Home / PASHTO CORNER / د بابړى غازي ستر خدائی خدمتګار حباب خان بابا واقعه

د بابړى غازي ستر خدائی خدمتګار حباب خان بابا واقعه

KK

ګرانو ملګرو

نن درسره د بابړى غازي ستر خدائی خدمتګار حباب خان بابا واقعه شريکوم. بايد ذکر اوشي حباب خان بابا ، د ملګري ډاکټرانو پخواني صدر ” ډاکټر مشتاق احمد لالا ” نيکه وو .
زه د ډاکټر مشتاق لالا مننه کوم چې دا ملومات يې راکړه ٔ.
په دى لاندى عکس کښې تاسو حجاب خان بابا د باچاخان سره د نورور خدائی خدمتګارو ليدلى شی .

—————————————
چې د بابړی میدان ته خدای خدمتګار راغونډ شول
مشری یی سالار امین جان د متری د کوچیانو وو کوله هغه ته چه خط راغی حکم وشوو چه جومات ته ورځی نو جومات ملیشی نیولی وو او یره ډیره وه حباب خان بابا تجویز کړه چه د سپینو جامو کسان دی مخکی او د سری وردی خلک دی ورپسی قطار شی او ور روان شول نو د جومات نه هوایی ډزی وشوی او ماشومان او زنانه د یری په شا وتختیدل او جلوس جومات ته ور روان وو چه دغه ځای په ژورا کښی وو چه روستو خلکو وکتل چه دوی روان دی او ډزی بندی دی نو مونږ پسی راواپس شول او په دوی ډزی وشوی ډیر پکښی ولګیدل جلوس لږ خپه نیولی شوو وس جومات ته خو ورتلل وو او ما د سپنو جامو د مخکی کیدو تجویز ځکه ورکړی وو چه جامی می سپنی وی نو د ډولکی او جنډی والا می ونیول چه په جومات به جنډه ودروو په شا به نه زو د ډولکی والا رانه خلاص شه او د جنډی والا چه نوم یی رانه هیر دی ما له جنډا نه راکوله د شا نه د سرو جامو یو ځوان راغی چه د هشنغر د میاسی د خان زوی وو ما نشانچی په غیږ کښی راواغست او چه څنګه وروختو نو زه په خپه ولګیدم او نشانچی زما په غیږه کښی په سینه ولګید شهید شو او د سرو جامو ځوان هم راپریوت شهید شوو زه خکته راورغړیدم او چه ګرنیټ یی راګوزار کړو نو ډیر خدای خدمتګار جوبل شول چه د جوبلو کټونه یی راوچت کړل نو زما کټ وړمبی وو او چه ومی کتل نو شا ته د کټونو لوی کتار وو د چارسدی نه یی د امیرمحمد خان په موټر کښی واچولم د خانمای په تانړه یی ونیولم او د کالوخان تانړی ته یی ورسولم هلته څو ورځی پروت وم او قیوم خان کوشش کولو چه پاکستان و منم خو چه کامیاب نه شو نو پلار می راپسی راوست پلار می کمزوری او زما د ژوند نه نا امیده وو نو په ترخه یی راته وویل چه زه د مرګ په پوله ولاړ یم او ستا بچ کیدل هم د بل په ایختیار کښی دی ویمنه ما تری مخ واړوو نو په تلو کښی یی راته وویل چه تر څو کامیاب نه یی ما به نه ملامته کوی بس په صبا می خپلو سړو له جواب ورکړو چه نور می وباسی چه مړ می نه کړی او قدری ته لاړم ۶ میاشتی پس چه ښه شوم نو پڼول چه د مابنړ سره نیزدی وو لاړم او د ولی خان په وینه می د قیدیانو د آزدولو په لړ کښی د تشدود لار غوره کړه په نتیجه کښی ګدون حکومت قبضه او زه افغانستان ته لاړم او د پښتونستان په عملی مبارزه می لاس پوری که چه تر مرګه یی پاکستان ونه مانه او د کابل په شهدایی صلحین مقبره کښی د وزیر محمد ګل خان په څنګ کښی ۱۹۷۴د اکتوبر میاشت
خاورو ته وسپارلی شو د پلار نوم یی شهدادخان وو
په قبر يې ارواښاد اجمل خټک صيب دا شعرونه ليکلي دي

زه غازی د خپلی خاوری د خپل قام یم
زه شهید د خپل وطن د ننګ او نام یم
یوسفزی د لوی ټبر د کالوخان یم
قربان شوی په آرزو د لوی افغان یم
سر می ورکړو د خپل کوره په سفر کښی
خو تسلیم نشوم غلیم ته په ډګر کښی
حباب خان ووم سر لښکر د خپل کاروان شوم
چې شهید د خپل آزاد پښتونستان شوم

مننه

جوهرلونګين‬ کنيډا

THE PASHTUN TIMES

About The Pashtun Times

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پر خبریالانو د تشدد په ۴۱ فیصده پېښو کې د پاکستان ریاستي خلک لاس لري

په پاکستان کې د خبریالانو د حقونو لپاره کارکوونکې اداره فریډم نیټورک ...