په پلازمينه کابل او نورو ښارونو کي دو وروستيوتروريستي بريدونو په وړاندي په اروپا کي دميشتو افغانانو د احتجاجيه مظاهرې پرېکړه ليک
لکه څنګه چي ټول نړۍ وال خبر دي د پاکستان د خوا روزل سوو ټروريسټانو په دا ورستيو اونيو کي په کابل او د افغانستان په يو شمېر نورو ولايتونو کي ډير وحشيانه او زړه بوږنونکي ټروريسټي بريدونه ترسره کړل چي په نتيجه کي ئې زموږ د ۵۰۰ په خوا او شاکي بې ګناه ماشومان ، ښځي ، سپين ږيري او ځوانان شهيدان او ټپيان سول . پاکستان او ټروريسټانو دا وښوول چي دوی خپلو کرغېړنو موخو ته د رسېدو دپاره د هيڅ ډول انساني ضد وحشيانه او فجيع عمل څخه مخ نه اړوي .
اغلو او ښاغلو!
د پاکستان واکمنان، پوځ او استخبارات ئې يعني ای اس ای :
– څه باندي څلور لسيزي په افغانستان کي پوځي لاسوهني او تروريستي بريدونه تر سره کوي .
. د افراطي اسلام او ټروريزم څخه د خپلو سياسي هدفونو د ترلاسه کولو په موخه کار اخلي –
– په خپله خاوره کي ئې د تروريستانو د روزني د پاره په زرګونه مرکزونه او تروريستي شبکې جوړي کړي دي .
د نړۍ وال تروريزم مشرانو ته ئې دخپلو پوځي اډو په څنګ کي امن پناه ځايونه ورکړي دي . –
– انکار نه کېدونکي شواهد سته چي په افغانستان کي ټروريسټي بريدونه د پاکستان د پوځي استخباراتو يعني ای اس ای د خوا تنظيم او رهبري کېږي .
د نړۍ په هرګوټ کي چي ټول ټروريسټي بريدونه تر سره سويدي، نو دغو ټروريسټانو په يو ډول نه يو ډول د پاکستان سره اړيکه لرلې ده، چي ډېري څرګندي بېلګي ئې په لندن، مادريد، بلجيم، فرانسه ، امريکا او نورو هيوادونو کي تروريستي بريدونه او د کابل وروستي وحشيانه بريدونه دي .
پاکستان اوس ټولي نړۍ ته امنيتي ګواښ دئ او که ئې چاره ونه سي، نو دغه د سرطان په شان امنيتي ګواښ به ټولي نړۍ ته ستر زيانونه ورسوي .
پاکستان نه يوازي دتروريستانو ملاتړ کوي، بلکي په نړۍ کي ئې د ډله ايزي وژني ( اټمي ) وسلو ټکنالوژي دخپرولو په منظور پلورلې ده ( بېلګي ئې ايران ، شمالي کوريا، ليبيا او نورو هيوادونو ته د اټمي وسلې د ټکنالوژی خرڅول دي ) .
که څه هم په وروستيو وختونو کي دامريکا دمتحدو ايالتونو دمشرانو د خوا پر پاکستان يوشمېر لفظي فشارونه زيات سوي دي، خو زموږ د نظره دا فشارونه کافي نه دي او نه سي کولای پاکستان دې ته اړ کړي، چي د تروريستانو دملاتړ څخه لاس واخلي .
اوس تروريزم د پاکستان د رسمي پاليسۍ يوه برخه ګرځېدلې ده او په خالي لفظي اخطارونو دخپل تروريست پال سياست څخه لاس نه اخلي .
ځکه نو موږ په اروپا کي ميشت افغانان د نړۍ والي ټولني او په ځانګړې توګه د اروپايي اتحاديې، اروپايي کميسيون،اروپايي پارلمان او د امريکا د متحدو ايالتونو څخه په ډېر درناوي غوښتنه کوو، چي پاکستان دي په رسمي ډول د يو داسي دولت په توګه وپېژندل سي چي تروريزم، سياسي اهدافو ته د رسېدلو دپاره کاروي او د تروريزم څخه ملاتړ ئې د دولت رسمي پاليسي ده .
– تيرو دوو لسيزو و ښوول چي پاکستان د خبرو اترو او معتقدولو د لاري چمتو نه دئ چي د تروريستانو د ملاتړ او روزني څخه لاس واخلي .
– ځکه نو زموږ د نظره اړينه ده چي پر پاکستان دي د اروپايي اتحاديې، امريکا او ټولي متمدني نړۍ د خوا سخت اقتصادي، مالي او سياسي بنديزونه ولګول سي .
– موږ ( په اروپا کي ميشت افغانان ) په دې باور يو چي يوازي او يوازي پر پاکستان دسختو اقتصادي، مالي او سياسي فشارونو او بنديزونو د لاري کېدای سي پاکستان دې ته اړ کړل سي، چي د تروريستانو د ملاتړ او روزني د سياست څخه لاس په سر سي .
– دغه راز د چين څخه دي هم غوښتنه و سي او په دې دي باوري سي چي د يوداسي حکومت د ملاتړ څخه لاس واخلي، چي د تروريستانو ملاتړ ئې رسمي پاليسي ده . ليري نه ده چي يوه ورځ به دغه تروريستان د چين دپاره هم په يو لوی سرخوږي بدل سي .
– موږ دغه راز د امريکا پر متحده ايالاتونو هم ږغ کوو چي يوازي دي پر شفاهي اخطارونو بسنه نه کوي او د افغانستان سره دي د خپل امنيتي تړون له مخې پر افغان خاوره د پاکستاني پوځ د پرله پسې نظامي تېريو مخه ونيسي او په دې برخه کي دي جدي عملي ګامونه پورته کړي .
– زموږ غوښتنه داده چي نړيواله ټولنه په مخلصانه توګه د افغانانو تر شا ودريږي، پاکستان، ايران او د سيمي نور هيوادونه پرېنږدي چي يو ځل بيا په افغانستان کي کورنيو جګړو ته لمن ووهي او زموږ هيواد بيا د نړيوالو ترهګرو په ځاله بدل کړي .
– موږ پر دې کلک باور لرو چي دغه ډول فشارونه مثبتي پايلي لرلای سي او پاکستان به هرومرو دې ته اړ کړي چي نور د تروريزم د ملاتړ څخه لاس واخلي
که دا کار وسي ( يعني پر پاکستان د اقتصادي، مالي او سياسي بنديزونو په پايله کي پاکستان دې ته اړسي چي د تروريزم د ملاتړ څخه لاس واخلي ) نو په هغه صورت کي به دنړۍ امن ډېر خوندي سوی وي او د افغانستان، اروپايي اتحاديې د هيوادونو او نوري نړۍ خلګ به نور د تروريزم قرباني نه سي او د کابل د وروستو وحشيانه تروريستي بريدونو په شان به نور په سلګونه ماشومان، ښځي، ځوانان او سپين ږيري په څو ثانيو کي نه وژل کېږي .
موږ پر افغان حکومت هم ږغ کوو چي د پاکستان په وړاندي د دقيقي پاليسي په طرحه کولو سره د تروريزم څخه د پاکستان دملاتړ پاليسي په ملګرو ملتونو او نورو نړۍ والو سازمانونو کي افشا کړي او د پاکستان په درواغو او توطئو ونه غوليږي .
يوازي د پاکستان په وړاندي د افغان حکومت جدي پاليسي کولای سي پاکستان دافغان حکومت سره همکاري کولو ته و هڅوي .
– پښتون يو واحد ملت دئ، په دې توګه پاکستان بايد د ډيورنډ کرښې د دواړو غاړو پښتنو تر منځ د واټنونو د رامنځته کولو، ديوالونو د جوړولو او اغزن سيم د غزولو د هڅو څخه لاس واخلي .
– د پاکستان دولت دي د پښتنو څخه د ترهګرۍ په اور کي د سون د توکو په توګه کار اخيستل بند کړي .
– پاکستان دي د خپلواکو قبايلو تاريخي حقوق تر پښو نه لاندي کوي .
– موږ په اسلام اباد کي د پښتنو د ستر لاريون څخه هم ملاتړ کوو او پر پاکستان ږغ کوو د پښتنو او بلوڅو حقه حقونه دي اعاده کړي .
– موږ پر افغان حکومت هم ږغ کوو چي په پاکستان کي د پښتنو د خوځښتونو او مظاهرو څخه فعال ملاتړ وکړي او په نړۍ والو موسساتو کي د دغو مظاهره کونکو غوښتنو ته انعکاس ورکړي .
– د نړۍ والي ټولني څخه هم هيله کوو چي په پاکستان کي د پښتنو داحتجاجيه مظاهرو څخه ملاتړ وکړي او دغو مظاهرو ته په نړۍ واله کچه انعکاس ورکړي .