شربت ګله د کور نه تر جېل حانې

sharbat-gula01

شربت ګله د دولس کالو وه چې د سترګو انځور يې د نړۍ ښايسته او زړه راښکونکې انځورونو په قطار کې راغۍ, دغه وخت د افغانستان د جنګونو نه راغلي خلک د ۔پېښور په کمپونو کې اباد شول.

تېره ورځ شربت ګله د جعلي شناختي کارډ جوړولو په تور د پاکستان فيډرل انوسټي ګيشن ايجنسۍ له خوا ونيول شوه, چې نيولو يې نړۍ راوپار.

دی پشتون ټايمز خبريال د شربت بی بی په کور کښې د هغوې د ماشومانو سره

دی پشتون ټايمز خبريال د شربت بی بی په کور کښې د هغوې د ماشومانو سره

د شربت بي بي د نيولو د خبر سره خبريالان د هغوي کور ته ورغلي, د غم په ټغر ناستې کورنۍ يو ماشوم خبريال ته څه داسې وايي
“ځۍ تاسو کيمرو والا نور ځمونږ نه څه غواړۍ? “

دغه اته کلنه ماشومه معيده د شربت ګلې لور ده.

د ډېرې هسې روسته د شربت ګلې بي بي نږدې يو خپل د نوم نه خودلو په شرط (دې پشتون ټايمز) ته داسې وويل ” زمونږ په کور کې دا د غم لومړۍ ورځ نده د کومې ورځې نه چې د شنو سترګو انځور خپور شوی مونږ خپل او پردي په پېغورونو او مختلفو نومونو سپک کړي يو, شربت ګله د زيړي ناروغي لري چې په دغه ورځ هم سخته ناروغه وه چې له پوليس له خوا په زوره د کور نه را وښکل شوه, مونږ يواځې يوه ورځ ده هغه سره په بندي خانه کې ليدل وکړل او بيا يې پرې نه ښودلو,

د شربت ګلې څلور لونړې او يو ورکوټۍ ځوی معيد خان بې له مور نه په کور کې څوک نه لري “

د پېښور سترې محکمې وکيل لطيف افرېدي (دې پشتون تايمز) ته وويل ” د شربت ګله بندي کول د افغان آزارۍ پروژې يوه برخه ده , دا خاوره د افغانانو ده او زه هم ځان ته افغان وايم او دا د تاريخ يو جبر دې چې مونږ يې په لر او بر تقسيم کړې يو “

په پېښور کې د افغانستان جنرل قونسل ډاکتر عبدالله پويان (دې پشتون ټايمز) سره په مرکه کې وئيلي: ” شربت بي بي د افغانانو د ښکلا او معصوميت سمبول دی او مخالفين همېشه زمونږ ښکلا پټ ساتل غواړي, مونږ د داکتر صيب زاخېلوال په هدايت بندي خانې ته هم لاړه تر څو د شربت بي بي سره ليدل وکړو ولې متاسفانه د ډېر انتظار نه وروستو مونږ ته يې اجازت رانکړو.

ډاکتر عمر زاخېلوال له اولسمشر سره د شربت ګل لپاره د تيار کور غوښتنه هم کړې او ځينې نوره مرسته مو هم په نظر کې نيولي ده.

د يادونې وړ ده چې د شربت ګلې د بندي کېدو نه وروسته د هغوي کورنۍ يواځې د (دې پشتون ټايمز) سره په اړيکه کې ده, او خبرې يې ورسره کړي.

خبريال : سليمان عزيز

دی پشتون ټائمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*