Home / pashto peotry / اخمد یار:غزل

اخمد یار:غزل

12272645_440773676126424_865551316_n

دا خلی نه څوک چې زوراور پاتې شې

یــار تری په نیمه لار اکثر پاتې شې

يقين می دا دے چې رښتيا وائې څوک

يقين مې نه شي چې ئې سر پاتې شې

زۀ چې پري ښکلې خلق نه ویمـــنه

څنګ بۀ مې سترګو کښې نظر پاتې شې

 کومـــي خبري چې هــــم وکړې مـــلا

 هغه خبـــــــــــــرې پـه ممبر پاتې شې

چې ياران هم شې د نستونړې مـــــاران

 د چا به څۀ په چــــــــــــا باور پاتې شې

خلې ته دې واچوې په لــــــــــپو خاوري

 څوک چې په عشق کښې سر په سر پاتې شې

ارمان مي نه دي چې ئې پاتې کړمـه

ارمان مې دا دې چې دلـــــبر پاتې شې

مونږ اخمديــاره کافې مخکښې لاړ شو

خو مونږ نه لاره کښې رهبر پاتې شې

ستاسو کشر رور اخمد یار دوبي

ALL RIGHTS RESERVED WITH THE PASHTUN TIMES

About The Pashtun Times

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*