پنجاب ولې په ډیورنډ کرښه تدابیر سخت کړل؟

سفیر احمد دانش

سفیر احمد دانش

په تیره لیکنه کې مې د ډیورنډ د کرښې په تاریخي اهمیت او پردې خبرې وکړې چې دا کرښه په حقوقي او تاریخي توګه د نقوذ د سیمې په توګه منل شوې ده نه د سرحد په ډول. په دې هکله د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې ډیر علمي سیمنارو شوې او لا کیږي چې په دې ټولو غونډو کې دغه کرښه د نړۍ د سترو لانجه ایزو مسلو څخه یوه کشاله پیژندل شوې له بلې خوا ځینو تحقیق کوونکو په دې مسله باندې د ماسټرۍ او دکتورا تیزس لیکلي دي.

په دې ټولو لیکل شوو تحقیقي مقالو او علمي سیمنارونو کې د یوې خبرې یادونه شوې او هغه دا چې دا کرښه د معاهدې په متن او عمل کې په تیرو ۱۱۶ کلونو کې د نفوذ د سیمې یا ‘سفٔیرآف انسفلونٔس’ په مانا او مفهوم پاتې شوې ده.

دا چې د ډیورنډ په معاهده کې د نفوذ د سیمې په نوم یاده شوې په عمل کې هم ځینې مثالونه لیدل کيږي چې دا د سرحد نه بلکې د نفوذ سیمه ده ځکه د دغې کرښې دواړو غاړو ته پرتو اولسونو ترمنځ کلک عنعنوي او کلتوري روابط ټینګ دي او هرکله چې د کرښې په یو اړخ کې کوم مشکل رامنځ ته شوی دواړه غاړې سره جرګه شوي او د دواړو غاړو ولسونو بې د کومو سفري اسنادو او مدارکو په ازاده توګه تګ راتګ کړی او ان داچې ترانسپورتي وسایل هم د کرښې دواړو خواوته بې د کومو اسناد تللي راغلي دی.

د ډیورنډ د کرښې هغه برخه چې افغانستان ته نژدې او د پنجاب حکومت سره ده د یو خاص او ځانګړي قانون چې ایف سی آر نومیږي لاندې تر ننه ساتل شوې ده او د ۱۰۰ کالو تیریودو سره سره په دغه سیمه کې د پنجاب د حکومت نظامي او ملکي مداخله ډیره کمه وه خو د لمړي ځل له پاره په ۹۰ یمه لسیزه او هغه وخت چې افغانستان کې تنظیمي جنګونو زور اخیستی وو د پنجاب حکومت قبایلي سیمو ته خپل نیمه عسکري ځواکونه یا ملیشه ولیږل او غوښتل یې چې په دغه سیمه کې یې ځاې پر ځاې کړي نو په کرښه پراته پښتانه قومونه لکه افریدي، مهمند او وزیر د دغه ملیشه ځواکونو سره په نښته شول چې په دې ترڅ کې په زرګونه بې ګناه پښتانه مشران ووژل شول او دا لړې تر اوسه هم روانه ده ځکه چې اوس هم دواړو غاړو ته پښتانه مشران په یو او بل نوم ترور کیږي. خو د دې پښتنو قومونو د مخالفت سره سره پنجاب وکړای شول چې خپل نیمه عسکري ځواکونه یا ملیشه دلته ځاې په ځاې کړي. همدارنګه په دا تیرو څو کلونو کې پاکستان د تروریزم په نوم د دغې سیمې حالات خراب او کړکیچن کړل او پاکستاني طالبان او نورې جنګي ډلې يې رامنځ ته کړې د پنجاب اصلي مطلب دا وو چې خپل فوځ هغه قبایلي سیمو ته داخل کړي چې د ډیورنډ د معاهدې د ۱۱۶ کالو تیریدو باوجود هم په ازاده توګه پاتې شوې وې.

نو لکه څرنګه چې د ډیورنډ په معاهده کې د نفوذ د سیمې په نوم یاده شوې او د ۱۱۶ کلونو په تیریدو سره سره په عمل کې هم د نفوذ سیمه وه اوس پنجاب غواړي په دغه سیمه تګ راتګ کم کړي او ان دا چې د دواړو طرفونو پښتانه یو له بله لرې وساتي چې ښه مثال یې د ویزي او سفري اسنادو لازمي کول او همدارنګه د غزل شنهشاه خیال محمد لمانځ غونډې ته اجازه ورنه کړای شوه ترڅو داواړه غاړو قومونه په کې په پراخه توګه برخه واخلي. نو په دې توګه پنجاب غواړي د یوې لوري د پښتنو د یوالي مخه ونیسي او له بله اړخه نړیوالو ته وښایي چې دا د نفوذ سیمه نه بلکې یو سرحد دی.

لیکوال:سفیر احمد دانش ـ جرمني
sfrdanish@gmail.com

دی پشتون ټایٔمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*