په مهراټي ژبه کې یو متل دی وایې: خبرې به د مینې کوو خو لمسول به نه کوو بیا مو د مینې ارزښت کمېږي
اوس هم خبرې به کوو خوادبدی ته به ځای نه ورکوو
یو وخت موږ افغانان وو، یو ورښانه تاریخ او ځلانده نوم درلودی اما اوس یې نه لرو. دا یو حقیقت دی. که یې مني او که نه خپل اخیتار مو دی
زه په تیرو نه نازیږم تیر مشران به پریږدو، اوس مو هم نوم او تاریخ ورته بدنامه کړي دی، اوس موږ افغانان نه بلکې مسلمان غیرتي مخلوق یوو، مجاهد ملت یوو، چې د انسان مقام ته رسیږو هغه درجې ته لا ډېره لاره په مخکې پاتي ده، یعنې اوس موږ په صفر کې ضرب یوو ماشاالله
په دې تیر 98 کلن تاریخ کې موږ صرف او صرف یو ریښتني اتل، او غازي، لرو او یو ریښتني شهید لرو. تاریخي غازي او اتل مو شاه اتل غازي امان الله خان وو، او دی، او تاریخي د سولي ارمانجن شهید مو شهید داکتر نجیب الله وو، او دی… دا د کوم قانون او یا مذهب یا د کوم دین او یا هم د کوم قوم له مخکې نه بلکې د نړۍ په تاریخ کې یې نومان په زرینو کرښو لیکل سوي دي، ځکه چې د افغان وطن د ملت اکثریت یې ملاتړي وه او دي، دا لقبونه کوم دولت یا قوم قانون نه دي ورکړي، بلکې ملت ورکړي دي. اتل غازي،شهید هغه څوک وي چې د ملت اکثریت یې ملاتړي او د ملت د اکثریت په قلم لیکل سوی تاریخ یې تاید کړي
اتل،غازي، او شهید نه یوازي موږ بلکې په نړۍ کې یې هر هېواد لري او د ملت د اکثریت له خوا ورته لقبونه ورکول سوي دي
په اوس وخت او زمان کې زموږ اصلي قهرمانان،غازیان،اتلان، او شهیدان صرف او صرف زموږ ملي سرتیري ( پوځ) یعنې زموږ ملي ځواکونه دي. ځکه چې دنده یې پاکه ریښتني او سپڅلۍ ده، د وطن او ملت ساتنه کوي، د وطن او ملت قرباني ته ولاړ دي. چې دا ملي سرتیري نه وي پنجابک،ایرانک، او عربک به زموږ د کور په دروازه کې ولاړ وي. او موږ مسلمان غیرتاینو به خولې ورته پیخي نیولې وي چې مسلمانان ټول سره ورونه ورونه دي! خویندې خو د چا په یاد هم نه وي!
د هر هېواد ملي ځواک د هغه هېواد قهرمانان،غازیان، اتلان، او شهیدان دي .که چېري د خوښې خبره سي زموږ د خوښي هر مشر زموږ اتل،غازي،شهید او قهرمان دی. دا زموږ د فرد او اکلیت خبره ده، نه د اکثریت
لیکنه: زیبا روشني