پاکستان د جنګ د لارې افغانستان کې خپلو اهدافو ته نه شي رسیدای: د افغانستان پخواني اولس مشر حامد کرزی د پشتون ټايمز سره ځانګړې مرکه

کرزي زیاته کړې ده، چې اسلام آباد باید کابل د خپل ملګري په توګه وپیژني او پر وړاندې یې له روانې جګړې لاس پر سر شي

Karzai sb

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا ویلي چې پاکستان په افغانستان کې خپلو موخو ته د دهشت، وحشت او ترور له لارې نه شي رسیدای او تر ټولو ښه دا ده چې دغه هیواد له افغانستان سره د یوه ښه ګاونډي پالیسي خپله کړي.
پخواني ولسمشر دپشتون تایمز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، که پاکستان دلته هر څومره جګړه وکړي او ځایونه وران کړي، خپل هدف نه شي تر لاسه کولی.

کرزي زیاته کړې ده، چې اسلام آباد باید کابل د خپل ملګري په توګه وپیژني او پر وړاندې یې له روانې جګړې لاس پر سر شي.
کرزي د پاکستان له ولس څخه د دې له امله مننه کړې چې په تېرو کلونو کې یې افغانانو ته په پوره اخلاص غیږ پرانیستې او په بدو ورځو کې یې ورته ځای ورکړ، خو پر حکومت یې غږ کړی چې د افغانستان پر وړاندې کړنو کې مثبت تغییر راولي.

هغه ویلي: پاکستان ولس افغانانو ته د ورونو په څېر غیږ خلاصه کړه، چې په تاریخ کې یې ساری نه شته. د پاکستان حکومت ته هم په کار دي چې د سخت دریځۍ د پیاوړتیا پر ځای، له افغانستان سره مثبته همکاري وکړي.
دی وايي: د پاکستان حکومت ته وایم، که غواړئ چې په افغانستان کې خپلو اهدافو ته ورسیږئ، نو نیکه لاره خپله کړئ، چې هغه د ورورولۍ او دوستۍ لار ده.

کرزي ویلي، د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو خلک د سخت دریځۍ او ترهګرۍ قرباني دي او لا هم په سخت وضعیت کې قرار لري.
کرزي زیاته کړې: اوس د دې وخت رارسیدلی چې یو ځای شو، امن ته کار وکړو او ځان له جګړو او وژنو خلاص وکړو.
دا لومړی ځل نه دی چې پخواني ولسمشر حامد کرزی پاکستان په افغانستان کې په دوه مخې لوبې تورنوي، بلکې تر دې وړاندې د خپل حکومت په دورو کې یې هم دغه هیواد د افغانستان د بې ثباتۍ لامل بللی وو.

کرزي د خپل حکومت په دوران کې شاوخوا شل ځله پاکستان ته په دې موخه سفرونه وکړل، چې که وکړای شي د دغه هیواد د مشرانو، نظامیانو او پالیسي جوړوونکي نظر بدل کړي، خو بریالی نه شو .

دی پشتون ټایٔمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*