عبدلستار ايدهی څوک وو؟؟ نوربادشاه يوسفزی

نن په زرګونو ماشومان يو ځل بيا يتيمانان شول

edhi

عبدالستار ايدهی د جنورې د میاشتې په اول تاریخ 1928ز کال کې د هند په ګجرات ولایت کې زیږیدلې وو. د پاکستان د جوړیدو وروسته ايدهی د خپلې کورنۍ سره له هند نه پاکستان ته مهاجر شو او د کراچی ښار په کهارادر نومې سيمه کې ميشت شو, عبدالستار ايدهی د کوچنیوالې څخه د خير ښېګړې د کارونو سره مینه درلوده نو ځکه يې په کال 1951 کې فقط په پينځه زره کلدارو د خلکو د خير ښېکړې له پاره يو وړوکې مرکز جوړ کړ او له هغه ځايه يې د خلکو خدمت ته ملا وتړله

Edhi03

دعبدالستار ايدهی له مهم کارونه له جملې څخه د امبولانس سرویس ، یتیمو او بې کسه کوچیانو د ساتلو مرکزونه ، د یتمانو له پاره وړیا تعلیم،زیږنتون، د وینې بانک او نوریادولې شو .همدارنګه عبدالستار ایدهی د ایدهی فاونډیشن تر چتر لاندې په کراچی کې د کونډو او بې وسه ښځو له پاره په کور د روزګار کولو او هنر زده کولو څانګي هم پرانستې چې همدا اوس ددې پروګرام له لارې په زرګونه کونډې او بې وسه ښځي په کارونه اخته دي او خپله روزې له دې پروګرام له لارې لاسته راوړي

EDHI01

ايدهی فاونډيشن نه يواځې په پاکستان، بلکې د نړۍ په نورو هيوادونو لکه افغانستان, عراق, چيچنيا, بوسنيا, سوډان, او ایتوپیا کې هم خير ښېګړې کارونه ترسره کوي

عبدالستار ايدهی د پاکستان په سياسی او سماجی ټولنه کې يو غير متنازعه شخصيت وو. عبدالستار ايدهی ته د انساني خدمتونو په بدل کې بې شميره جایزي ورکړل شوي دي خو ولې هغه ورته کوم اهميت نه دی ورکړې, ايدهي څو ځله د نوبل جایزې د پاره نومول شوې وو خو ولې کومه داسې اداره نه وه چې هغه د پاره يې مارکيټنګ کړې وې او نوبايل جايزه يې ګټلې وې. د دې نه ثابتيږي چې عبدالستار ايدهي دا ټول خدمتونه د ځان د مشهورتيا اویا هم د جایزو د ګټلو له پاره نه دې کړې بلکه هغه دا ټول خدمتونه د انسانیت او د انسانانو د هوساینې له پاره ترسره کړي

عبدالستار ايدهی ته د پاکستان دولت تر ټولو اعلی مډال هم ورکړې دې
عبدالستار ايدهي صیب به همیشه وویل چې

No Religon is Higher than HumanityNOOR BADSHAH YOUSAFZAI

د انسانيت دا ستر باب نن د تل د پاره بند شو. د انسانیت دې ستر خدمتګارنن د دې فانې نړۍ څخه د تل د پاره سترګې پټې کړې , روح دې
ښاد وي

لیکوال: نوربادشاه يوسفزی

THE PASHTUN TIMES

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*