فوځيانو په وزيرستان کې يو مارکيټ الوځولی, فوځي او طالب ترمينځه توپير څه پاتې شو

%d9%86%d9%88%d8%b1%d8%a8%d8%a7%d8%af%d8%b4%d8%a7%db%81-%d9%88%d8%b2%db%8c%d8%b1%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86

وزيرستان په وانا بازار کې تيره ورځ د پاکستان فوج د يو ميجر د هلاکت روسته قهريدلو فوځيانو لخوا يو لويی مارکيټ په بمونو والوځول شو.

روانه اونۍ کې دغه مارکيټ تر څنګ روانه جګړه کې د يو پاکستاني فوجي ميجر عمران د هلاکت تر څنګ لس نور فوځيان ژوبل شوي وو چې روسته يې بيا په سلګونه دوکانونه لرونکی مارکيټ څخه دغه قار واخيستل شو, او مارکيټ کينول شو.

د مارکيټ مالک علی وزير وايي د مارکيټ الوځولو سخت د مالی توان سره مخ کړی, هغه زياتوي چې چاودنه خو په ټول هيواد کې کېږي ولې د چاودنې په بدل کې د ساتونکيو لخوا مارکيټ الوځول نوې خبره ده

د المحيب په نوم مارکيټ کينولو روسته په سيمه کې د خلکو قهر رپاريدلې, او د دې کار غندنه يې کړی.

څه موده وړاندې د دغه مارکيټ مالک مرزا عالم محسود هم سره د کورنۍ د غړو وژل شوې وو او څه موده روسته يې مارکيټ په بمونو والوځول شو.

که څه هم په وس وختونو کې د پاکستان ارمي لخوا د وزيرستان د ځای خلکو ترمينځه نفرتونه او فاصلې ډېرې شوي ولې د دې پېښې روسته د وزيرستان خلک په دې و پوهيدل چې د پاکستان فوج د دوي سره يو رقم شخصي دوښمني لري, ولې چې داسې کله نه دي شوي چې ساتونکي دې خپله هغه کار وکړي کوم چې ترهګر کوي نو بيا توپير څه پاتې شو?

له دې وړاندې هم د خلکو او فوځ ترمينځه شخړې رامينځته شوي, وس خو د وزيرستان خلک د فوځ سره يو رقم عادی شوي, هغوي پوهيږي چې خير خو مو هسې هم نشته ولې نه شو کولې چې د ځان پوښتنه وکړي?

خون اترا تمہارا تو ثابت ہوا پیشہ ور قاتلوں تم سپاہی نہیں

 ،نوربادشاه يوسفزئ ايډيټر پشتون ټایمز

دی پشتون ټایمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*