حامد کرزي د حزب اسلامي له پلاوي سره ملاقات
Posted by: The Pashtun Times
in Pashto News
September 27, 2016
77 Views

کابل: د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د سه شنبې په ورځ د محمد امین کریم په مشرۍ د حزب اسلامي له پلاوي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دغه کتنه کې د حزب اسلامي پلاوي له دغه حزب سره د سولې لپاره د حامد کرزي هلې ځلې وستایلې او د انجینر ګلبدین حکمتیار په استازیتوب یې، حامد کرزي ته په هغه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د موافقتنامې د لاسلیک په موخه جوړېږي.
حامد کرزي د ګلبدین حکمتیار له بلنې په مننې سره، د سولې له پروسې سره د حزب اسلامي له یو ځای کېدو خوښي څرګنده کړه، دغه نېک اقدام یې په هېواد کې د سولې، آرامۍ او ورورږلوی د فضا د ټینګښت لپاره یو ارزښتمن ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د حزب اسلامي راتږ به د سولې ممد واقع شي.
پخواني جمهور رئیس زیاته کړه د افغانستان خلک هره ورځ د پردیو مفاداتو لپاره وژل کېږي نو پکار ده چې د افغانستان ټول خلک په اتحاد او اتفاق د دغه ناورین مخه ونیسي.
دی پشتون ټایٔمز
2016-09-27