د افغانستان پخواني اولس مشر حامد کرزي په پاکستان کې د افغانستان د سفیر حضرت عمر زاخیلوال هغه هڅې چې د شربت ګلې د خلاصون لپاره یې کړي وستایلې. حامد کرزي شربت ګله د افغانستان د ښایست، هڅو او درد سمبول وګڼله او و يې ویل دا څېره له شاوخوا دېرشو کلنو راهیسې په نړیواله کچه د افغانانو استازیتوب کوي او د پاکستان پر حکومت یې ږغ وکړ چې زر تر زره شربت ګله له بنده خوشې کړي.
دی پشتون ټائمز