پاکستاني چارواکي د استاد خيال محمد په اوونۍ لمانځلو خوښ نه دي

khial-muhamad

د پاکستان امنيتي چارواکي پېښور کې د سندرغاړي استاذ خيال محمد اوونۍ لمانځلو خوښ نه دي

د اکتوبر د 24 نه په پښتونخوا او افغانستان کې د پښتو غزل پاچا استاذ خيال محمد د خدمتونو د درناوي د پاره “ستا به زما نه ګیله کیږي زما د کور په خلکو نه رسي لاسونه” په نوم يوه اوونۍ ولمانځل وو، ولې پاکستاني امنيتي چارواکو په کې خنډونه اچولي.

د پاکستان امنيتي چاواکو د پروګرام جوړونکيو ته ويلي په دغه پروګرام کې به د افغانستان څخه څوک نه راغواړئ.

نامتو ژورنلسټ شاعر ليکوال فاروق فراق چې د پروګرام جوړونکيو څخه دې په خپل پيسبوک پاڼه ليکلي

“زما ګرانو پښتنو ملګرو څلیریشتم اکتوبر څخه مو د پښتو د ستر هنرمند شنهنشاه غزل استاذ خیال محمد اوونۍ اعلان کړې وه اؤ پائیلې مو وه چې د لراؤ بر ټول پښتانه به په څلیریشتم اکتوبر پیښور ته راټولوؤ خو متاسفانه چې د خپلو وروڼو رابللو ته هاغه چا پرې نښودم چې زمونږ یووالی پرې بد لګي، د پروګرام په راجوړولو کې یې راته ډیر مشکلات راولاړ کړل ، خو د ډیر زړه چاودون اؤ ستړو نه وروستو مو پریکړه په دې وکړه چې اوس به پیښور کې د نومبر په لمړۍ نیټه د دریوؤ ورځو پځایې د یوې ورځې ښه لویې سیمینار په خیال محمد استاد کوؤ اؤ د شپې به نشترهال کې د موسیقۍ محفل راجوړو، د پروګرام نیټه مو ځکه یوه اوونۍ په شا بوتله چې دغو خلکو هیڅ تیارۍ ته نه وؤ پریښي، اوس به دې یوه اوونۍ کې کخیري ټول کار راټوولو، د یو پښتون په توګه راته ځان ملامته هم ښکاري چې په دغه پروګرام ته به د خپل لویې کور وروڼه راونه غوښتی شم، خو دخپلو ټولو روڼو نه مې خواهش دی چې د لمړي نومبر نه د خپل وس مطابق پخپلو خپلو سیمو کې د خیال اوونۍ ونمانځي اؤ زمونږ د یووالي په مخکې خنډانو راپورته کوونکو ته په چغه ووایي چې

که نران وي اوس دې خپل غوږونه پریکړي زما ژبه چې شوه غوڅه نو تیره شوه

ستا به زما نه ګیله کیږي زما د کور په خلکو نه رسي لاسونه !

نوربادشاه يوسفزی

ایډیټر: دی پشتون ټایٔمز

دی پشتون ټایٔمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*