د اېف ار بنو احمدزي او اتمانزي وزیر قبیلو مشرانو حکومت ته د علاقايي ذمه واري نه د لاس پورته کولو دهړکه ورکړېده او د تر هغې پورې يې کچهروته د تلو نه بائیکاټ کړي ، څو پورې چې جکومت د کم تعداد او غېر فعالیت په نوم د سکولو او هسپتالونو د بندولو پرکړه واپس نه وي اخیستې. او کوم مشران چې دادې پرېکړې نه سر غړونه وکړي هغه به پینځه لکونو روپۍ به جرمانه کولې شي ، دا پرېکړه نن په بنو ټاون شپ کښې د یوې درنې جرګې په مهال شوېده ،
په دې جرګه کښې د کلک تړون او پرېکړه شوېده ، چې د دغو دواړو قبیلو مشران به نه کچهرو ته درومي او نه به د کمشنر ، ډپټي کمشنر او اسیسټنټ پوليټيکل ایجنټ په ګډون د يو لوړ پوړي چارواکي سره هم ملاقاتونه کوي ، څو پورې چې د فاټا سیکرټیریټ له خوا د غېر فعالیت او کم تعداد په نوم د هسپتالونو او سکولونو د بندولو فیصله واپس نه وي اخیستې شوې
په دې موقعه د اتمانزي او احمد زي وزیر قبیلو د سر مشرانو ملک مویز خان ، ملک میرشمد خان ، ملک محمد ایوب خان عرف کاکان ، ملک نیازوال خان ،ملک لیاقت علي خان ،ملک اخیاجان ،ملک عالمګیر خان وزیر په خپلو خبرو کښې او وائيل ، حکومت یو لوري ته د تعلیم د عام کولو دعوې کوي ، ولې بل لوري ته د دوي سکولو نه د غېر فعالیت او کم تعداد په نوم بندولې شي او د تعلیم نه د دوي د بچیانو د محرومولو شازشونه روان دي ، چې دوي کله هم د فاټا سیکرټریټ لا خو د دادې ظلم او جبر فیصلې زغملواو منلو ته تیار نه دي . مشرانو دا هم او وائيل ګونر او په فاټا سیکرټیریټ کښې کښېنولي اکثر کسان د پښتنو او په خاصه توګه د قبائيلو د رسم او رواج نه
نا خبره دي ، او د قبائيلي د مشکلاتو د هوارولو په ځاي ورته د لا نورو مشکلاتو پیدا کولو کوشیشونه کوي ، او د قبائيلي اولس د ښېر او ښېکړې د پاره چې د بهر ملکونو نه کومې مرستې رادرومي ، هغه د فاټا په اولس د خرس کولو په ځاي په فاټا سیکرټیریټ کښې خرس کولې ښي ، د دوي سکولو او هسپتالونو کښې د تیرو پینڅویشتو کالونو راهیسې د بیا رغونې کارونه نه دي شوي ، چې په نتیجه کښې يې د دوي د ماشومانو ژوند په خطر کښې دي.
ګوهر وزیر
By our Correspondent Gohar Wazir
THE PASHTUN TIMES