د قنديل بلوچ روسته د دير يو ځوان د خلکو زړونه چپه کړي

ناصر خان جان

ناصر خان جان

د پښتونخوا دير سيمه چې په ښکله، محنت، مزدورۍ، ځنګلونو، غرونو کرکارونده او تعليم کې يو ځانګړۍ نوم لري په نورو شعبو کې هم لا چا کمه نده، د دير سيمې که يو پله ښه وکيلان، پروفيسران، لوبغاړي، سياستدانان زېږولي نو بل اړخ ته ناصر خانجان په نوم ځلمی يې هم زېږولی چې د خپل جادوئی غږ، فعاليت د ويډيو د لارې خلکو ته رقم رقم چلونه ښايي، سندرې، ګډاګانې او طبي مشورې وړاندې کړې چې په زرګونو خلک يې يوه يوه ويډيو ګوري او خپل نظرونه پرې ورکوي.

nkj02
په داسې حال کې چې پښتنې سيمې د سخت مذهبي افراطيت ښکار دي او د ناصر خان جان په شان کسان که هلته خپل ازاد خياله ويډيوګانې او انځورونه خپاره کړي ژوند يې د خطر سره مخ کېږي، ناصر خان جان چې وس وخت کې يو پيسبوکي ستورۍ ماډل دی د هغه سره ‘دی پشتون ټایٔمز’ د هغه د سرګرميو او ژوند په اړه لنډه مرکه کړې.

ناصر خان جان چې د دير سيمې اوسيدنکۍ دی 30 کاله عمر لري او د انټرنيشنل ريليشن کې د ماسټر پارټ 2 سټوډنټ دی وايي د ويډيوز د لارې خپل صلاحيتونه نړۍ ته ښکاره کولو سره سره په ټولنه کې د مظلوم خلکو غږ پورته کوم تر څو روان استخصال ختم کړې شي، په خلکو کې هغه پټ صلاحيت راوپروي چې د شرم يا د احساس کمترۍ د پاره يې په زړونو کې پټ ساتلي، دې وايي هر انسان خپل صلاحيتونه لري چې زمونږ د ټولنې ځني خرافاتو، د تعليم نه شتون يا بيا د سفارش او رشوت په وجه خلکو په زړونو کې ساتلي او کولای نه شي چې يې ښکاره کړي خو د هغې ښکاره کولو لپاره نن سبا سوشل ميډيا يوه ښه او وړيا لاره ده چې انسان پرې خپل صلاحيتونه ښکاره کولې شي. چې ما يې پيل کړې.

nkj05
ناصر خانجان وايي غوښتل يې چې ميډيا، اکټر يا ماډل جوړ شي خو د ګڼ شمير ډايريکټرانو سره د اړيکو روسته کوم ډايريکټر يې کار ونکړ ولې چې هغه سفارش نه درلود او هغه د يوې ميډل کلاس کورنۍ سره اړيکه ساتي.

ناصر خان جان چې په پيسبوک ډېرې عجيبه ويډيوګانې خپره وي او ورسره داسې انځورونه خپره وي چې خلک پرې نيوکه کوي نو ډېر خلک ورته د پيسبوک د کمنټو د لارې بدې ردې وايي، او د وژلو ګواهونه ورته کېږي، څو ځله پرې خلکو وارونه کړي، خانجان وايي تيره ورځ پرې يو کس د پنجې وار ورکړو چې تندۍ يې پرې خوږ شو، روسته چې کله روغنتون ته ولاړو نو ډاکټرانو ورسره هم د هغه د ويډيوز او انځورونو په اساس ښه سلوک ونکړو، ناصر خان جان وايي خلک يې د کمنټونو او تشدد د لارې مخه نيسي او حوصله يې ماتوي.

nkj03
خان جان وايي ځه څوک نه وژنم، چاته نقصان نه ورکوم، د چا د پاره بد فکر نه کوم بيا ولې خلک زما د پاره بد فکر کوي؟
دوي وايي د کلي ملا يې هم کورنۍ ته وئيلي ته چې ناصر خان جان دې د ويډيوګانو څخه لاس واخلي.

پاکستان هم يو د هغه هيوادونو څخه دے چرته چې د هنرمندانو ژوند سخت د خطر سره مخ دی، څه موده وړاندې د پاکستان په ملتان ښار کې د قنديل بلوچ په نوم يوه ماډل چې خپلې ويډيوګانې يې خپرولې او د ښځو د حقونو او ازادۍ د پاره يې مبارزه کوله و وژل شوه، ناصر خان جان هم هغه شان د يو امن د لارې مبارزه کوي او ډېر خلک خانجان ته په دې نظر ګوري چې ګني دوي به د قنديل بلوچ ځای ونيوي.

د يادونې وړ ده چې د قنديل بلوچ روسته ناصرخانجان په سوشل ميډيا د خلکو د توجه وړ ګرځيدلې خو ناصر خان جان د دولت څخه ګيله من دے هغه ته امنيت ښه نه دے او د سکيورټي غم دې وخوړل شي.

مرکه نوربادشاه يوسفزی

NOOR BADSHAH YOUSAFZAI

دی پشتون ټایٔمز

One comment

  1. ظهير عباس خان زاک
    دا کس زۀ د هغه وخت نه پيژنم چې کله نه فيس بک ته اول اول راغلې وو دا زما خيال 2010 خبره ده ،،

    زۀ وايم چې دا رقم خلق بې وزله وي خو خلق ورباندې تشدد کوي ، دا هيڅ رقم انسانيت نه دے ، ما ته ناصر خان جان خپله هم وئيلي وو چې کور کښې ورته هم ټول بدې ردې وائي ،

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*