د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل وویل، دواړو غاړو ښې خبرې درلودې او ځیني تړونونه هم وشول خو د نور کار اړتیا هم شته. نوموړي پدې اړه نور معلومات ور نه کړل.
په خبرو کې د دواړو غاړو څخه ګڼو لوړ پوړو ملکي او پوځي چارواکو هم برخه درلوده.
له خبرو وروسته په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په خبرو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.
اعلامیه لیکي
٫٫ که څه هم د همکاریو د تګلارې په برخه کې یو څه پرمختګ وشو خو له ترهګرۍ سره د مبارزې، د تاوتریخوالي د کمېدو، سولې او د پخلاینې په برخو کې چې د افغانستان لومړیتوبونه دي هېڅ ډول پرمختګ نه دی شوی.٬٬
افغان حکومت او امریکا په پاکستان تور لګوي، چې ترهګرو ته یې پټنځایونه ورکړي او ترهګر د پاکستان له خاورې په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي او د کابل وروستی برید هم په پاکستان کې پلان شو و.
افغان حکومت دا هم ویلي دي، چې د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو د وروستیو بریدونو په اړه کره اسناد او شواهد یې هم پاکستاني چارواکو ته سپارلي دي.
پاکستان دغه تورونه ردوي چې ګواکې د افغانستان د پلازمېنې له بریدونو سره کوم تړاو لري او یا دې ترهګرو ته پټنځایونه ورکوي.