اوبه په زمکه او نورو سيارو باندي د ژوند کولو لپاره خورا ډير اهميت لري . د پاکستان د پخواني رئيس جمهور ايوب خان او د هند د هماغه وخت صدراعظم جواهر لال نهرو تر منځ د اوبو د نړيوال بانک په منځګړيتوب يو تړون لاسليک شو چه دغه تړون ته ” د اباسين د اوبو د تړون” نوم ورکړل شو . د دغه تړون غټ ټکي دا وؤ :-
د ستلج، بياس او راوي سيندونه هند ته ورکړي شو او د اباسين، چناب او جهلم د سيندونو نه پاکستان ته د استفادې حق ورکړي شو.
دا خبره هم سره ومنل شوه که چيري په راتلونکي کښي د اوبو په سر کړکيچ پيښ شي نو د حل لاري به يئ د دواړو خواوؤ د اوبو او بريښنا د اړوندو محقيقينو کميسيون يا نړيواله عدليه تصفيه کوي.
هند به پاکستان ته په بهيدونکو اوبو بندونه نه تړي .
پاکستان ته د اباسين او جهلم په سيندو د تربيلي او منګلا د کاسو جوړولو اجازه ورکړي شوه او د اوبو د نړيوال بانک لخوا ورسره د اوبه خور او نهري نظام د پراخه او لويو پروژو ژمنه هم وشوه.
د دي موافقې وروسته په 1970 کښي د هند لخوا د کشمير په سلال سيمه کښي د بريښنا د يوي پروژې د جوړيدو په سر کړکيچ پيدا شو چه د دواړو خواوؤ د استاذو د څو ګډو ناستو په نتيجه کښي حل کړي شو او بيا په 1999 کښي هم د هند له لوري د چناب په سيند د 450 ميګاواټه د بګليهار د بريښنا د پروژې په سر د اسلام آباد او نوي ډيلي تر منځ خوابدي پيښه شوه .
څه موده وړاندي د هند په عسکري کيمپ له تروريستي بريد وروسته دغه هيواد په 56 کلنه موافقه له نوي سره د غور کولو پريکړه کړي ده . هند دريځ لري چه پاکستان د ترهګرو ډلو مرسته کوي او نړيوال عدالت ته ئي ويلي چه پاکستان د شملي تړون او د هند سره کړيوو يو شمير نورو پريکړو ته احترام نه کوي نو هند هم نور د اباسين د اوبو موافقې ته ژمن نه دی . هند پلان لري چه د دغه هيواد په لويديځه پوله پاکستان ته په بهيدونکو سيندونو د اوبو مخه ونيسي . خو د هند دغه عمل به د پاکستان د سخت غبرګون سره مخ شي او دغه مسئله به د ملګرو ملتونو , سيکورټي کونسل او د اوبو د نړيوال بانک مخی ته ږدي او شايد د دواړو ملکونو تر منځ د جنګ سبب هم وګرځي. کچيري هند د دغه تړون نه په شا شي نو دغه عمل به د پاکستان لپاره ډير مشکلات پيدا کړي او دا کار به د پاکستاني پنجاب ( چه نن صبا د نړي د اوبه خور د لوي کانال په توګه ګڼلي شي ) د ډيرو سيمو د وچيدو سبب وګرځي .
د معاهدې نه د سرغړونې په صورت کښي د هند لپاره دا ناممکنه بريښي چه پاکستان ته بهیدونکي ټول سيندونه وتړي بله دا چي د اوبو نړيوال بانک به د ضامن په حيث هند په شا تګ ته اړ باسي او دا هم امکان لري چه د پاکستان نږدي دوست هيواد چين به هم د دغه هيواد نه هند ته د بهيدونکو اوبو مخه ډب کړي . د چين دغه عمل به د هند په يو شمير ايالتونو کښي لوي بحران را پيدا کړي . په تخنيکي لحاظ سره د هند تله درنه ښکاري او کولي شي چه اوبه د پاکستان خلاف د وسلې په توګه استعمال کړي او هند په دي هم توانيدلي شي چه په دغو اوبو څو بندونه جوړ کړي خو شايد د هند لپاره دا ممکنه نه وي چه هغه ټول سيندونه وتړي کوم چه پاکستان ته بهيږي .
لیکوال: اسماعيل زاهد
دی پشتون ټایٔمز