اسلام اباد د کابل د پخلا کولو لپاره بیا پښتانه مشران رالېږي
Posted by: The Pashtun Times
in Pashto News
December 9, 2016
487 Views
د روهي ویب پاڼې د رپورټ ترمخه د پاکستان حکومت یو ځل بیا هڅه کوي چې له افغانستان سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د پاکستان او پښتونخوا د ملي او اسلامي ګوندونو پښتانه مشران افغانستان ته ولېږي.
د پاکستان اُمت ورځپاڼې لیکلي چې حکومت له پښتنو مشرانو غوښتي چې د هغه خپګان ختمولو لپاره افغانستان ته ولاړ شي چې د هند په امرتسر کې په «اسیا زړه کنفرانس» کې رامنځته شو.
په اسیا زړه کنفرانس کې د افغانستان ولسمشر د پاکستاني پلاوي مشر سرتاج عزیز مخاطب کړ، ویې ویل ستاسو له سخاوته مڼه خو هغه پیسې (۵۰۰ ميلیون ډالر) چې مو د افغانستان د ودانولو لپاره ځانګړي کړي، په خپله خاوره کې د تروریستانو پر مخنیوي ولګوئ؛ ځکه که افغانستان ته هر څومره زیاتې پیسې راشي چې تروریزم او جنګ نه وي ختم شوي، ګټه نه لري.
د ولسمشر غني پر څرګندونو د پاکستان رسنۍ او ګڼ شمېر پنجابي سیاستوال سخت وپارېدل او د افغانستان ولسمشر ته یې حتي سپکې سپورې وویلې.
د امت ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان حکومت د عوامي نېشنل ګوند له مشر اسفندیار ولي خان، د پښتونخوا عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن، د جماعت اسلامي مشر سراج الحق او د وطن ګوند مشر افتاب احمدخان شېرپاو څخه غوښتي چې کابل ته ولاړ شي او د افغانستان له ولسمشر سره د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کېدو په اړه خبرې وکړي.
د افغانستان حکومت د ډیورنډ د کوزې خوا پښتنو مشرانو ته خاص اهمیت ورکوي.
د کوزې پښتونخوا ملي مشرانو په ځلونو د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنې مخالفت کړی او په زغرده وايي چې پاکستان د دې لپاره چې افغانستان پر پښو ونه درېږي، د تروریستانو ملاتړ کوي.
دغو مشرانو تر دې پخوا هم د دوو هېوادونو د اړیکو په نږدې کولو کې رول لوبولی دی.
تر اوسه پورې څرګنده نه ده چې هغوی د حکومت غوښتنه منلې او که نه ده.
د پاکستان حکومت هم تر اوسه رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي.
اُمت ورځپاڼې د افغان ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې د یو شمېر پاکستاني سیاستوالو له قوله ویلي چې پاکستان ته په کار ده چې د طالبانو عبوري حکومت جوړ کړي او پر رسمیت یې وپېژني.
دی پشتون ټائمز
2016-12-09