Home / PASHTO CORNER / جرمنیان په خپل تاریخ ویاړي/ نوربادشاه یوسفزئ

جرمنیان په خپل تاریخ ویاړي/ نوربادشاه یوسفزئ

NOOOتاسو که کله د جرمني په تاريخي ځايونو وګرځئ نو مالومه به درته شي چې دوي خپل ټول تاريخ سنبهال کړی دی, هغه جنګي سامان, توپې, ټانکونه او ټوپکې يې هم په په شيشو کې سنبهال کړي چې د دوشمن لخوا پرې په لکهونو جرمنيان وژل شوي وو, او ښارونه پرې وران کړې شوي وو.
د هغه روسين کمانډرانو او فوځيانو قبرونه يې هم جوړ کړي او سنبهال کړي چې جرمنيان يې وژل, په هغه ځايونو يې بورډونه لګولي چرته چې به د دوي دوښمنان فيصلې, جلسې کولې, د د لارو کوڅو په سر اټوميټک ميشينونه لګولي چې په څو ژبو کې درته د دوي د جنګ او د ظلم تاريخ بيانوي.

زما ډېر تګ راتګ هم په دې لارو کوڅو کې دی نو زه کله کله فکر کوم چې يره د دوي سره دومره ډېر ظلم شوي, خلک يې وژل شوي, په ښځو يې تيري شوي خو دوي بيا هم خپل تاريخ نه دی پټ کړې هر څه يې ښکاره اېښودي. هر کال د نړۍ د بيله بيلو هيوادونو څخه په ميلينونو سيلګران راځي او ګوري يې, خبرېږي پرې خو بيا دي خپل تير ژوتد نه پټه وي.

وس که زمونږ د شملو او غيرتونو وطن ته راشې نو ټول عمر پرې بل چا يا د بل لاسپوسو حکومتونه کړي, ظلمونه يې کړي, يواځې عربو د اسلام راوړلو په وخت په دوه نيم سوه کاله ژوند کې ميلين پښتانه وژلي, سيک سردارانو د ټکري او شملو په بيعه اخيستي او خرڅ کړي خو بيا هم پښتون لالا وايي غلی شئ دا خبرې مکوئ قام سپکېږي!

ياره که رښتيا و وايو نو مونږ د جرمنيانو نه مخکې او پويه قام يو څه? په يوټيوب کې تاسو د جرمني د 1930 او 1900 کال ويډيو وګورئ نو پته به درته ولږي, په هغه وختونو کې دوي ټرين,بس, ټکسۍ, پوخ سړک. کوڅه, بانک او بلها سهولتونه لرل چې مونږ يې سل کال پس هم نلرو. مونږ هغه وخت يواځې مالګې خرڅولې, يا د هندوستان په ممبئ ښار کې د چای په هوټلونو کې مزدوري.

يو ژورنلسټ ملګري په پيسبوک خپل رپورټونه ورکړي وو, په کال 1997 کې چې هغه يوې ورځپاڼې ته راپور ليکلی چې د وزيرستان خلک سهولتونه نلري, خو نن شل کاله روسته وزيرستان د هغې نه هم په بد حال دی, نه پوهيژم دا مونږ چرته روان يو?

تاريخ پټول, د تاريخ په معاملاتو کې د شرم غيرت نه کار اخيستل ناپوهي ده, نړۍ بايد په خپل تاريخ خبر کړل شي. څه چې شوي هغه خو هسې هم شوي نو پټولو ته څه اړتيا شوه? تاريخ خو تاريخ دی.

لیک: نوربادشاه یوسفزئ

دی پشتون ټایمز

About The Pashtun Times

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پر خبریالانو د تشدد په ۴۱ فیصده پېښو کې د پاکستان ریاستي خلک لاس لري

په پاکستان کې د خبریالانو د حقونو لپاره کارکوونکې اداره فریډم نیټورک ...