لر او بر یو افغان که لر او بر یو افغانستان؟

سفیر احمد دانش

سفیر احمد دانش

هغه وخت چې د تزاري روسیې نفوذ په منځنۍ اسیا کې مخ په پراخیدو شو نو د برطانوي هند سره د خپلې بقا سوال پیدا شو، هماغه وو چې سترګې یې د افغانانو خاوري ته واړولې او افغانستان د روس او برطانوي هند د لوېې لوبې یا ګریټ ګیم په میدان بدل شو چې په پایله کې درې ځله ۱۸۳۸، ۱۸۷۸ او ۱۹۱۹د افغان او برطانوي هند ترمنځ نښتې وشوې، په درې واړو جګړو کې برطانوي هند هغه اهدافو ته چې غوښتل یې ونه رسیدل. د دوو لمړنیو نښتو وروسته د یو بل چال په فکر کې ولویدل او هغه دا چې د افغان خاورې ټولې هغه ستراتیژیکې سیمې چې په غرونو پوښل شوې وې، لاس ته راوړي، تر څو د دې لارې وکړاې شي خپل استعمار وساتي، حتی اوس هم د ډیورنډ په کرښه پرتې لوړې څوکې د برطانوي هند میراثي اولاد ته پاتې دي. مورټیمرډیورنډ د برطانوي هند استازي چې کومه معاهده په کال ۱۸۹۳ کې د افغان امیر عبدالرحمن خان سره وکړه، د ډیرو تاریخ پوهانو په اند یو تاریخي جبر او ظلم ګڼل کیږي ځکه چې په دې سره یو قوم په دوه ټوټو وویشل شو. نه یواځې دا چې افغانان يې په دوه برخو وویشل بلکې د افغانستان له پاره یې یوه بله لویه ستونزه دا وزیږوله چې افغانستان يې په وچه کې ایسار پرېښود، تر اوسه دا خاوره د هند سمندرګي ته لاسرسی نه لري چې په اقتصادي توګه نه جبرانیدونکی ضرر ګڼل کیږي، نه یواځې دا چې افغانستان یې له ستونزې سره مخ کړ بلکې ټوله منځنی اسیا یې د یو لړ ستونزو سره لاس او ګریوان کړه.

د ډیورنډ کرښې تړون په انګلیسي ژبه لیکل شوې وو په داسې حال کې چې امیر عبدالرحمن خان په انګلیسي ژبه نه پوهیده، همدارنګه ویل کېږي چې امیر ته د متن پښتو او درې هغه نسخه ورکړل شوه چې د اصل نسخې سره يې توپير درلود.

په دواړو حالتونو کې دا معاهده ناقصه ګڼل کیږي ځکه د معاهدې یو طرف ته ناسم مالومات ورکړل شوي وو، له هغې پرته ځینې تاریخ لیکونکي وایي ددې معاهدې په بدل کې امیر سره د هرکال له پاره د نقدو پیسو او جنګي مهماتو د مرستې یادونه شوې وه. همدارنګه د پختونخوا د سیمو مالیات هم تر ډیرې مودې امیر ته ورکول کیدل خو برطانوي هند د څه وخت وروسته دا مرستې ودرولې  چې په دې سره نوموړی تړون هماغه وخت له منځه تللی ګڼل کېږي، همدارنګه د معاهدې په بدل کې د پیسو ورکول د رشوت په مانا کیدای شي یعنې په رشوت رامنځته شوې تړونونه حقوقي اعتبار نه لري

بله ډله تاریخ لیکونکي وایي چې امیر هغه وخت د ټول افغانستان امیر نه وو یعنې ځینې سیمې د سیمه ایزو واکدارانو سره وي، لکه د بلوچستان سیمه چې د کلات د خانانو په لاس کې وه. ددې څخه معلوميږي چې امیر هغه وخت د دې جوګه نه وو چې د افغانستان په استازيتوب داسې تړونونه لاسلیک کړي. همدارنګه په داسې مسایلو کې باید د ملت نه ټولپوښتنه یا ریفرینډم شوی وای ځکه یو امیر نه شي کولای چې په خپل سر د هیواد یوه ټوټه ځمکه چاته ورکړي.

کله چې په امیر دا معاهده لاسلیک شوه، لږه موده وروسته د برطانوي هند لخوا ورته لیک راغی او د امیر څخه غوښتنه شوې وه چې یو کمیسیون وټاکي ترڅو د افغانستان او برطانوی هند ترمنځ د نفوذ پوله معلومه کړي خو د لیک په شا امیر بیرته داسې جواب ورکړ (که زه ستاسې دا خبر د دیني علماو او قومي مشرانو سره شریکه کړم هغوۍ به د جنګ اعلان وکړي) همدارنګه لیک کې امیر دا وصیت هم ولیکه: زما ځاې ناستو زه به د ژوند تر اخري سلګۍ داسې ونه کړم چې د برطانوی هند سره خپل سرحدات د دې معاهدې په اساس مالوم کړم، زه د دې لیک جواب ځکه په ځنډ سره ورکوم تر څو دوۍ ته وښایم چې دا د جبر تړون دی، هیله لرم زما ځاې ناستي به د دې قوت پیدا کړي ترڅو د خپلو مقدسو سرحداتو دفاع وکړي

ویل کېږي چې دا معاهد د امیر تر ژوند پورې وه، کله چې امیر وفات شو دا معاهده د نورو تعهداتو ترڅنګ د امیر حبیب الله خان، امیر امان الله خان او بیا د محمد نادر خان په وخت کې تازه شوه، له دې څرګنديږي چې نوموړی تړون د هر افغان پاچا سره باید په تکراري ډول تازه شي خو دا تړون د نادر خان څخه وروسته تازه شوی نه دی چې د همدې امله هیڅ حقوقي حیثیت نه لري.

بله دا که چیرې امیر په معاهده لاسلیک کړی وي نو سرحدات له کومه ځاې مالوم شول؟ یعنې نه کمیسیون ټاکل شوی او نه هم په هغه پاڼه چې برطانوی هند په خپله خوښه پرې د ډیورنډ خط کښلي، امیر لاسلیک کړی دی.

همدارنګ برطانوی هند د پاکستان د زېږېدو څخه مخکې اعلان وکړ: هغه پخواني معاهدات چې له مونږ سره لاسلیک شوی، وروسته له دې باطل دی. چې داسې ده نو بیا پاکستان ولې د میراث د لاسته راوړلو دعوه کوي.

غواړم د یوبل تریخ حقیقت یادونه وکړم هغه دا چې امیر ملامت هم نه وو ځکه افغانستان همیشه حکومتونو نه بلکې خلکو ساتلی دی، ویل کیږي چې امیر څو ځل د کوزې پښتونخوا سیمه ایزو مشرانو ته لیکونه واستول او ورنه یې وغوښتل چې لښکرې برابرې او د انګریز په وړاندې وجنګیږي خو بدبختانه ډیرو کمو په افغانیت مئینو خلکو دې غوښتنې ته لبیک ووایه علت يې دا وو چې د پښتونخوا د سیمې ډېری افغانان په انګریزي پوځ کې په دندو بوخت وو، که تاسې اوس هم د پښتونخوا د ځینو سپین ګیرو وپوښتئ مالومه به شي چې د برطانوي هند په لښکر کې یې څومره کار او وظیفه کړی ده.

په هر صورت کله چې په ۱۹۴۷م کال برطانوی هند خپل میراث محمد علي جناح ته پریښود، جناح په دې ښه پوهیده چې دا یو غیرقانوني او نیمګری تړون وو چې کوم ځانګړی اهمیت نه لري، هماغه وو چې د پښتنو  ازادي غوښتونکو مشرانو په ټکولو او بندي کولو یې لاس پورې کړ.

همدارنګه هغه وخت کې بلوچستان د یو ازاد هیواد په توګه خپلواکي اعلان کړه او جناح هم ورسره ومنله خو وروسته یې هڅه وکړه تر څو د کلات خانان په دې راضي کړي چې د پاکستان سره یوځاې شي خو هغوۍ ورسره ونه منله چې د همدې امله یې پرې پوځې یرغل وکړ او د هغه ځاې په زرګونو مشران یې ووژل او څه یې زندان ته واچول، د همدې پېښې له امله تر اوسه بلوچان د یو ازاد بلوچستان لپاره جنګېږي.

کله چې د نړیوال جنګ په پایله کې برطانویانو له دې ځایه پښې سپکې کړې نو د یوې نوې لوبې پیل یې تر شا پریښود او هغه دا چې د هند مسلمانان یې دې ته وهڅول تر څو د ازادۍ په نوم له هند څخه جدا شی، برطانویانو غوښتل په دې سره تر پیړیو پیړیو دا سیمه نارامه وساتي هماغه وو چې په ۱۹۴۷م کال کې یې پاکستان رامنځته کړ، د پاکستان د رامنځته کیدو سره سم افغانستان په ملګرو ملتونو کې دا هیواد په رسمیت ونه پېژند او د ډیورنډ د کشالې د حل غوښتونکی شو، په کابل کې لویه جرګه راوبلل شوه او جرګې هم فیصله وکړه چې ډیورنډ کرښه باید له منځه ولاړه شي خو دا چې افغانستان هغه وخت د کوم قوي بلاک سره نه وو او په نړیوال جنګ کې بې طرفه پاتې شوی وو نو په ملګرو ملتونو کې یې لازم ملاتړ ترلاسه نه شو کړای،  په ملګرو ملتونو کې اکثره تصمیمونه د لویو هیوادونو په لاس کې دی که هغه وخت افغانستان د امریکا او اروپا د بلاک سره پاتې شوای وای نن به ډیورنډ د لوې افغانستان خاوره وه خو بدختانه چې داسې ونه شول همدارنګه مخکې له دې هم څو تاریخې غلطۍ بیا بیا وشوې که په امیر عبدالرحمن خان دغه کرښه په زور وتپل شوه نو وروسته څو ځل د افغانستان سره دا چانس وو چې بېرته دا سیمه تر لاسه کړي، د مثال په ډول د عبدالرحمن خان زامن چې کله په واک کې وو هغه وخت برطانوی هند دوې وغوښتل ترڅو پنجاب ته سفر وکړي او په غالب ګمان همدا د ډیورنډ مسله یې ورسره حل او فصل کوله، انګریزانو فکر کاوه تر څو دا سیمه بېرته افغانستان ته ورکړي خو د عبدالرحمن خان زامنو د ورتګ نه انکار وکړ او د برطانوی هند څخه يې غوښتنه وکړه ترڅو هغوې افغانستان ته سفر وکړي هماغه وو چې د هغوی استازی راغی. د قدرت په نشه کې ډوبو امیرانو ورته وویل چې مونږ د پلار په کړیو وعدو له تاسو سره وفا کوو. بله لویه تیروتنه د افغان امیر امان الله خان لخوا دا وشوه چې باید د ازادی جنګ ته یې تر اباسینه ادامه ورکړی وی خو بدبختانه هغه هم په اوسني سرحداتو اکتفا وکړه.

لکه مخکې مو چې یادونه وکړه افغانانو د برطانوي هند د راج په ختمیدو او د پاکستان په رامنځ ته کیدو سره سم خپل مخالفت څرګند کړ هغه وخت یې هم برطانیه او هم پاکستان ته وویل چې د ډیورنډ پر کرښه پرتو خلکو ته باید د ټول پوښتنې حق ورکړل شی خو دواړو هیوادونو دا ورسره ونه منله، همدارنګه یو بل مشکل دا هم وو چې د  ملګرو ملتونو د فیصلې مطابق د دوهم نړیوال جنګ وروسته چې کوم هیواد سره کومه سیمه وي، بل پرې د دعوی حق نه لري نو ځکه ملګرو ملتونو هم د افغاستان ملاتړ ونه کړ، ولې نن ورځ ټوله نړۍ د ډیورنډ مسلې ته د نړۍ د جنجالترینو موضوعاتو په توګه ګوري او د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې پرې علمي سیمنارونه تر سرسره شوي.  دې ته په کتو که هغه وخت افغانستان له پوځي قوت نه کار یستی وای او د بلوچانو ملاتړ یې کړای وای  نو کیدای شي دا مسله یو طرفه شوای وای.

په دې اړه د شوروي او امریکا اړیکې په سیمه کې د یادولو وړ دي، دا چې افغانستان بې طرفه پاتې شوی وو خو بیا یې هم د ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ کلونو په موده کې کوشش وکړ ترڅو د امریکا سره ښې اړیکي ولري خو امریکایانو له دې ویرې چې افغانستان د روس سره قوي اړیکې لري، لاس یې تر ډيره پاکستان ته ورکړ، کله چې د همدې کلونو په موده کې د پاکستان او افغانستان اړیکې مخ په خرابیدو شوې افغانستان د امریکا څخه د وسلو  او جنګي مهماتو د اخیستو غوښتنه وکړه خو امریکا  د افغانستان څخه وغوښتل چې د سینټو په سازمان کې ور داخل شي، د سینټو بغداد پکت یا د منځني ختيځ معاهده چې په ۱۹۵۵ د برطانیه او امریکا په غوښتنه رامنځ ته شوې وه پاکستان، ایران، عراق، ترکیه، برطانیه او امریکا یې د غړیو هیوادنو څخه وو مرکز یې عراق کې وو هدف یې د تزاري روسیې مخنیوی وو ترڅو ونه شي کړای د منځني ختیځ د تیلو ذخایرو ته لار پیدا کړي خو افغانستان چې نه شو کولای د دې معاهدې په لاسلیک ځان خپل هدف یانې ډیورنډ ته ورسوي دا یې ونه منله او مخ یې روسیې ته کړ ترڅو وشي کړای له دې لارې خپل هدف ته ورسیږي.

همدا وو چې روسیې په خوشحالی سره دا غوښتنه ومنله او افغانستان ته يې په پراخه پیمانه جنګي مهمات ورکړل، د دې ترڅنګ یې ورته په زرګونو افغان ځوانان په نظامي او ملکي برخو کې وروزل خو بدبختانه افغانستان ونه شو کړاې دغه روزل شوې ځوانان په سمه توګه د هیواد په ګټه وکاروي هماغه وو چې افغانستان د کورنیو مشکلاتو ښکار شو او په پایله کې د روس راتګ ته لار هواره شوه.

مخکې له دې چې روس خپل نظامي شتون په افغانستان کې څرګند کړي امریکایانو د دې پلان په جوړولو عملي کار پیل کړ چې څنګه وکړای شي د روس پښې د هند سمندرګي ته د غځولو څخه پرې کړي نو هماغه وو چې د ډیورنډ د کرښې په ګټه اخیستنه د پاکستان سره په ګډه په عملي توګه ځینې افغان ځوانان د اسلام په نوم د داود خان د دولت په مقابل کې وهڅول چې وروسته د روسانو په راتګ سره د دغه ځوانانو (مجاهدینو) د قسمت ستورې راوخوت او د ملت اکثره برخه د خپل دولت په خلاف ودریدله او په دې سره دا لوبه ترننه روانه ده.

دلته یو شی ښکاره دې چې انګریزانو د هند تقیسم او د پاکستان رامنځ ته کول د هغه عقدې او کینې له کبله وکړ چې دلته یې راج له منځه ولاړو او غوښتل یې هند د یو قوي دولت په توګه پاتې نه شي او هم په دې سیمه کې تر پیړیو شخړې دوام وکړي مګر بل لوبغاړی یعنې امریکا هم دا حالت د خپل ځان په ګټه بلل او پاکستان يې په خپل غیږ کې ټینګ کړ ترڅو وکړای شی د روس په خلاف یې وکاروي چې دا اړیکه هم د دې باعث شوه ترڅو افغانستان تر ننه خپله د لاسه تللې خاوره بیرته ترلاسه نه کړي.

مارک ګروسمن په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا استازي په زغرده وویل چې ډیورنډ کرښه مونږ د یو نړیوالې پولې په توګه پیژنو همدارنګه یوه ورځ وروسته د اکتوبر په ۲۳مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویکتوریا د یو خبریال د هغې پوښتنې  په جواب کې چې ایا تاسو د مارک ګروسمن خبره تایدوۍ؟ اغلې وویل: د مارک څرګندونې د امریکا رسمي پالیسي څرګندوي. نو له دې ښکاري چې تراوسه هم امریکا پاکستان ته د یو ستراتیژیک ملګري په توګه ګوري.

خو په دې اواخرو کې داسې ښکاري چې د دواړو هیوادونو ترمنځ حالات کړکیچن دي او د بې اعتمادی  سطحه د دواړو هیوادونو ترمنځ خپل ټیټ حد ته رسیدلې او همدارنګه کانګرس کې هم پاکستان خپل ملاتړ له لاسه ورکړی. اوس په دې لټه کې دی چې د بې اعتمادی دا فضا له منځه یوسي. د دغه ژورې بې اعتمادی وجه دا ده چې  پاکستان د تروریزم په خلاف امریکا ته صادق نه وو او په خاصه توګه د هغه عناصرو په خلاف چې د امریکا ګټو ته په سیمه او افغانستان کې تاوان رسوی لکه د حقاني شبکه فعالیتونه.

 دا ان د دې باعث شول چې امریکا په خپلو هغه ۵ سوه میلونه ډالري مرستو او د جنګي تجهیزاتو په ورکړه کې تاخیر راوړي.

افغانستان ته په کار دې چې د دې زریني موقع ګټه پورته کړي او وکړای شي د امریکا د سیاسي ګوندونو او ګانګریس ملاتړ ترلاسه کړي، افغانستان باید امریکا ته د یو ستراتیژیک ملګري په توګه ډاډ ورکړي چې مونږ به له تاسو سره په سیمه کې همکاري کوو او د پاکستان په څیر دوه رنګي او نیرنګ درسره نه کوو ولې په بدل کې به افغان دولت سره هر اړخیزه مرستي کوی، داسې قراردادونه باید ورسره وشي ترڅو هغوې مجبور شي  چې د یو واقعی سترتیژیک ملګري په توګه مخکې ولاړ شي.

 دا چې نړۍ د یو کلي په څیر ده او مونږ په کلي کې ځینې فرصت طلب ګاوندیان لرو نو د دوې د شر نه د خلاصون له پاره بې طرفه پاتې کیدل ناشوني دي، د کلې لوې قدرتونه لکه روسیه، چین او هند سره هم باید ښې اړیکې تر هغه کچې وساتو تر کومه مو چې د ستراتیژیک ملګري منافع تر پښو لاندې کړي نه وي.

فکر کووم ښه به دا وای چې زمونږ ستراتیژیکه ملګرتیا د سیمې یو له دوه قدرتونو چین یا روسیې سره وای خو دا چې چین لا تراوسه په هغه کچه نه دی او روسیه مو تجربه کړې ده، ځکه روسانو په دوستی کې مونږ د اور کندې کې پریښودو، همدارنګه نه یواځې مونږ بلکې سوریه یې هم د اور کندې ته ورواچوله، د دوۍ په ژوره دوستی باور نه شي کیدای. ولې بل اړخ ته که د امریکا د ستراتیژیک ملګرتیا نمونې وګورو نو د روس په پرتله دوې ښه بریښي لکه جنوبی کوریا، جاپان، جرمني، ترکیه او نورو سره د تاریخ په اوږدو کې د امریکا ستراتیژیکه ملګرتیا.

په ټوله کې د نړۍ سره ښې اړیکې ساتل اړین دي خو دا اړیکې باید په مدبرانه توګه وي نه د تیر په څیر لکه د روس سره د اړیکو لرلو په وجه مو چې ځان د اور کندې ته اچولی وو هغه تجربه باید بیا تکرار نه شي.

همدارانګه پاکستان په سیمه کې د هیڅ ګاونډې سره ښې اړیکې نه لري چین هم پرې باور نه کوي همدارنګه امریکا هم نه غواړي چې چین دې د پاکستان له لارې ګرمو اوبو ته لاره پیدا کړي نو ښکاري دا هیواد د منزوي کید په حال کې دی.

د وریښمو د لارې په واسطه د ایروایشا تړل: چین غواړي د دې لارې منځنی اسیا او اروپا ته لار پیدا کړي د دې له پاره د پاکستان د شمالي سیمو او د ډیورنډ کرښې ته څیرمه سیمو امنیت او د افغانسان سوله د چین لخوا شرط ګڼل شوی او چین له پاکستانه غوښتي ترڅو طالبان د سولې میز ته راکش کړي، د سولې د نه راتګ په صورت کې به دا پروژه هم له لاسه ورکړي.

پاکستان په افغانستان کې د امن او سولې د راتګ نه مخکې غواړي چې د ډیورنډ کرښې ته رسمیت ورکړي لکه مخکې مو چې وویل د جناح له وخته دوې په دې پوهـ دې چې دا معاهده  ناقصه وه که دې کرښې ته اوس په نړیواله کچه رسمیت ورنه کړل شي   پاکستان به په ځنې احتمالي حالاتو کې د مشکل سره مخ کیږي اول هرکله چې پاکستان خپل ستراتژیک ملګري له لاسه ورکړي او نړیوال ملاتړ یې کم شي نو ویره لري چې ان په ملګرملتونو کې به هغه وخت دا قضیه وبایلي، دوهم په پاکستان کې کورني مشکلات اوج ته رسیدلي د بلوچو د خپلواکۍ غورځنګ، د پښتنو د خپلواکۍ او یووالي چیغې… نو ویره لري چې دا غورځنګونه که زور واخلي او نړیوال ملاتړ خپل کړي پښتانه به هم د افغانستان طرف ته مایل شی که څه هم اکثریت پښتانه یې اوس په پاکستان کې د پاتې کیدو سره خوښ دي، همدارنګه د وزیرستان او په خاصه توګه د تحریک طالبان پاکستان موضوع هم جدي ده او ګمان کیږي چې دا به په یو لوې کورني جنګ بدل شي او په هغه صورت کې به افغانستان د موقع نه په ګټه د ډیورنډ مسله هم ګرمه کړي نو دا کرښه ورته سر دردی جوړولای شي.

 دا چې افغانستان د خپلو سرشارو طبعي زیرمو او د اسیا د څلورلارې د بدلیدو په حال کې د یو قوي اقتصادي هیواد په توګه په نړۍ واله کچه تر بحث لاندې دی، پاکستان له دې هم ویره لري ځکه که افغانستان په یو سوله ایز او اقتصادي هیواد بدل شي د محکوم افغانستان یا د ډیورنډ د کرښې هغه لور ته پراته پښتانه به د افغانستان سره د یوځاې کیدو له پاره پاکستان د ټوټه کیدو له خطر سره مخ کړي.

اوس افغانستان ته څه په کار دي؟

زما په اند افغانستان څو لارې لري: دا چې پاکستان سره نهايي فیصله وشي چې په ریښتوني توګه د افانستان سره همکاري وکړي یا دا چې پاکستان سره دا کرښه ومني، کیداې شي د منلو له پاره یې ځینې شرایط وړاندې شي خو ایا افغانستان ته د پاکستان له لارې یا د پاکستان سره د اړیکو ګټه به دومره ډیره د اهمیت وړ وي چې افغانان دې له دې حق څخه لاس په سر شي؟ که د امنیت خبره وي او پاکستان د ډیورنډ مسله او هغه نورې اندیښنې لکه دهند نفوذ او په افغانستان کې د خلاص لاس لرلو خوبونه ویني نو بیا افغانستان باید د دې پرځاې د نورو لارو کار واخلي چې په هغې کې لمړی شرط د و د افغان مهاجریو زر تر زره راستنیدل او دلته ورته لازم امکانات برابرول او طالبانو سره سوله کول دی.  وروسته له هغې په ډیورنډ کرښه جدي څارنه چې هغه په هر رنګه لازم وي ان که په کرښه باندې د اغزن تار نصبول هم وي، د تار نصبول په دې مانا نه دې چې مونږ دا کرښه په رسمیت وپیژندله هرکله چې قوت پیدا شی په اقتصادي او سیاسي لحاظ افغانان ځان پیاوړي کړي بیا د هیوادونو نه د حق غوښتل مشکل کار نه دی بیا به د کوزې پښتونخوا خلک خپله د تحریک په ډول د افغانستان سره د یو کیدو هیله څرګنده کړي. روسیه که د اوکراین نه کریما لاندې کولای شی نو هرڅه امکان لري ځکه د تاریخ په اوږدو کې نقشې په خپل حال نه دي پاتې شوي. بل د پاکستان سره ټولې سفارتي او تجارتی اړیکو پریکول او د یو دولت په توګه نه پیژندلو موضوع ده.

 افغانستان ته د پاکستان یواځنی ګټه اوبو ته لار پیدا کول دي نو د دې پرځاې باید بدیل وکارول شی چې هغه ایران او د منځنۍ اسیا له لارې اروپا او روسیې ته لار پیدا کول دي که هغه د لاجوردو لار وي او که د روسیې د اوسپنیز خط سره ځان نښلول وي. پاکستان ته زمونږ سره د ښه اړیکو ساتل دهغوې په ګټه دي ځکه مونږ مصرفي هیواد یو او ۸۰ سلنه توکې مو له پاکستانه وارد کوو په دې مانا چې مونږ ورته خلاص او لوی بازار یو د پاکستان توکې په هغه معیار برابر نه دي چې په نوره نړۍ کې دې خلک ترې کار واخلي نو د ټولو اړیکو په پریکولو به دوی ونه شي کړای منځنې اسیا ته چې اوس یې ډير توکي ورځي ولاړ شي مونږ کولای شو د ضرورت وړ ځینې توکې له ایران چې نسبتا کیفیت یې له پاکستانه ښه دی وارد کړو همدارنګه د اوبو په بندونو که همداسې کار روان وي تر لنډې مودې وروسته به افغانستان د دې جوګه وي چې دومره غنم تولید کړې ترڅو کورني ضرورتونه پوره کړي.

ځینې خلکو ذهن ته به دا سوال راشي چې لر او بر یو افغان به نو څنګه شي؟ زما په نظر د دې پرځاې چې د لر او بر یو افغان چیغه ووهو د لر اوبر یو افغانستان ویل به ښه وي ځکه هغه پښتانه چې نه غواړي د افغانستان سره یوځاې شي او وجه یې چې مخکې مو هم ترې یادونه وکړه چې د ډیورنډ د کرښې د منځ ته راتګ په وخت کې دوي د امیر عبدالرحمن خان سره ملاتړ ونه کړ او پرځاې یې اکثریت د برطانوي هند په لښکر کې پاتې شو هغه وخت هم یو اندازه مخلصه افغانان په چهارصده، اشنغر او وزیرستان کې د انګریز سره د مقاومت له پاره را ولاړ شو او اوس هم مخلص او په افغانیت مین خلک خپل غږ پورته کوي ولې اکثریت یې د پاکستان تر سیوې لاندې خوشحال دي ځکه وایي پاکستان تر افغانستانه په امنیتی او اقتصادی لحاظ ښه دی نو بیا ورته یو افغان ویل هم نه دي په کار، که لر اوبر یو افغانستان ووایو نو ټول هغه افغانان چې اوس په محکوم افغانستان کې ژوند کوي په افغان وطن کې شاملیږي.هغه د محکوم افغانستان پښتانه چې اوس هم د برطانوی هند په شان د برطانوي پاکستان سره اوسیدل غواړي په دې هم باید فکر وکړي، د لرو افغانانو نفوس تقریبا د ټول افغانستان دوه برابره دی که چیرې دوی له افغانستان سره یوځاې شي نو ټولې دیموکراتیکې فیصلې به د دوې لاس ته ولویږي او ان دا چې ریاست جمهوری محور به هم د کوزې پښتونخوا په لور ولاړ شي، همدارنګه د برو افغانانو په نسبت لر افغانان په علمي لحاظ مخکښ دي نو په اکثره دولتي او نادولتي ادارو کې به دوي وي په دې مانا چې حکومت، دولت او خصوصي سکتور به د دوی لاس ته ولویږي، بله دا چې ننۍ افغانستان ډیر غني ذخایر لري چې د دې ګټه به ۶۰ سلنه کوزی پښتونخوا ته ځي. او دا هغه څه دي چې د بر افغانستان ځنې قومونه د لر او بر پښتون افغان د یوځایوالي سره خپل مخالفت ته هڅوي

بل سوال به دا هم وي چې د لر محکوم افغانستان افغانانو سره به د راکړې ورکړې له پاره څه کوو؟ نو افغان دولت باید ورته اعلان وکړي چې یا د خپلې ازادۍ سوله ایز غږ پورته کړی چې مونږ ملا مو هم عملي او هم په ملګروملتونو کې پوښتنه وکړو ځکه په دې زمانه کې یواځینې لاره همدا ده چې لر افغانان د افغانستان سره د یوځاې کیدو غږ پورته کړۍ او نړۍ یې واوري.

لیکوال:سفیر احمد دانش ـ جرمني

sfrdanish@gmail.com

دی پشتون ټایٔمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*