حزب اسلامی ګوند اشرف غني ته د درناوي پګړی په سر کړو
Posted by: The Pashtun Times
in Pashto News
September 23, 2016

کابل: د افغانستان دولت او حزب اسلامي ګوند د سولې د لاسليک روسته نن ماځيګر کابل کې د حزب اسلامي ډلې استازو اولسمشر ډاکټر اشرف غني ته د درناوي پګړی ور په سر کړو.
په دغه موقع د حزب اسلامي ګوند ډاکټر غيرت او انجنير امين کريم د افغانستان اولسمشر څخه د سولې په خبرو کې د مخلصه رول لوبولو مننه کړې ده، او افغان اولس ته يې د سولې مبارکي ورکړې
افغان دولت په داسې حالاتو کې چې د سخت سياسي فشار سره مخ دی د حزب اسلامي ګوند سره روغې يې ملا مضبوطه کړې.
افغانستان دولت او حزب اسلامي ګوند د روغې پرضد کابل کې مظاهره شوې چې ګډونوالو يې د ګلبدين حکمتيار انځورونه اوچت کړي وو او هغه يې قاتل بللی وو خو د افغان انټلجينس مشر حنيف اتمر وايي د سولې په لار کې به خنډونه و نه زغمل شي.
افغانستان پارليمان څخه خپره شوې يوه اعلاميه کې وئيل شوي ولسمشرغني وویل، د الله تعالی شکر ادا کوم چې کلونه وروسته په هېواد کې د سولې بین الافغاني مذاکرات په بریالیتوب سره نتیجې ته ورسېدل. هغه د سولې عالي شورا او په ځانګړي ډول د پیرسیداحمد ګیلاني او د حزب اسلامي د سولې د مذاکراتو پلاوي او ټولو هغو شخصیتونو څخه مننه وکړه، چې په دې برخه کې یې ګټور ګامونه واخیستل.
دی پشتون ټایٔمز
Like this:
Like Loading...
2016-09-23