Home / PASHTO CORNER / د بابړې شهيدان / نور بادشاه يوسفزی

د بابړې شهيدان / نور بادشاه يوسفزی

NOOR BADSHAH YOUSAFZAI

د خدايې خدمتګارانو نه د خان عبدالقيوم خان يو جنوني هجوم فوځ راچاپير شو، دا فوج د ځمکې د خدايانو لښکر دی او د محمد (ص) امت دی، په مينځ کې خدايي خدمتګاران په وينو لړلي د خدای د بندګانو نه د ژوند سوال غواړي، خو د خدای خدمتګارانو جرم ډېر سخت او د نه بخښلو جرم دې هغه دا چې خدايي خدمتګارانو فيصله کړې چې د باچاخان او د هغه د ملګرو د بندي خانې نه د خلاصي د پاره په ۱۲ اګست د چارسدې سردرياب په مقام پرامن احتجاج کوي، د پښتنې خاورې دلالانو ته نن د خپل بادار د خوشالولو يوه بې ساري موقع په لاس ورغلې او دا موقع د زرګونو جريب ځمکې او د خان بهادر نوم خطاب ګټل و

BABARA KARBALAPhoto: Wikipedia

دلالان بايد چې په جريبونو ځمکه او څوکۍ د خدايي خدمتګارانو په وينو او ژوند په بيه ځان ته وګټي نو ځکه د بارودو او ګولو په باران کې د خدايي خدمتګارانو چغې او سورې نه اوريدل کيږي، په خدايي خدمتګارانو، په تورسرو د مرمیو، بارودو، ماينونو، تيګو تالان جوړ دې، خدای خدمتګاران سره د پښتنو تور سرو په ځمکه پريوته او د پاسه پرې د دلالانو لښکر په سر ټوپونه وهل

خدایي خدمتګاران وروسته سلګۍ وهي خو ورسره نور هم د دلالانو لښکر توديږي او جنوني کيږي, او ورسره د دلالانو د لښکر د عسکرو وينه نوره هم د خپل بادار د خوشالولو لپاره په رګونو کې ګرميږي نو ځکه خدایي خدمت ګاران مخکې لدې چې ساه ورکړي, بايد نور درد هم وګوري ځکه چې خدای خدمت ګارانو درد د بادار رضايت او حکم دې

همدا چې خدایي خدمت ګاران له پښو کش کړې شو او دوي ډېر بسمل وجودونه د خپل بادار په نوم په سيند لاهو کړې شو. خدايي خدمتګاران بايد دغه شان وژل شوي ځکه چې هغوي انګريزي,پنجاپي، سامراجيت پرضد غږ پورته کړې وه همدارنګه خدای خدمت ګارانو د پښتون وطن خپل اختيار غوښتلو نو په دې خاطر د خدايي خدمت ګارانو ډزو ګولو پيسې هم د هغوي د کورونو نه واخیستل شوې

لیکوال: نوربادشاه يوسفزی

Noorbadshah092@gmail.com: برېښنالیک

THE PASHTUN TIMES

About The Pashtun Times

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پر خبریالانو د تشدد په ۴۱ فیصده پېښو کې د پاکستان ریاستي خلک لاس لري

په پاکستان کې د خبریالانو د حقونو لپاره کارکوونکې اداره فریډم نیټورک ...