پېښوره په تا څه شوي دي/ نوربادشاه يوسفزئ

نوربادشاه يوسفزی

نوربادشاه يوسفزی

د جلال اباد نه راته يو ملګري زنګ و وهلو چې هلته په پوهنتون کې استاذ دے, د پيسبوک ملګرتيا ده خو مونږ ته يو بل داسې احساسوي چې ګني مونږ ټول ژوند سره يو ځای تير کړې وي, د يو کور کلي او محلت خلک يو, د دعا سلام روسته راته استاذ صيب ډېره ګيله وکړه, زه به ورته استاذ صيب و وايم ځکه چې يو زما نه مشر دی او بل د پوهنتون استاذ دے نو خدای مکړه چې په ملګري ويلو يې خاطر درون نه شي.

نو کيسه مې کوله چې داسې به څه شوي وي چې استاذ صيب پرې ګيله من دے, استاذ صيب وئيل چې څه ورځې وړاندې مې د والد صيب محترم ته د زړه مريضي پيدا شوه, نو خپل والد صيب مې پېښور ته بوتللو تر څو هلته يې معاينه علاج وشي, کله چې هسپتال ته ورسيدل نو خپل لمبر ته په تمه ناست وو, او د دوي څخه راغلي روسته خلک به ډاکټر مخکې کول, او ډاکټر هغه منشي به دا هم ويل چې دا افغانان دي شاته يې کړئ.

استاذ صيب چې ډېر په لر او بر پښتنو مئين دے, د باچاخان د لارې لاروۍ دے وايي کله چې بل هسپتال ته لاړم نو هلته راسره يو پښتون ډاکټر په دې بحث ونختلو, چې تاسو افغانان يئ, تاسو ولې د هندوستان سره ټاله جوړه کړې, استاذ صيب وايي ما ورته و ويل چې زه تاسو ته دلته د يو مريض په حثيت سره راغلی يم نه د يو سياسي ورکر په هيڅ, استاذ صيب وايي کله چې هلته نه خلاص شوم پېښور ښار د پښتنو چلند ډېر مايوسه کړم چې پېښوره په تا څه شوي دي? ته خو داسې نه وې.

زه پوهيږم چې کله يو افغان د ليکنه لولي نو په زړه کې به بد رد وايي چې ولې استاذ صيب د پېښور پرځای کابل ته علاج ته نه تللو? نو خدای مکړه دا چې کله په انسان خپله کومه مريضي راشي نو د دې سوال ځواب ورته خپله مېلوېږي. بل دا چې پېښور ته تلل کوم جرم نه دی څه وشو که يو څوک سترګې پټې کړي.

ټول پښتانه يو, مونږ ولې يو بل ته نېزدې او دومره سره خواګه يو? مونږ ولې د يو بل په خوئ چال چلند ناسته پاسته ښه پوهيژو, د دې يوه دغه وجه ده چې زمونږ ژبه يوه ده, زمونږ کلچر يو دی, د يو پښتون په هيث ته که هر څومره هسه وکړې چې د يو پنجابي سره ملګرۍ شي. هغه ته نيزدې شي, د هغه په رنګ کې ځان رنګ کړې خو نه کېږې, د هغې پرتله که د سوات, وزيرستان يو پښتون د حوست کابل پکتيا د کوم پښتون سره فقط دوه ورځې تيرې کړي, د يو بل په خوئی بوئ پويه وي او سره نيزدې شوي, نو بيا پکې د يو بل سره دومره تعصب افغان پښتون کول يو بل پسې سپکې پورې ويلو ته اړتيا څه پاتې شوه?

ډاکټر پورې خبره چې دا د ډاکټر حق جوړېږي چې هغه يواځې د خپل مريضي تداوۍ وکړي, په مريض ځان پويه کړي, زما په ګډون په يورپ کې د پاکستان ايران, افغانستان , سوريا په ملينونو خلک اوسېږي, خو کله هم کوم هسپتال کې ماته و نه ويل شو چې ته شاته شه تاته علاج نه کاوو ته د پښتونخوا يا افغانستان يې, زه يو مريض يم هسپتال ته ډېر زم راځم ماته دومره حقونه راکول کېږي څومره چې هسپتال کې ناست ځای اروپايی مريضانو ته ورکول کېږي.

ګورئ چې د پاکستان او هندوستان ترمينځه هر وخت څومره جنګي حالات وي. د يو بل فوځيان وژني, دړکې ورکوي, خو بيا هم د هندوستان خلک په لاهور کې پرته د کوم تعصب او مشکل راتګ کوي او د پنجاب خلک په هندوستان کې. نو که دوي د دومره بدو حالاتو پرته هم يو بل زغمي نو ايا د دواړه پله پښتنو ترمينځه کومې ډزې شوي چې يو بل ته د مرچکو په سټه ناست دي?

زه خو هسې نه وايم چې پېښوره په تا څه شوي دي? پښتونه په تا څه شوي دي چې يو بل ته مو زړونه ډک دي, نور دې د ژبې او يو کلچر خاطر وکړل شي زړونه دې پاک کړل شي او پښتانه دې سره يو شي.

لیکوال: نوربادشاه يوسفزی

دی پشتون ټایٔمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*