افغانان نه غواړي دوست دښمن وپیژني/امیرخان منګل
Posted by: The Pashtun Times
in Pashto Columns
December 4, 2016

امیر خان منګل
افغانان يو داسی ملت ده نه غواړي چې دوست او دوښمن وپيژني په دې ديرشو کالو کې افغانانو هيڅ تجربه حاصله نه کړه خپلو همسايه هيوادونو او نورې نړې ته يې دا ثابته کړه چې تاسو کولای شی مونږ هر وخت استعمال کړی کله چې روسيه په افغانستان کې وه د کمونيست ريژيم د پرزولو د پاره امريکا اسلامي ګوندونه لکه حزب اسلامي او طالبان استعمال کړل د همدی اسلامي تنظیمونو په وسیله یی د عوامو ذهنونه خراب کړل روسان یی ورته کافران او اشغالګر معرفي کول د جهادیانو تبلیغاتو خلک دومره متاثره کړل حتا خلک د هجرت په بهانه هیواد پریښودلو ته مجبور شول د پاکستان په منګولو کی ولویدل خپلی د ترهګری مدرسی یی په افغانانو ډکی کړې د روسيی په وخت کې هغه افغانان چی د خلقیانو پرچمیانو په نوم د کمونیستی ریژیم لاندی وو فکر یی کاو چی ګواکی دا نظام به هيڅ وخت له منځه ولاړ نشي خو روسيی خپله د دولت په منځ کې د خلقي او پرچمي په بيلولو او جنګولو شروع وکړه اخر انجام يې دا شو چې امريکا او روسيی په ګډه د افغانستان کمونيستي نظام د مجاهدينو په لاس له منځه يوړو نن ګورو چې طالبان چا راجوړ کړي وو او اوس د چا په استعمال کی ولويدل ؟ روسيه اوس غواړي چی په افغانستان کی د امریکا ایستلو لپاره همدا طالبان او نوری جهادي ډلی وجنګوي. افغانان اوس هم نه پوهيږي همدا ډلی او تنظیمونه ورته د هیواد او دین ساتونکي ښکاري افغانستان ته د امريکا راتلو کې پاکستان پوره مرسته وکړه او نن د طالبانو استعمال د پاره روسيه د پاکستان سره لاس يو کړو لنډه دا چې په دې پنځلسو کالو کې هم افغانان خپلو تیروتنو ته متوجې نشول. نه يې د خپل دولت او نه يې د امريکا ملاتړ وکړ. د همدې ناپوهيو لامل به دا وي چې ورځ تر بلې به افغانان بدبخته او شاته پاتی کیږي
دی پشتون ټائمز
Like this:
Like Loading...
2016-12-04