پاکستان ته که څوک په بدو وګوري سترګې به يې وباسو: امير حيدر هوتي

hoti2

عوامي سترګې نيشنل پارټۍ اوسنی صوبايی صدر او د پښتونخوا پخوانی وزير اعلی د باچا خان مرکز څخه په جاري شوي بيان کې وئيلي چې هند يواځې پاکستان ته ګواهونه ورکولې شي، د پاکستان خاوره زمونږ مور ده، پاکستان ته چې څوک په بدو سترګو وګوري سترګې به يې وباسو د سياستونو او ګوندونو پرته مونږ د وطن ساتنې ته متحد يو. امير حيدر خان هوتي زياته کړې چې په وسني حالاتو کې پاکستانيانو ته د يو والي ضرورت دی، د پاکستان څخه به د وينې يو يو څاڅکۍ قربان کړي.

هندوستان چې په پاکستان کې څه کوي د هغې ثبوتونه شته، خو هندوستان کې چې څه کېږي په پټو سترګو او بې دليله تورونه په پاکستان لګول کېږي، هندوستان سره د پاکستان سره په ټيبل خبرو کولو بله لار نشته.
يادونې وړ ده چې د پاکستان په حق کې د بيان ورکولو روسته په سوشل ميډيا د عوامي نيشنل پارټۍ ډېر کارکنانو قهر راپارولی او په پخواني اعلی وزير يې نيوکې کړي.

په سوشل ميډيا د عوامي نيشنل پارټۍ کار کونکی وقاص خان يوسفزی وايي امیر حیدر خان هوتي له پکار دي چې د پنجاب سامراج خوشاله کولو پر ځای د خپل ګونډ 5000 کارکنانو د وژنې باندي په پنجاب اسټبلشمنټ فشار راولي ـ هند د پښتنو، سندهیانو او د بلوڅو دښمن نه دی او نه ورسره کومه تاریخي دښمني لري ـ هند جګړه د پنجاب سره ده ـ که حیدر هوتي د خپل ګوند 5000 کارکنانو د وژنې پښتنه نشې کولای باید د پنجاب په څنګ خو دې نه ودرېږي چا چې ورله د ګوند د دومره کارکنان شهیدان کړي دې ـ ګل خان یو بیانیه ده.

قامپرست امير يوسفزی وايي موږ وینو د تیرو څو ورځو نه د پاکستان او هندوستان مینځ کې د جنګ خبرې روانې دی خو تر اوسه د پنجاب یو سیاست دان داسې بیان ور نه کړو لکه حیدر خان چې ورکړو په پاکستان د ټولو نه زیات حق د پنجاب دې نو بیا ولې شهباز شریف غلې ناست دې؟

او بل اړخ ته پښتانه په خالت جنګ کې دي او د هغوی د قتل عام مسله چا مخې ته ونه وړه موږ هيله د عوامی نیشنل پارټۍ د مشرانو نه لرو چې د پښتنو مثله به مخې ته یوسی خو افسوس هغوی د پښتنو د مثلې پرته د هندوستان سره جنګ ته ملا تړی او د هغې مثال د خیدر هوتی تازه بیان دی.

شاه خالد محمود وايي د عوامي نيشنل پارټۍ ځنې مشران ګل خانان دي، دوي د ووټ سياست کوي، اصل سياست د پنجاب څخه د ازادۍ پکار دی.

په سعودی عرب کې ميشته د عوامي نيشنل پارټۍ مشر فهيم باچا وايي ځمه په نیز دا بیان دواړه اړخونه کتل پکار وي. وس که د بیان ده چی حيدرهوتي ورکړی دی. دا ده دا سوچ او فکر او ده نظریی عکسي کوي نو ځه ګڼم چي ده بیان ده غندنې واړ دی. ځکه چی په یو وخت په دوا کیشتو کي مزل نه کېږي. ده ډول دواړه اړخه ندي ډنګوال پکار. یا ښو دی بیا ښه په جار و وايي چي ده مه کوم بیان ورکړي نو ده دي نه ده څرګنده ده چی باچا خان او ولي خان ټول عمر اسې غر ته کانړي چلولي دي.

شاعر کاشف شمال محمد زئ وايي زۀ خو که د اے این پی ملګرې یم نو صرف او صرف د پښتونستان دپاره یې ملګرې یم. کۀ ریښتیا هم داسې وي چې د دوي د سیاست رنګ بدلیږی نو زر ده چې خپل هغه کارکنان به بائیلي چې صرف په قامی مینه ورسره دي.

زۀ د پاکستان ګیر سیاست هم خلاف یم بیا دغسې قسم بیان ته حق حيران یم. ځکه چې که داسې په ریښتیا ده نو بیا د پښتنو مرام څۀ شو.

د بلوچستان پښتون قامپرست سياستمدار شاهد قاضي په خپل ټويټر ليکلي چې عوامي نيشنل پارټۍ ته په خپله خاوره مسلط کړۍ جنګ په نظر نه راځي چې دوي د پنجاب د پاره جنګ ته چمتو کېږي.

سند قامپرست رهنما او د جئے سند متحد محاذ (جسمم) چئيرمن شفيع برفت د اميرحيدر خان هوتي د بيان پرضد په خپل ټويټر ليکلي: عوامي نيشنل پارټي دې د پنجاب د خوشالۍ د پاره پښتانه د قربانۍ څاروي جوړولو کوشش نه کوي، هندوستان د سندهيانو بلوچ او پښتنو دوښمن نه دی او مونږ د هند سره کومه دوښمني نۀ لرو.

د امير حيدر خان هوتي د بيان په اړه د عوامي نيشنل پارټئ صوبای جنرل سيکتر سردار حسين بابک دی پشتون ټایٔمز ته ووایٔېل، د اميرحيدر خان هوتي د بيان سره هم غږي کوم، پاکستان زمونږ خاوره ده.

bk1

باچاخان په هند کښې

د عوامي نيشنل پارټۍ کارکنان ګيله مند دي چې امير حيدر خان هوتي دې د مهمند ايجنسي، باچا خان يونيورسټي، او په نورو پښتنو سيمو کې د روان د پښتنو سره ظلم زياتي او پاکستان فوج په زياتو غږ ولې نه پورته کوي چې د پښتنو دوست هيواد پرضد د باچا خان د سپيځلې مبارزې د پليټ فارم نه د هند پرضد غږ پورته کوي، په هند کې باچا خان ته د بهګوان هومره قدر او عزت ورکول کېږي، ولې ځني خلک د ووټ سياست د پاره د باچاخان سپيڅلی مبارزې څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

رپورټ: نوربادشاه يوسفزی

دی پشتون ټایٔمز

2 comments

  1. امجد شهزاد په فيس بک خپل نظر داسې وړاندې کوي:

    “”عوامي نېشنل پارټي دَ چا ذاتي جاګير نۀ دے۔ او نو دا کوم مطلق العنان ګوند دے۔ دا دَ ټولو قام پرستو پښتنو سيکولر جمهوري ګوند دے۔ دا باشعوره پښتانۀ به تپوس هم کوي، تنقيد به هم کوي، دَ اخوا دېخوا بيانونو وضاحت به هم غواړي۔ دا ملګري تش زنده باد مرده باد واله خلک نۀ دي۔ هم دوي دې چې په هر فورم دَ ګوند او قام خبره او دفاع کوي۔ زنده باد واله دې د زنده باد چغې وهي مونږ به تپوس کوو۔ وضاحت به غواړو۔””

  2. ڈیر زیات پہ زڑہ پورہ لیک۔۔ بادشاہ پہ قلم دی نور ھم طاقت شہ۔۔۔ اوبخے۔

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*