که څه هم زما عمر او علم دومره نه دی چې زه د اجمل خټک په شاعرۍ, ژوند او سياست علمي او تحقيقي ليکنه وکړم خ زما په ژوند کې اجمل خټک ړومبی سړی دی چې زما ژوند يې بدل کړی, د هغه کتاب او شاعرۍ زه دې ته اړ کړې يم چې هر څه ته فکر وکړم, تاريخ مطالعه کړم, پښتانه او د پښتنو تاريخ وګورم, په لنډو ټکو چې د اجمل خټک کتاب زما په ژوند کې انقلاب روستۍ وو.
زه به چې کله هم د کلي نه بازار ته لاړم نو که څومره ضروري کار به مې هم لرلو خو د ټولو اول به د کتابونو دوکان ته ورتلم چې ځانته ترې د کيسو کوم کتاب واخلم, يو ځل مې دا ” دا زه پاګل وم ” په نوم کتاب په نظر شو, زړه مې پرې وراغۍ. کتاب مې رواخيستلو, په ټوله لار مې تادي وه چې کور ته به څه وخت رسم چې دا کتاب ولولم, کله چې کور ته ورسيدلم نو دا زما عادت وو چې کتاب به مې په يو ځای لوستلو که هر څومره وخت به يې اخيستلو, دا کتاب مې چې کله ختم کړه نو په زهن کې مې د فکرونو طوفان راغی, ما د اجمل خټک په اړه هيڅ نه پيژندل ځکه چې زه په 6 جمات کې وم او زمونږ د تعليمي نصاب په اړه خو هر چاته مالومه ده.
اجمل خټک ” دا زه پاګل وم ” کې ليکي:
د تندې کرامات
د هاړ ګرمي ده، د خښتو او سيمټو حوالات باندې نمر لګي او دننه هم نمر راځي. تنور ئې ترې نه جوړ کړے دے او دپاسه پرې دا خبره لا بيله چې لکه مخکښې مې ووې دا فېصله مې کړې وه چې نۀ به اوبۀ څښم او نۀ به روټۍ خورم نو تاسو خپله اندازه وکړئ چې يو خوا د ګرمۍ دا حال وي او بل خوا سړے اوبۀ هم نۀ څښي او ورسره کمزورے شوے هم دومره وي چې د هډوکو پنجره وي نو د هغۀ به څۀ حال وي؟
غرمه د حوالات دننه سور اور شوې ده او زۀ تندې داسې اخستې يم چې ځيګر مې سوے دے، د هغۀ نه هم د ساه سره لوګي راوځي. ژبه مې ازغي ازغي ده او حلق مې وچ دے. پروت يم د بدې ورځې اړخ نۀ شم بدلولې، مازغۀ مې چکرونه هم خوري او چوي هم. کله مې کپرۍ کښې سيلۍ راشي، شغار پکښې جوړ شي. کله پکښې شپېلۍ وهلې شي، په ځيګر، مزغو او کولمو کښې مې عجيبه تماشه جوړه ده او زۀ اېغ نېغ پروت يم ځان ته مې فکر دے.
دې کښې څۀ وينم چې ځان راته څۀ بل بل شان غوندې وښکارېدو. وايم چې ساعت په ساعت ورکوټے کېږي چې ځان ته مې ښۀ فکر وکړو نو رښتيا راغونډېږم. د ځان په تماشه شوم، لوږه تنده رانه هېره شوه او چې څومره وخت تېرېږي زۀ ورکوټے کېږي. کېده کېده چې وړوکے کېدم، وړوکے کېدم ان چې د ماشي هومره شوم او چې لږ ساعت نور تېر شو نو لاړم غېب شوم.
هلته زۀ غېب شوم او دلته ناڅاپه څۀ وينم چې زۀ يم او زما نه کشره خور مې ده. ما سره لاسو کښې شوملې دي او هغې سره ډوډۍ ده دواړه پلار پسې ډوډۍ مېرې ته وړو. زما عمر لس کاله دے او د هغې اتۀ يا نهۀ. روان يو، سخته ګرمي ده، خشکه مېره ده او لوئے مزل دے. چې څۀ مزل لاړو نو خور مې ستړې شوه او په ژړا شوه. راته ئې وې چې داداګله! پښې مې سوزي زۀ نوره نۀ شم تلې، ما وې راځه دغه نزدې ونې ته ورسو هلته به دمه وکړو. چې ونې ته ورسېدو نو څۀ ګورو چې د جان باز ماما ي پمن غوندې خر ولاړ دے ما خور ته ووې خورې! زۀ په دې خر سورېږم، ګورم کۀ ورانے نۀ کوي نو بيا پرې دواړه سورېږو او پلار ته ځان رسوو.
خور مې راضي شوه خو چې زۀ په خر سور شوم نو خر دوه خپلې کړې، دوه پردۍ او په پويه شو. زۀ حېران شوم چې اوس به څۀ چل کېږي چغه مې د خلې نه ووېسته خو چې ګورم نو زۀ ماشوم نۀ يم او زما د لاندې خر نۀ دے. زۀ زلمے شوے يم او رالاندې ښۀ تازي اس دے. او ښۀ په مزه روان دے مزل کوي. اوس مزل هم د اکوړي په هغه مېره کښې نۀ دے، يوه سوراړا صحرا ده چې تشې غنې، پلوڅې، کيکر، زوزان او کنجه غرکي دي پکښې ولې مخامخ چې ګورم نو تک شين غر ښکاري او داسې معلومېږي چې کشمير دے يا جنت. چې ساعت تېرېږي او څومره غر رانزدې کېږي د غر شينکے، يخه هوا، ښکلې درې او ښائست راڅرګندېږي نو دومره اس هم اړتاوک خلاص دے او زما زړۀ هم وائي چې مارغۀ شوې او په يو شغ ورورسېدې، چې په يخو اوبو مې ځيګر يخ کړے او په خوږو مېوو مې ځان ښۀ موړ کړې. اس په خپل چال روان دے، زما زړۀ ته نۀ ګوري. دې کښې چې ما دغه خوا ته په ځېر ځېر وکتل نو د يو غر په څوکه مې هم هغه خور ولاړه ده، ما ته زر زر اشارتونه کوي لکه چې د څۀ خوشحالۍ څيز دپاره مې غواړي. دې زما تلوسه نوره هم زياته کړه ولې اس کۀ ډېر زيات تېز روان دے خو بيا هم زما د زړۀ د رفتار نه سست دے. ما ډېرې پوندې ورکړې او اس غريب تېز هم شو ولې زما زړۀ ئې يخ نۀ کړو. زۀ وايم چې د سترګو په رپ کښې دغلته ورسېدې.
اخر ډېر ساعت پس د غرۀ لمنې ته ورسېدم. د غرۀ لمن نۀ ده د جنت د باغ ټوټه ده، هر قسمه مېوې، غټې غټې، تازه تازه په بوټو کښې داسې بلها اوېزاندې وې چې بوټي ئې رامات کړي وو او د يخو اوبو خوږې چينې روانې وې. زړۀ مې وې چې ورکوز شوې او ځان مې ښۀ موړ او سېراب کړې ولې چې خور ته ګورم هغه راته داسې اشارتونه کوي لکه چې د جهان نعمتونه دغلته کښې وي. زۀ په اس سور د غرۀ سر ته ورخېژم ولې چارچاپېره مېوو، يخو سېورو او خوږو اوبو ته نيم نۀ پاتې کېږم.
دې کښې خدائې کول چې د غرۀ سر ته ورسېدم. څۀ ګورم چې نۀ مې خور شته او نۀ بل څوک. هلته د کاکاصېب زيارت دے او يو ماشکي ولاړ دے يو يو کنډول اوبۀ هر چا ته ورکوي. چې زۀ ئې وليدم نونورو خلقو ته ئې ووې تاسو صبر وکړئ او ما ته ئې يو ډک کنډول د يخو اوبو راوړاندې کړو. ما هم نور څۀ نۀ دي کتلي خو سترګې مې پټې کړې دي او شونډې مې په کنډول اېښې دي. چې ښۀ مې پرې زړۀ يخ کړے دے او ځيګر مې ټنډه شوے دے نو د خدائے شکر مې وېستے دے. ولې چې سترګې مې غړولې دي او ګورم نو نۀ زيارت شته، نۀ ماشکي شته، نۀ د هغۀ کنډول شته. نۀ زما اس ته، نۀ هغه شين د مېوو ډک غر شته، نۀ د اوبو چينې شته، نۀ يخ سېوري……. هم هغه سور تنور حوالات دے، زۀ پروت يم. پنځۀ شپږ سپايان رانه چاپېر ولاړ دي او يو تاڼېدار(خدائې دې ئې خوشحال او عزتمند ساتي) ناست دے، ما ته ئې خلۀ کښې يو ګلاس شربت دے ، کۀ دارو دي، کۀ يخ پۍ دي، راوړلي دي او بل ګلاس ئې ډک کړے دے هغه راته راکوي. چې ما سترګې پرانستې د هغۀ د خلې نه ووتل: شکر هلکو! لر شئ چې باد پرې ولګي او هله فلانکي پکے ورته زر زر ووهه.
ما چې دا حالت وليدو نو حېران شوم او په چغو سر شوم، ما وې غرق دې کړم. دا ګلاس دې….. تباه دې کړم، زما دنيا دې ورانه کړه، هر څۀ دې راته تالا کړل…… څۀ شو…… څۀ شو؟ هغه باغونه، هغه يخې اوبۀ، يخ سېوري، هغه مېوې، هغه اس مې هغه……. هغه….. څۀ شو؟ لر شئ، لر شئ تاسو زۀ تباه کړم، زما نه مو هر څۀ وتښتول….. لر شئ،.
تاڼېدار ما ته په سر داسې لاس راښکلو وې خان هيڅ مو درنه نۀ دي تښتولي، هن واخله دا يو ګلاس بل وڅښه چې طبيعت دې ټيک شي.
ما وې نۀ څښم، دا نۀ څښم، لر شئ……. ما ته هغه د زيارت د ماشکي اوبۀ راوړئ. ما ته خپل اس راولئ، ما هغه ځائے ته بيا بوځئ. ما دا شور جوړ کړے وۀ، تاڼېدار زۀ يخ سيوري ته کړم او څادرم ئې راباندې واچولو، سپايانو ته ئې ووئيل: دې پرېږدئ چې لږ ارام وکړي.
نور بحث او خبرې به پرېږدو خو نن ماته دا سوال پيدا کېږي چې ايا اجمل خټک د پښتنو د پاره دومره سختې او تکليفونو تير کړي هغه ته څه ګټه ترې ورسيده? د هغه دومره سختې او تکليفونه ولې ناکامه شو? خټک چې چاته دومره شعرونو ترانې وئيلې هغې ولې دې قام اثر ونکړو? خټک خو دار منلی وو, زندان يې منلی وه, يخ ګرم, وچه لمده منلې وه, خو په بدل کې ورته څه ترلاسه شو? هيڅ هم نۀ ځکه چې اجمل پيدا په يو داسې قام کې وو. چې تل خپل اتلان هيره وي, سپکوي.
خو زما د پاره اجمل خټک يو غر دی, يو ګورو او اتل دی, خټک يو لارښود دی, د اجمل خټک شعرونه د ټولنې عکاسي او د جذبات رپارولو دوا ده.
که ظالم مې ژبه غوڅه کړه تيره شوه
توره څومره چې تيره شوه لا خوږه شوه
وس که نر وي نو غوږونه دې خپل پرې کړي
چې زما نغمه سړه نه شوله سره شوه
روح يې ښاد.
ليک: نوربادشاه يوسفزئ