Home / Pashto News / حامد کرزي د پاکستان په لاهور ښار کې تروریستي برید غندلې دې

حامد کرزي د پاکستان په لاهور ښار کې تروریستي برید غندلې دې

Hamid Karzai sb04

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د پاکستان په لاهور ښار کې تروریستي برید او د ملکي وګړ پر مرګ ژوبله خپله ژوره خواشینۍ څرګنده کړه.

حامد کرزی دغه شان بریدونه د ټولو بشري موازینو او اسلامي احکامو خلاف عمل بولي او یو ځل بیا د پاکستان پر حکومت ږغ کوي چې د تروریزم او افراطیت پالنه او له هغوی سره همکاري پرېږدي تر څو سیمه او په خاصه توګه افغانستان او پاکستان له دغې خبیثې دایرې څخه آزاد شي.

پخواني جمهور رئیس هیله څرګنده کړه چې پاکستان له افغانستان سره له یوې متمدنې لارې او د ټینګې او صادقانه همکارۍ په مرسته دغه ناورین ته د پای ټکی کېږدي.

همداراز پخواني جمهور رئیس له پاکستان سره د نېکو او حسنه اړیکو د لا زیات ټینګښت هیله څرګنده کړه وې ویل د پاکستان ولس د افغانانو ورونه دي او افغانان د دوی په غم او ښادۍ کې ځانونه شریک بولي.

حامد کرزي د لوی خدای (ج) له درباره د دغې پېښې شهیدانو ته جنت، کورنیو ته یې جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا استدعا وکړه.

About The Pashtun Times

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل: دوه ځانمرګو بريدونو کې د ای اېف پي د عکاس په ګډون ۲۱ تنه وژل شوي

د افغانستان د پلازمينې کابل په شش درک سيمه کې په دوه ...