپورټونه رسيدلي او خبرې او بحثونه پرې شوي، د پاکستان په اړه د هيومن رايټس واچ د بشري حقونو په اړه په خپل خپور شوي رپور کې وئيلي چې په پاکستان کې د بشري حقونو سرغړونه روانه ده، د امن نشتون د ښځو ماشومانو حقونه، بنديانو حقونه، مذهبي سياسي وينا بنديز د تعليم صحت او نور بسڼيز سهولتونه اولس ته پوره نه ورکول کېږي.
هيومن رايټس واچ په خپل راپور کې د پاکستان د اقليتونو په اړه ليکلي چې په پاکستان کې هندوانو، سيکهان، عيسويان سره د تشدد پېښې رامينځته کېږي، نو زما په اند پاکستان کې د مذهبي اقليتونو سره دا رقم پېښې رامينځته کېدل کومه نوې خبره نه ده څوک چې اقليتونو سره ظلم زياتۍ کوي د پاکستان اعلې اعلې واکداران د هغوي سره په انځورونو کې ليدل کېږي.
هيومن رايټس واچ په خپل رپورټ کې د اعدام شوي خلکو په اړه هم ليکلي او په بلوچستان کې يې د بشري حقونو په اړه يواځې هغه پېښې يادې کړي چې هغه په اولس کې په شحصي شخړو، کورنيو جنګونو رامينځته شوي خو د هغه خلکو په اړه نه دي ليکل شوي چې دولتي قوتونو لخوا ورته په مخونو تيزاب شيندل کېږي او وژل کېږي.
انسانيت چې چرته هم ځپل کېږي د غندنې وړ دې خو دلته د پښتونخوا قبايلي سيمو نه تر وزيرستانه ده هغه ظلمونو په اړه کومې خبرې نشته کوم چې د پاکستان فوځ په لاس ترسره شوي، خلک د خپل کليو کورونو څخه باسل شوي، کلي کورونه ورته وران کړل شوي، په کليو ابادو بمونه ورول شوي، د يو يو کور څخه لس لس او پينځلس جنازې پورته کړل شوي. د خلکو روزګارونه برباد کړل شوي، د يو سل شل اتاقونو په شمول تجارتي مارکيټونه په رڼا ورځ ړنګ کړل شوي.
د پښتونخوا او قبايلي سيمو په هر کلي بازار په مينځ کې پوستې لګول څنګه د بشري حقونو سرغړونه نه ده؟ په اسکولونو کې فوځي کيمپونه جوړول د ماشومانو د راتلونکي بربادول هم بشري سرغړونه ده، خلک دې حال ته مجبورول چې د ځواکونو په حق کې ترانې و وايي بشري سرغړونه ده.
د پښتنو په خاوره روان د پنجاپي ظلمونو په اړه څوک ليکل نه شي کولې، وئيل نه شي کولې، که وکړي نو بيا و وژل شي. خو دلته بيا بشري حقونو خلک ورک شي غوږونه کاڼه کړي.
پاکستان هم يو د هغه هيوادونو څخه دی چرته چې د نيمې ډېر بجټ په فوځ لګول کېږي چې روسته يې ازمول د پښتنو په خاوره کېږي، پاکستان په اربونو روپئ هر کال په الوتکو او وسلې اخيستلو ورکوي خو خپل اولس يې صحت او تعليم سهولتونه نلري، په وس وخت کې پاکستان د يوې داسې بشري سرغړونې سره مخ دی چې هر څوک يې ويني خو هر چاته پرې ځان غلی کړی، پښتانه که نور څه هم نه شي کولې د بشري حقونو د سرغړونې پرضد دې غږ پورته کړي، په وس وخت کې سړکونو رواتلو ته هم اړتيا نشته.سوشل ميډيا د يو مهم هتهيار په تور کارولې شي
لیک: نوربادشاه یوسفزئ
دی پشتون ټائمز