وزيرستان کې د پاکستاني فوجيانو تشدد يو ځوان وژلی

pak-army-in-nwa

شمالی وزيرستان په تحصيل بويه کې د پاکستان فوج د سيمې کرکټ لوبغالې کې کارډونه نلرلو ځای کسانو تشدد کړې دچې روسته د تشدد د لاسه يو مړ او بل مرګونی حالت سره مخ دی.

دا پېښه شمالی وزيرستان په محمد خيلو تحصيل بويه کې په داسې محال رامينځته شوې چې د لوبغالی څخه سيمې ځوانان فوجيانو قلعې ته ننباسلي او د زښت تشدد يې پرې کړې، د وهلو روسته دوي په مرګوني حالت کې وو او د سيمې نه بهر سفر کولو اجازه نه درلوده, په دويمه ورځ يو ځوان د پېښور په يو روغنتون ته انتقال کړې شوې ولې ژوند يې د لاسه ورکړي، وئيل کېږي چې د ډېر تشدد سره د دغې ځوان پختورګو (ګوردو) کار پرېښودې وو، د پېښې پرضد ځايی خلکو احتجاج کړې او د احتجاج څخه ډېر مشران نيول شوي او د ډېره اسمعيل خان سينټرل جيل کې بندي کړل شوي دي، او يې په سيمه کې زر ساعته کرفيو لګولې ده.

د پېښې په اړه هيڅ کومې رسنۍ د ليکلو يا وئيلو جرات نه دی کړی، د تشدد ښکار شوې دويم ځوان د پېښور په يو روغنتون کې په مرګوني حال دی.

يوه بله پيېښه کې د وزيرستان يو نوموړی ملک تاج محمد په داسې محال په ډزو وژل شوې چې د خيسور څخه ګنړيوم پله يوه جرګه کې ګډون ته روان وو، وزيرستان کې انساني وژنې يوه عادي خبره ده ولې په سيمه کې د ضرب عذب په نوم د عملياتو روسته د خلکو وژنو د ځای خلک راپارولي او په فوج يې نيوکې کړي.

وزيرستان په وس وخت کې د سوريا اليپو ښار سره که مقايسه شي نو يو شان په کنډرونو بدل شوې، خو توپير دومره لري چې په سوريا امريکه او روسيا بمونه وراوي او په وزيرستان خپل پاکستان فوج بمونه ورولي دي.

وزيرستان خلک په وس وخت کې د فوج د لاسه سخت د مظلوميت او قيد و پابند ژوند تيره وي، خو دوي هيله مند دي چې يوه ورځ به سيمه يو ځل بيا ازاده شي او دوي او به د خپلې خوښې ژوند وکړي.

يادونې وړ ده چې څو مياشتې وړاندې په سوات سيمه کې هم يو ځوان د پاکستان فوج د لاسه ځان په سيند لاهو کړې وو، وايي چې هر وخت به فوځيانو په عذابولو چې اخر هم ځان وژلو ته اړ شو، د پېښې روسته ځای خلکو د فوج پرضد مظاهره کړې وه.

رپورټ : نوربادشاه يوسفزی

دی پشتون ټایٔمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*