د خيبرايجنسۍ لري پرتي غريزي سيمي تيراه کښي د سکيورټي فورسز چيک پوسټ باندي ډزو او بمي چاؤدنه کښي يو اهلکار مړ او دوه ژوبل شوي دي۔
د سکيورټي زريعو وينا ده چي وسلوالو تيره ورځ ګهړے سيمه کښي په سکيورټي چيک پوسټ ډزي کړي دي چي له وجي ئي سپاهي اياز ګل مړشوے دے۔ زريع زياتوي چي د فورسز جوابي ډزو له وجي وسلوال تښتيدلي دي۔
سکيورټي زريعي وائي چي ډزو نه پس چيک پوسټ ته تلونکي د سکيورټي فورسز ګاډي باندي مخکښي نه ښخ کړې شوي بارودي مواد چاؤديدلي دي چي له وجي دوه اهلکار ژوبل شوي دي کوم چي هسپتال ته رسولي شوي ۔
چاؤدني له وجي ګاډے په مکمل توګه تباه شوے دے۔