Pashto News

د نقيب مسود په مقدمه کې يو بل کس ته جسماني ريمانډ

د کراچۍ ترهګرۍ ضد عدالت د وژل شوي وزيرستاني ځوان نقيب الله مسود په مقدمه کې يو بل کس پوليسو ته په جسماني ريمانډ سپارلی دی. په دې مقدمه کې د کراچۍ پوليسو يو پخوانی افسر او ۱۰ نور کسان د اپريل تر ۲۱مې نېټې د پوليسو په جسماني ريمانډ دي د کراچۍ پوليسو افسر ايس ايس پي ډاکټر رضوان ...

Read More »

سېنېټ فاټا ته د عدالت غځولو مسوده منظوره کړله

د پاکستان سېنېټ قبایلي سیمو ته د سپریم کورټ او پېښور های کورټ د واک غځولو قانوني مسوده منظوره کړله دوو لویو سیاسي ګوندونو جمعیت علماء اسلام او پښتونخوا ملي پارټۍ د دغه قانوني مسودې د منظورولو مخالفت وکړ او د سېنېټ له غونډې ووتل. د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډې کې فاټا ته د ستر عدالت او ...

Read More »

شام کې د کيمياوي وسلو جوړولو پر مرکزونو د امريکا او ايتلافيانو بريد

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ اعلان کړی چې په شام کې د وروستیو کیمیاوي وسلو برید په ځواب کې امریکا، فرانس او برتانیې د شام صدر بشارالاسد حکومت پرضد هوايي بریدونه پیل کړي صدر ټرمپ ویلي د دغه بریدونه هدف د شام د حکومت لخوا کیمیاوي وسلو کارول پایې ته رسول دي ای ایف پي خبري ادارې ترمخه د شام ...

Read More »

پښتانه شتمنه خاوره لري خو واک یې پردی دی:اڅکزی

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي په سوات کې يوې ولسي غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې په جمهورې نظام کې هېچا ته هم د مداخلت حق نه شته. نوموړي وايي چې دوی د هر ظالم پرضد دي او له هر مظلوم سره ولاړ دي د هغه په خبره چې د پښتنو سيمه ډېره شتمنه ...

Read More »

سوات:جنسي تیري نه وروسته دپینځه کلنې ماشومې وژونکي ته دتیزندۍ سزا

 په سوات کې د ترهګرۍ دمخنیوي یوې محکمې په یوه پینځه کلنه ماشومه دجنسي تیري کولو نه وروسته دهغې د وژنې په جرم دشانګلې اوسیدونکي مجرم ته درې کرته د تیزندي کولو سزا اورولې وه دغه سزا نن دچهارشنبې په ورځ ۵۵کلن مجرم جمراز دعبدالحنان زوئ ته په داسې حال کې اورول شوې چې د وژل شوې ماشومې پلار هم ...

Read More »

د اردو ژبې رسنیو د پښتون ژغورنې غورځنګ باندي سترګې پټې او غوږونه کاڼه

په پېښور کې د یکشنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ په لویه تاریخي جلسه کې په لسګونو زرو کسانو ګډون کړی وو خو د پاکستان اکثرو اردو چاپي او ټیلیویژني رسنیو پرې سترګې پټې او غوږونه کاڼه ساتلي وو. د پاکستان د انګرېزي ژبې ورځپاڼې ډیلي ټایمز د نننۍ ګڼې په اداریه کې د پاکستاني رسنیو دغه ګام له ...

Read More »

افغانستان :د داعش کمانډر قاري حکمت له خپل ساتونکي سره وژل شوی

امریکایي او افغان ځواکونو په دې وروستیو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د داعش پر خراسان ډله پرله پسې بریدونه پیل کړي او د دې ډلې مهم قومندانان یې وژلي دي په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو په جوزجان ولایت کې د داعش خراسان ډلې یو ځایي قومندان قاري حکمت الله له خپل ساتونکي سره یو ځای په ...

Read More »

پېښور:اولسي غونډې ته په ګڼ شمېر کې ښځې هم راغلې,چا د خپل زوي، چا د مېړه او چا د ورور فریاد راوړی

پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ اولسي غونډې ته په ګڼ شمېر کې ښځې هم راغلې چا د خپل زوي، چا د مېړه او چا د ورور فریاد راوړی ؤ چې بې درکه کړی شوي دي. د خېبرايجنسۍ بسرو بي بي چې بورقه يې په سر وه، غونډې ته په وېنا کې د خپل بې درکه کړی شوي خاوند قيصه ...

Read More »

پښتون ژغورنې غورځنګ: له حکومته خپل جایز اییني حقونه غواړو:منظور پښتون

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښیتن د یکشنبې په ورځ په پیښور کې د یوې جلسې پرمهال وویل، له حکومته خپل جایز اییني حقونه غواړي او د ترلاسه کیدلو پورې به یې دا کمپاین جاري وي د پښتون ژغورنې غورځنګ په پېښور کې د اتم اپرېل غونډه د پښتنو د حق غوښتنې په تاریخ کې بې سارې وه. د ...

Read More »

پښتون ژغورنې غورځنګ کې د ښځو او ماشومانوګډون

په لاریون کې ښځې او ماشومان هم شامل وو مېرمنو او ماشومانو هم په کافي تعداد کې په دې جلسه کې عملا ګډون وکړ. دوی ټول یواځې د پېښور او شاوخوا سیمو اوسیدونکي نه وو بلکې د قبایلي سیمو او بلوچستان نه هم مېرمنې او ماشومان جلسې ته ورغلي وو. دوی لیکلي شعارونه « بینرونه » پورته کړي وو چې ...

Read More »