اسراييلو له تركيې مننه وكړه
Posted by: The Pashtun Times
in Pashto News
November 26, 2016
323 Views

د اسراييلو لومړي وزير بينيامين نتنياهو په نوموړي هېواد كې د اورلګېدنې د كنټرول په برخه كې د تركيې له هلو ځلو مننه وكړه
تركيې د بهرنيو چارو وزارت څرګنده كړې وه چې په اسراييلو كې د ځنګلونو د اورلګېدنې د كنترول په موخه يې يوه اطفايوي الوتكه نوموړي هېواد ته لېږلې ده تر څو په عملياتو كې ګډون وكړي.
د معلوماتو پر اساس د اسراييلو لومړي وزير بينيامين نتنياهو پدې برخه كې د تركيې له هلو ځلو مننه وكړه او زياته يې كړه چې حقيقي دوستان “په بده ورځ“ كې معلوميږي. سربېره پر دې د اورلګېدنې د كنترول په موخه د ايټاليا، يونان، كروشيا او روسيې هېوادونو هم د مرستې وړانديز كړى دى.
د بله پلوه د اسراييلو د اوردو دوه كنډكونه هم سيمې ته تللي دي تر څو پدې برخه كې د ملكيانو سره مرسته وكړي. د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۵۰۰۰۰ كسان بې ځايه شوي دي.
پشتون ټایمز
2016-11-26