د اردو ژبې رسنیو د پښتون ژغورنې غورځنګ باندي سترګې پټې او غوږونه کاڼه

په پېښور کې د یکشنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ په لویه تاریخي جلسه کې په لسګونو زرو کسانو ګډون کړی وو خو د پاکستان اکثرو اردو چاپي او ټیلیویژني رسنیو پرې سترګې پټې او غوږونه کاڼه ساتلي وو.

د پاکستان د انګرېزي ژبې ورځپاڼې ډیلي ټایمز د نننۍ ګڼې په اداریه کې د پاکستاني رسنیو دغه ګام له ژورنالیزم سره یوه لویه دوکه بللې او زیاته کړې یې ده چې د پاکستان یو ټیلیویژن هم په دې برخه کې له ژورنالنیزم سره انصاف نه دی کړی.

ډېلي ټاېمز په خپله اداریه کې لیکي، د پېښور دغه جلسه د دغه ښار په تاریخ کې یوه لویه غونډه وه، چې په لسګونو زره پښتانه پکې راغونډ شوي وو او د خپلو ایيني حقونو غوښتنه يې کوله خو د پاکستان رسنۍ یا میډیا پرې سترګې پټې کړې.

د پاکستان په نننیو ورځپاڼو کې هم د پېښور د پرونۍ سترې جلسې په اړه څه نه تر سترګو کېږي. د پېښور یو اوسېدونکی عماد خان وایي، نن یې په تنده د پېښور ورځپاڼې وپلټلې خو د پرونۍ جلسې په اړه یې څه پکې ونه موندل:

“په اخبار کې پرونۍ جلسه ګورم، له سره بیان پکې نه دی راغلی، همدغه وجه به وي چې د پښتنو جلسه وه ځکه څه نه دي پکې راغلې او عام چې دوه سوه کسان وي یا سل کسان وي په نیوز [ټيلیویژن خبرونو] کې هم راځي په اخبار کې هم راځي، خو دا پکې نه دي راغلي”.

پاکستاني چارواکي او د پاکستان د ټیلیویژني رسنیو د کنټرول اداره (پېمرا) وایي، د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته د رسنیو له خوا د کورېج نه ورکولو موضوع په دوی پورې اړه نه لري، خو پر ټولنیزو رسنیو اکثرو خلکو په خپلو تنقیدونو کې ویلي، چې پاکستاني رسنیو د پاکستان د پوځ او استخباراتو په امر د پېښور جلسې ته کورېج ور نه کړ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

%d bloggers like this: