د ناورينونو له انځوګر ‘دېوال سره خبرې’/ بارکوال مياخيل

بارکوال مياخېل

بارکوال مياخېل

د سوات د مينه ناک مشر او ليکوال همايون مسعود صاحب د مينې او پېرزوينې پوروړى يم، چې د ليکوال، زما د همکار او ژورناليسټ ملګري شاهين بونېري کتاب يې راواستاوه او زه يې د دې کتاب له مالوماتي، تاثراتي، احساساتي او خوږو ادبي ليکنو له لوستلو برخمن کړم. په دې منثور کتاب کې له سواته تر پراګه او له پېښوره تر امريکې د ليکوال د ژوند د شاوخوا لسو کلونو د سفرونو، د کار په وخت د خاطراتو او يادښتونو او د پښتنو د اوسني دوزخي ژوند په اړه بېلابېل تاثرات او مالومات را غونډ کړل شوي دي. څنګه چې ښاغلي رحمان بونېري ورته په خپله سريزه کې اشاره کړې، په دې کتاب کې هم د يونليک خواږه شته، هم يې په هره ليکنه کې د لنډې کيسې غوندې تلوسه، کرکټرونه او مکالمې شته، هم پکې د تاريخ په اړه منظرکشي شته، هم پکې د کالم رنګ شته او د دې کتاب په ټولو ليکنو کې ډېره خوږه، روانه او له شاعرانه خونده ډکه تشبيهاتي او استعاراتي ژبه کارول شوې ده.

د کتاب نوم “دېوال سره خبرې” يو بشپړ ادبي او سمبوليک نوم دى، هسې د پښتنو په ورځني ژوند کې هم يوه محاوره شته، چې څوک چاته خبرې کوي او پر هغه اغېز نه کوي، نو ورته وايي “زه تاته ږغېږم که دېوال ته”، د شاهين بونېري “دېوال سره خبرې” هم اوسنۍ نړۍ ته د خپل جنګځپلي، پرځېدلي، استعمارځپلي او د جهالت تيارو خوړلي قام په اړه د دردمن زړه او خوږمنو احساساتو خبرې دي، خو نړۍ ورباندې غوږ کوڼ اچولى دى او نه يې اوري. د دې کتاب په ډېرو ليکنو کې ليکوال د خپل قام د بې هدفه کاروان په مخ کې ولاړ “دېوال سره خبرې” هم کړې دي او د خپلې ژبې د پايښت اندېښنه يې پکې هم بيان کړې ده، د خپلې خاورې د لرغوني تهذيب له نړېدلي “دېوال سره خبرې” يې هم کړې دي، د يوه لوى ملت د بېلتون د قرباني شوي وګړي په توګه ليکوال د برلن د دېوال د له منځه تلو په ذکر سره د خپل قام پر سينه د ډيورنډ له ذهني او استعماري “دېوال سره خبرې” هم کړې دي، لنډه دا چې شاهين بونېري په خپل دې کتاب کې خپل لوستونکي ته په ډېره ژوندۍ او زړه را کښونکې ژبه ډېرې فکرپاروونکې خبرې کړې دي، چې هسې به يې لکه “دېوال سره خبرې” هوا نه وړي، بلکې هغوى ته به د خپلې خاورې، ژبې، تهذيب، تاريخ، سياست او ازادۍ په اړه شعور ورکړي.

په تېرو څلوېښت کلونو کې چې پښتانه په يوه نه بله پلمه وژل کېږي، ژبه، تاريخ، کلچر او موسيقي يې ورکېږي، د دې هر څه څرک په څه نه څه بڼه په دې کتاب کې شوى دى، دا د نامه تر حده له “دېوال سره خبرې” دي، خو دا د تاريخ په دې تياره او خونړي پړاو کې د ډوبېدونکي قام د زخمونو او دردونو په ژبه بيان شوې قضيه او مقدمه هم ده، که څه هم دا کتاب د پښتنو د اوسنۍ بدې ورځې انځور د سياسي تاريخ په بڼه په منظمه توګه نه بيانوي، خو ليکوال د يوه ژورناليسټ په توګه د خپل ژوند په ليدليو پېښو، خاطرو، سفرونو او يادښتونو کې هر ځاى د خپل قام هغه تصوير وړاندې کوي، چې د سياسي واک د نشتوالي او لوېدلي اقتصاد په نتيجه کې د خپلې ورکې پېژندنې تريخ تاريخ بيانوي. د سوات په جنتي وطن کې د ترهګرۍ په نامه د راوستي ناورين د دوزخي حالت شاهد شاهين بونېرى چې زخمي زړه له وطنه ځي او بيا د چيک جمهوريت د شاپېريو په هېواد کې استوګنه پيلوي، دا هر څه په خپل کتاب کې د قلم په ژبه د کېمرې غوندې انځوروي او “دېوال سره خبرې” يې نوموي، دا په دې مانا هم دي، چې د خپل وطن جنګنامه د تاريخ دېوال ته ووايي او هغه يې پخپله حافظ کې خوندي کړي. زه فکر کوم هر ليکوال او شاعر ته مو دا مسووليت ور له غاړې دى، چې د خپل خوږمن او ټپي- ټپي وطن جنګنامې او حماسې لکه د تاريخ له “دېوال سره خبرې” وليکي او پټه خوله پاته نه شي.

بارکوال مياخېل

دی پشتون ټایٔمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*