Home / Pashto News / د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په هېواد کې پر ملکي تلفاتو خپله ژوره اندېښنه او خپګان څرګند کړ 

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په هېواد کې پر ملکي تلفاتو خپله ژوره اندېښنه او خپګان څرګند کړ 

Hamid-Karzai

پخواني جمهور رئیس په هېواد کې وروستیو پېښو ته په اشارې سره وویل:‌ پرون یو ځل بیا د هرات د شیندند ولسوالي په بخت آباد کلي کې د امریکای ځواکونو په هوایي بمباریو کې زموږ یو شمېر هېوادوال  په شمول د ماشومانو شهیدان او ټپیان شول، تر هغې د مخه د کندز په چهاردره کې د هوايي بمباریو په پایله کې هم زموږ هېوادوال په شهادت ورسېدل، دوه ورځې مخکې تر دې په کابل کې د امام زمان پر جومات تروریستي برید تر سره شو چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته او نن بیا هم په کابل کې په انتحاري برید کې زموږ ښاریان د غم په ټغر کښیناستل. افغانان یوه ورځ په ښارونو کې د داعش او طالب له آدرسه او بله ورځ په کلیو او باندو کې له داعش او طالب سره د مبارزې تر نامه لاندې د امریکایي ځواکونو لخوا په بمباریو کې وژل کېږي او دغه لړۍ ورځ تر بلې زور اخلي.

حامد کرزي زیاته کړه: موږ افغان وژنه له هر آدرسه او تر هر نامه لاندې چې وي بشري ضد جنایت بولو او په کلکو ټکو یې غندو.

دغه کړنې دا په ډاګه کوي چې افغانان مطلقاً په یو پردي جنګ کې او په مختلفو نومونو د پردیو له خوا وژل کېږي . دغو پردیو دسایسو ته باید په کلکه متوجه واوسو او یوازې زموږ اتحاد، اتفاق او هوښیاري کولای شي د دښمنانو  دسیسې شنډې کړي او په هېواد کې د سولې او ثبات د راوستو په لاره کې موږ کامیابي ته ورسوي.

پخواني جمهور رئیس د لوی خدای له درباره د دغو غمجنو پېښو شهیدانو ته د جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا استدعا وکړه.

About The Pashtun Times

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل: دوه ځانمرګو بريدونو کې د ای اېف پي د عکاس په ګډون ۲۱ تنه وژل شوي

د افغانستان د پلازمينې کابل په شش درک سيمه کې په دوه ...