آيا دا هم صحافت دے؟ ممتاز اورکزے
Posted by: The Pashtun Times
in PASHTO CORNER
December 12, 2017
540 Views
پيښوردے .شعبه بازار دے .ګڼه ګوڼه ده .د رزق لټون دے .د يو چينل نوکر هم د خپل رزق په لټون کښې دومره سرګردانه دے .چې پښتو.پښتونولي .اخلاق،انسانيت هر څه تر شا اچولي دي .يوه سپين سري بوډۍ مور هم د رزق په لټون کښې په دې ګڼه ګوڼه کښې خيرات غواړي .ولې يې غواړي؟؟ دا خبره کول کفر دے او زه في الحال د کفر د ارتکاب نه تيريږم .د چينل نوکر د اردو د چينل د يو پروګرام نقل کوي او سپين سري بوډۍ مور را ايساروي .چې خير غواړې ؟ د کله نه خير غواړې ؟؟ او وايه بيا خو به خير نه غواړې کنه؟سپين سرې مور ورته سوالونه کوي .جولۍ ورته نيسي .په دواړه مخه ښکلوي .په آخر کښې ورته غوږونه نيسي توبې اوباسي .خو د چينل نوکر بيا هم ورپسې وي نه يې معاف کوي .د دلاګانو هجوم هم په دې وخت کښې ښه زيات شوے وي.د کيمرې او د ماييک شوقين دلاګان هم د چينل د نوکر سره اودريږي او د خپل دلاتوب ريکارډډ ثبوت ورکوي .سپين سري مور چې منډه نه شي وهلے ،خو بيا هم په منډه ځان خلاص کړي .د چينل نوکر او د دلاګانو د هجوم په مخونو د فتحې مسکا خوره شي .او د چينل نوکر ځان فاتح او اتل احساسوي .ويډيو ختمه شي خو بلها سوالونه پريږدي
سپين سري مور ولې خير غواړي؟
د چينل نوکر ته چا اجازت ورکړے دے چې سپين سري مور په ډک بازار کښې رسوا کړه؟
آيا دا هم صحافت دے؟
آيا په داسي صحافت څه بنديز هم شته؟
آيا مونږ دومره بې غيرته شوي يو چې د سپين سرو مياندو د رسوايۍ تماشې ته اودريږو؟
آيا پښتو.انسانيت.اخلاق د پيښور د خلقو نه په کډه لاړ دي؟
محترم فاروق فراق صيب دا غږ پورته کړے دے چې د چينل د نوکر خلاف دې د قانون او عدالت دروازه ټک ټک شي .ټولو با احساسه،او غيرتي پښتنو ملګرو ته په کار دي چې د فراق صيب سره مټ په مټ اودريږي .او د سپين سري مور رسوا کوونکے خپل منطقي انجام ته اورسي
ممتاز اورکزے
2017-12-12