Home / Pashto News / دغزاله جاوید پخواني خاوند جهانګیر بله هنرمنده سنبل هم وژلې: پولیس

دغزاله جاوید پخواني خاوند جهانګیر بله هنرمنده سنبل هم وژلې: پولیس

Sumbal Khanپولیس وایي ددپښتو دسي ډي ډرامو پیغله هنرمنده سنبل په مردان کې په یو وسله وال برید کې وژل شوې اؤ وژونکي دپيښې له ځایه تښتیدلي‌ دي.

د وژل شوې هنرمندې نیکه خبریالانو ته ویلي سنبل دغزاله جاوید پخواني خاوند جهانګیر اؤ دهغه ملګرو وژلې ده

سنبل چې دمردان دشیخ ملتون په ټي سیکټر کې میشته وه په سي ډي ډرامو کې د کار کولو ترڅنګ یې په سټیج هم کار کولو .

د شیخ ملتون دپولیسو دتاڼې یو تن مشر (محرر) بختیار د پیښې دجذئیاتو بیانولو په وخت وائس اف امریکا ډییوه ویب پاڼې ته ویلي نن دخالي په سحر لس بجې درې تنه نعیم خټک ،جهانګیر(دغزاله جاوید پخواني خاوند) اؤ نصیب شاه په اداکارې سنبل پسې دهغې کور ته ورغلي‌ وؤ اؤ غوښتل یې هغه په ځان سره په زوره پروګرام له بوځي.

پولیس وایي د سنبل د انکار نه وروسته دغو دریوؤ واړو کسانو په سنبل ډزې کړي اؤ هغه یې وژلې ده.

د وژل شوې هنرمندې سنبل نیکه خبریالانو ته ویلي چې دهغې نمسۍ د غزاله جاوید پخواني خاوند جهانګیر اؤ دهغه نورو دوؤ ملګرو وژلې ده.

پولیس وایي د سنبل د نیکه په وینا یې د ملک جهانګیر، نعیم خټم اؤ نصیب شاه په ضد مقدمه درج کړې اؤ دهغوئ دنیولو دپاره هڅې روانې دي.

له دې وړاندې دپيښور اوسیدونکي ملک جهانګیر نومې تن باندې دخپلې پخوانۍ میرمنې اؤ د پښتو دښکلې سندرغاړې غزاله جاوید اؤ دهغې دپلار جاوید د وژنې دعوه هم شوې وه ،

غزاله جاوید په ۱۸م جون کال ۲۰۱۲م کې دپيښور په ډبګرۍ سیمه کې د شپې په وخت دبیوټي پارلر نه د راوتلو په وخت وسله والو وژلې وه چې وروستو دهغې خور فرحت دغزاله جاوید اؤ دخپل پلار دوژنې دعوه دهغې په پخواني خاوند جهانګیر کړې وه

پولیسو له دغې دعوې وروسته جهانګیر نیولی اؤ د‌ سوات سیدو شریف ضلعي قاضي طارق پرویز ورته په ۱۶م دسمبر ۲۰۱۳م کې دوه ځله د مرګ سزا اورولې وه.

خو سرچینې وایي چې وروسته دغزاله جاوید کورنۍ سره د روغې جوړې په نتیجه کې محکمې دهغه دخوشې کولو امر کړی ؤ.

په خیبرپښتونخوا کې په بیلابیلو وختونو کې ښځینه سندرغاړې اؤ‌ هنرمندانې دغسې په بې دردۍ سره وژل شوي خو تر اوسه په هغوئ کې د یوې هنرمندې قاتل ته هم د ذکر وړ سزا نه ده ورکړل شوې

About The Pashtun Times

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل: دوه ځانمرګو بريدونو کې د ای اېف پي د عکاس په ګډون ۲۱ تنه وژل شوي

د افغانستان د پلازمينې کابل په شش درک سيمه کې په دوه ...