Home / Pashto News / افغانستان ته په کار دي چې د پښتنو پاڅونوالو ملاتړ وکړي: امرالله صالح

افغانستان ته په کار دي چې د پښتنو پاڅونوالو ملاتړ وکړي: امرالله صالح

Amrullah Saleh

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس او د زرغون بهیربنسټ مشر امرالله صالح وایي چې افغانستان ته په کار دي چې د پښتنو پاڅونوالو د داعیې ملاتړ وکړي. ښاغلي صالح په خپله فیسبوک پاڼه خپره کړې یوه اعلامیه کې لیکلي، «هېڅ دولت او هېڅ ملت له ناپایه جګړې څخه په داخل کې او یا د نورو لپاره ګټه نه ده ترلاسه کړې، خو د پاکستان دولت خپل ځان له دې مقولې څخه مستثنا او خارج ګاڼه،» نوموړی وړاندې لیکي، «د پښتنو له خوا د انصاف غوښتنې پاڅون د ملت د دولت په توګه د پاکستان نظریه تر پوښتنې لاندې راولي،» صالح زیاتوي، چې په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان له جوړېدا راهیسې د پاکستان نظامي – استخباراتي ادارې په پرله پسې توګه هڅه کړې چې له دین او مذهب څخه په استفادې د پښتنو ملت پالنه ضعیفه، خنثی او حتی حذف کړي. امرالله صالح د پښتنو له خوا هغه پاڅون چې خواوشا یوه اونۍ وړاندې پیل شو او ورځ تر بلې پراخېږي [په ننني پاکستان کې] د پښتنو له خوا د قوم او هویت تر بیرغ لاندې لومړنی حرکت بولي، خو وایي چې غوښتنې یې لا هم وړې دي او په کار دی چې د خپلواکۍ غوښتنه مطرح کړي. د افغانستان د ملي امنیت دغه پخوانی رییس له پښتنو پاڅونوالو څخه ملاتړ د افغانستان د ملي ګټو په خیر ګڼي او غوښتنه کوي چې د هغه معنوي او سیاسي ملاتړ باید وشي. د پنجشنبې په ورځ /د فبروري ۸مه/ په کابل کې د افغانستان د ملي تحریک له خوا د یوې وربلل شوې غونډې برخه والو له ډیورنډ د پورې غاړې پښتنو پاڅونوالو ملاتړ وکړ او ویل کیږي چې د جمعې په ورځ /د فبرورۍ ۹مه/ او په ورپسې ورځو کې هم د افغانستان د بېلابېلو برخو اوسېدونکي غواړي چې له پاڅونوالو څخه خپل ملاتړ څرګند کړي. د پښتنو له خوا پیل شوی پاڅون له وزیرستان څخه پيل او اسلام اباد ته ورسېد او ظاهرا څو ورځې وروسته له هغه پیل شو چې پاکستاني استخباراتي ادارو د وزیرستان یو ځوان نقیب الله مسید په کراچۍ کې وتښتاوه او وروسته یې د یوې جعلي مقابلې په ترڅ کې شهید کړ.

About The Pashtun Times

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل: دوه ځانمرګو بريدونو کې د ای اېف پي د عکاس په ګډون ۲۱ تنه وژل شوي

د افغانستان د پلازمينې کابل په شش درک سيمه کې په دوه ...