د عوامې نيشنل پارټې مشر اسفنديار ولې خان ويلې چي فاټا اصلاحاتو کښې د ځنډ له وجې نورستونزې هم رامخې ته کيدلې شې۔
نن کوز دير کښې يوې لوئې اولسې جلسې ته د وينا په وخت اسفنديار ولې خان ويلې دې د دوې پارټې د فاټا اصلاحاتو په مکمله توګه ملاټر کوې او چرته به هم دوې د زپلي شوې قبائلې اولس آئينې او بشرې حق عملې کولو نه په شا نه شې۔
دوې ويلې چې فاټا اصلاحاتو کښې نور ځنډ د برداشت قابل نه دې ولې چي قبائلې اولس د يوې پيړې راهسې د انګريز جوړ قانون ايف سې آر لاندې ژوند کوې کوم چې نه هغوئې ته وکيل حق شته او نه د دليل۔
د عوامې نيشنل پارټې مشر دا هم ويلې قبائلې ايجنسو کښې خپاره کړې شوې بارودې سرنګو صفا کول په سمدستې توګه کول پکار دې ولې چې ګڼ شمير خلق ترې متاثره شوي دې۔اسفنديار ولې خان حکومت نه غوښتنه کړې چې د نقيب الله محسود قتل کښې ککړ کسانو ته سزا ګانې ورکړې شې۔