Home / PASHTO CORNER / افغان فوځي ځواکونو په واورو کې بند په زرګونو مسافر د مرګ څخه و ژغورول

افغان فوځي ځواکونو په واورو کې بند په زرګونو مسافر د مرګ څخه و ژغورول

armzافغان فوځي ځواکونو په واورو کې بند په زرګونو مسافر د مرګ څخه ژغورول
د کندهار تر تر کابل په لويه لار تر زابل څخه غزني پورې د درنې واورې له عمله يو شمير هيوادوال په واورو کې ګير پاتې شوي دي.
د غزني ولايت امنيتي مسولين وايي په ګيلان ولسوالۍ کې يې ۱۳۰ موټرونه ژغورولي او ۳۵ موټرونه پکې لا بند پاتې دي. امنيه قومندان امين الله امرخيل وايي په دغه موټرونو کې سپاره نژدې څلور زره مسافر يې خوندي ځايونو ته رسولي.
د زابل او غزني ولايتونو په اړوند د پښ کندې څخه تر عسکر کوټ پورې مسافروړونکي موټرونو کې په سلګونو مسافر په واورو کې بند پاتې دي چې کومک ته عاجله اړتيا لري.
په واورو کې بند مسافر وايي د سهار راهسې په موټرونو کې بند پاتې دي، خو څوک يې مرستې ته نه دي رسيدلي.
د غزني ولايت وياند وايي په سيمه کې ۸۰ سنته متره واوره پرته ده مرستندويه ژغورنکي ټيمونو سيمې ته لېږلي، خو مسافر وايي تروسه کوم ټيم يې مرستې ته نه دې رسيدلی.
د قره باغ امنيه قومندان انجنير لطف الله کامران وايي د کندهار په لويه لار يې تر دې دمه ۹۹۰ مسافر چې په واورو کې ګير وو د مرګ د ګواه خلاص کړي چې دوي يې په خپل پيسبوک پاڼه انځورونه هم خپاره کړي دي.
د پش کندی او عسکر کوټ ترمينځه په واورو کې بند مسافر کولی شي چې په دې نمبرو د امنتي ځواکونو سره تماس ونيسي
+۰۷۹۸۰۰۳۰۰۰
+۰۷۹۰۲۱۵۲۵۲
+۰۷۰۰۲۶۴۸۱۲

رپورټ: نور بادشاه يوسفزئ

About The Pashtun Times

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پر خبریالانو د تشدد په ۴۱ فیصده پېښو کې د پاکستان ریاستي خلک لاس لري

په پاکستان کې د خبریالانو د حقونو لپاره کارکوونکې اداره فریډم نیټورک ...