لر أو بر افغان ته

sapi

موسى خان ساپى

دې ورځو کې ډير داسې خلک مې وليدل چې ځانونه د لوى افغانستان، خپلواک پښتونستان مبارزين هم معرفي کوي، خو ټوله ورځ يي لر اوبر پښتنو ته په کنځلو، سپکو سپورو او پيغورونو تيره شي. کوز پښتانه بې غيرته بي ننګه ګڼي او سپک يي يادوي. د کوزو پښتنو نه داسې طمع او غوښتنه کوي چې بلکل منطقي نه وي. د داسې خلکو بيانونو ډيرى مبارزين ملګري خفه او زړه مات کړي دي. دې کنځلو د ګټې پر ځاى تاوان کړى او نفرتونه يي ډير کړي دي. مونږ په ازاد وطن کې يو يا په بهر هيوادونو کې د محکوم وطن د پښتنو د حاله نه يو خبر چې هغه ملګري مو په څومره مشکله او د خطره ډکه مبارزه يي روانه کړې ده بيا يي هم شه نه وايو. د پيغور او کنځلو لايق موږ بر پښتانه يو بايد چې لر پښتانه موږ بر پښتنو ته کنځل کولى هغه موږ ورته کوو. دغه چې داسې سپک الفاظ کاروي نو خپل ګريوان کې وګوره سوچ وکړه چې څوګ ګرم دي. زه شخصا د دغه شان خلکو غندنه کوم هغه که هر څومره لوى سړى وي خو چې پښتون ته د يو او بل نوم پيغور ورکوي . موږ بره افغانان پردې ملامت يو جې ولې رانه خپل پښتون ورور پردى شو ولې رانه پښتون ګل خان شو د دې هر څه زموار موږ بره د ازاد وطن پښتانه يو نه کوز پښتانه . پښتون که د لر دى که د بر، ګل خان دى که پټان، ګل مرجان دى که پنډت خان خو په پښتو کې زموږ ورور دى د دې نه هيڅوک انکار نه شي کيدى. پښتون که د پښتون خلاف دى، پښتون که د افغانستان خلاف دى د دې هر څه زمواري زمونږ د بره پښتنو افغانانو په سر ده . هغه دا چې موږ ولې دومره کار نه دى کړى تر څو خپل ورور مو خپل ساتلى واى ولې رانه خپل پښتون ورور پردى شوى دى.

موسى خان ساپى

دی پشتون ټایمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*