Home / Pashto News / بنو: د بابړې د شهیدانو په ياد کښې دستوره

بنو: د بابړې د شهیدانو په ياد کښې دستوره

بنوپریس کلب کښې د بابړې د شهیدانو په یاد کښې د پښتانه مترقي لیکوال بنو او شمالي وزیرستان د سیوري لاندې یوه درنه دستوره او مشاعره وشوه

دغه دستوره د عبدلناصر مخدوم په صدارت کښې پېل شوه چې د نظامت چارې جمال داوړ او ګوهر وزیر تر سره کړې ،

په دې موقعه په صدارتي مجلس کښې د عوامي نېشنل پارټۍ بنو صدر عبدلصمد خان ، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صدر ملک شوکت الله اېډوکېټ ، د وکیلانو او طبقاتي جدوجهد په نمائندګي بخت نیاز خان اېډوکېټ ، د انقلابي جدوجهد په استاذي توب کامریډ سلیم ، اشراف خان عوامي نېشنل پارټي شمالي وزیرستان ، نثارعلی خان صدر قومي متاثرین کمېټي شمالي وزیرستان ، عبدلخلیل وزیر صدر سیاسي اتحاد شمالي وزیرستان ، حاجي شېر داود پښتونخوا ملي عوامي پارټي بنو ، د شاعرانو په نمائیندګي فراز پیر زاده ، او د بنو د پریس کلب په نمائیدنګي عنایت الله خان ناسته لرله

۱ د دستورې اغاز نسیم نومي ځوان د کلام پاک په تلاوت سره وکړو

۲ ورپسې کامریډ سلیم ته بلنه وکړې شوه او هغوي د بشري حقونو په رڼا کښې د احتجاج په
موضوع تفصیلي وینا وکړه

۳ د کامریډ سلیم نه وروستو پروفیسر اسحاق وزیر د بابړې د پېښې پس منظر ، پېښه او د هغې په پښتانه ټولنه اثرات عنوان لاندې لیکلې مقاله وړاندې کړه ،

۴ د اسحاق وزیر نه پس خلیل خلن وزیر د پښتنون افغان وطن او په خاصه توګه د شمالي وزیرستان په موجوده تازه صورتحال بشپره وینا وکړه چې په خپلو خبرو کښې يې ډېر ترخه حقیقتونه په ډاکه کړل

۵ بخت نیاز اېډوکېټ د ترهه ګرۍ خورولو کښې د ریاست ، مذهب او د هغوي شاته د سرمایه دارانه نظام په کردار تفصیلي رڼا وچوله

۶ نثار علي خان د یولسم ستمبر د پېښې نه رانیولي د وزیرستاني وولس د کډوالي پورې د هغوي په ژوند ، ستونځو او کړاونو بشپړه وینا وکړه .

۷ فراز پیر ذاده د مغلو نه را نیولې تر ننه پورې د پښتنو نه د شوو تیروتنو او په قام د هغې د بد اغیز په موضوع وینا وکړه .

۸ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بنو مشر ملک شوکت ايډو کېټ د تاریخ په اوږ دو کښې وخت په وخت د پښتنو په مشرانو د اسټیبلشمنټ او پنجابي ميډیا لا خوا لګول شو بې بنياده تورونو سپینوی او د کوټې د خونړي پېښې په سختو ټکیو کښي غندنه وکړه او د امن په راوستو کښې يې دولتي ادارو ناکامي په ډاګه کړې .

۹د پښتانه مترقي لیکوال بنو پېژندل شوي شاعر او ادیب دیدار وزیر د پښتانه مترقي لیکوال اغراض او مقاصد خلقو ته په ګوته کړل او زیاته یې کړه چې پښتانه مترقي لیکوال د یو تحریک نوم دی ، او دوي هڅه کوي چې دغه تنظیم د پښتون قام او لاندې طبقې د بقا او حقونونو د ژغورلو او سیاسي او علمي شعور سره د پښتنو ټولو سیمو ته ورسوي او هرچرته دغسې تنظیمونه جوړ کړي ، چې د هغوي په وجه ټول قام سره وتړلی شي ، او دغه رنګ به نه یوازې نوی نسل د خپلو تاریخي پېښو ، شخصیاتو ، تاریخ ، جغرافیه نه خبر وي ، بلکې د کلتور د ژغورنې سره سره به یو علمي ماحول ته هم لاره هواره شي .

۱۰ د عوامي نېښنل ګوند بنو مشر حاجي عبدلصمد خان په دې موقع په خپله ویناکښې او وائيل چې موجوده دور کښې هم که څوک پښتون سپین وائيل وه نه کړي نو دا به دا زمونږ راتلونکي نسل د پاره ډېر توان وي ، عبدلصمد خان زباته کړه چې زیاتره پښتانه د خپلو تاریخي او قامي پېښو او د شخصیاتو د مبارزو نه نا خبر ساتل شوي دي ځکه چې د بده مرغه دوي ته نصاب کښې بیخي ځاي نه دی ورکړل شوی ، او دا ظلم د پاسه ظلم دا وشو چې د عوامي نیشنل ګوند صوبايي حکومت د پښتنو د پاره کوم نصاب جوړ کړی وو ، د پي ټي ايي حکومت لګیا دی هغه نصاب يې ختم کړو ، یعني غېر خلق نه غواړي چې پښتانه دې د خپلو شخصیاتو ، خپلو وسائيلو او د خپلې خاورې د اهمیت او افادیت نه خبر شي ، دا خلق نه غواړي چې پښتانه خاوره ته امن راشي ، دا خلق نه غواړي چې افغانستان په خپلو پښو اودرېږي اوو خوشال ژوند تېري .

۱۱ غونډې صدر عبدناصر مخدوم په اخر کښې د ټولو ګډون والو مننه وکړه او زیاته يې کړه چې د نن کامیاب پروګرام نه د اندازه لګي چې پښتانه نور خاموش او په تیاره کښې ژوند تېرول نه غواړي ، مخدوم دا هم او وائيل چې په راتلونکیو کشې به هم دوي هڅه کوي چې د دغه رنګ پروګرامونو لړي دوامداره وساتي

۱۲ په اخر کښې قراردادونه هم وړاندې کړې شول لومړی قراداد د شمالي وزیرستان په نوم چې د بهر نه څومره مرستې رادرومي هغوي دې په شمالي وزیرستان ولګولې شي ، ۲ د شمالي وزیرستان خلقو ته دې د معاضۍ ورکولو په ځاي د هغوي کورنه جوړ کړې شي، ۳ د افغان کډوالو د سرونو ، مالونو او عزت دې پوره خيال وساتلې شي ، ۴ د محمود خان اچکزي او مولانا محمدخان شیراني کوم بیانونه چې د پښتنونو په جواله مخې ته راغلي پښتانه مترقي لیکوال بنو او شمالي وزیرستان يې پوره پوره ملاتړ کوي

۱۳ په اخر کښې یوه مشاعره وشوه چې د بنو او شمالي وزیرستان ګڼ شمېر شاعرانو پکښې د بابړې په پېښه او د افغانستان او وزیرستان په موجوده صورتحال او د پښتنو د راتلونکي په اړه په زړه پورې نظمونه وړاندې کړل ،

دغه رنګ د بابړې د شهیدانو په یاد کښې راجوړ کړې شوی دغه معلوماتي ، ګټور او موثر سیمنار او مشاعره سرته وراسېده چې ډېرو ملګریو پکښې د وخت د کمي په وجه خپل راوړي نظمونه وه نه اورول

ګوهر وزیر، دی پشتون ټایٔمزخبریال بنو

 THE PASHTUN TIMES

About The Pashtun Times

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل: دوه ځانمرګو بريدونو کې د ای اېف پي د عکاس په ګډون ۲۱ تنه وژل شوي

د افغانستان د پلازمينې کابل په شش درک سيمه کې په دوه ...