شپاړس کاله د مخه افغانستان وران ویجاړ ملک وو- افغانستان کی نه روغ سړک وو، نه ي هسپتال وو، نه پکې ښونځی او نه پوهنځي او نه کوم اقتصادي مرکز وو. د زور قانون پکې رواج و، زوراور او ښکرور ي حاکمان و- بشري حقوق چا پېژندل هم نه د هر ۔ چه وسلواله ډله وه. څو ي چې ډله زوروره وه، هغومره ي واک او اختیار لرلو
په داسی حالاتو کی ریښتوني افغانان چی د دنیا په هر ګوټ کې و د افغانستان د خپلواکی او ودانی د پاره ي مبارزه کوله… د په ډېرو سختو نا امیدو او د ډېرو سختو باوجوده هم دغو مېړنو سنګر مضبوط نیولی و او هیڅ وخت ي د امن، اقتصادی او بشري حقوقو په بدل خپله خپلواکي دښمن ته په لاس ور نه کړه. په دی مبازه کی د کوزې پښتونخوا مېړنو ملتپالو هم پوره پوره ونډه لرله او هیڅ وخت ي یو مورچل هم دښمن ته پرېنښود د هغی مبارزی نتیجه وه چې قدرت مهربانه شو او افغانستان دولت جوړ شو-اوس قانون اساسي لری، ملي اردو، اقتصاد، سړکونه، ښونځی پوهنځی، غرض افغانستان په جوړېدو شو.
دښمن نن هم هڅه کوي چی د افغانستان د ابادی بیا کنډر کي خو دغه مېړني ملتپاله که د ازاد وطن دي او که محکوم، دښمن دی ته ي نه پرېږدي چې برلاسی شی- د محکوم وطن د ملتپالو قامی او سیاسي هدف د ازاد وطن دفاع وي او هر کله چی دښمن په افغانستان وار کړې دې، نو دوي پرته د هر قسمه ګوندي اختلافاتو د ازاد وطن په دفاع په مېړانه یو موټی شوی او په ننګ افغان ودرېدلی دی….
که پام وکو نو د ډېر وخت نه د مينځنی پښتونخوا (فاټا) خلق هم د دی سختو نه تېریږي د کومو سختو نه چی ازاد وطن تېر شوې دی. مينځنی پښتونخوا کی اقتصاد تباه دی، امن نیشته، خلق په کېمپو کی پرانه دي، سړکونه، ښونځي، پوهنځي او روغنتونونه نیشته. بشري حقوق څوک نه پېژاني… زوراور پکې واکمن دی او ظلم او جبر لکه ی قران ټکې روا دې- په دی بدو حالاتو کی وس څه کول په کار دي…. زمه ځاني اند دا دې جی لکه څنګه د ازاد وطن په جوړېدو او په دفاع مونږ کلکه مبارزه وکړه، څنګه چی مونږ د ډېرو قربانو باوجود د خپلواکی اختیار بل ته په لاس ور نه کړو، او ښه په نره او مېړانه مو د افغانستان روښانه سباون وګټلو، نو د مینځنی پښتونخوا په دی اوسني حالاتو هم مونږ ته خپلې مورچې مضبوطول په کار دي- ازادی لوي نعمت دی خو قیمت ي بله ګران دې… مونږ بې حسابه قربانی ورکړی دي او دا وطن مو هر وخت د ککریو په ښینده ساتلې دې… که لږ نور هم همت وکو او اتفاق او یووالی په خپلو سفونو کی راولو نو هغه ورځ بېخي لری نه ده جی لکه افغانستان فاټا به هم د یرغلګرو د منګولو ازاده کړو او د دوي ازاد حیثیت به په پنجابی استعمار ومنو- د فاټا د اولس به د واک خاوندان وی او د دوي ادارې به د خلقو په خدمت کې وي- خوشالی به وی، ډولونه او اتڼونه به وی- د پښتو د سوکاله او خپلواکه سباون په هیله