د طالبانو د وژل شوي مشر ملا اختر منصور قيصه: لیکوال/بهروزخان

Behroz Khan lala

روژه بيا راروانه ده او دا هر کال په مسلمانانو راځي چې ورسره د اسلامي عقيدې تر مخه برکتونه او ثوابونه تړلي دي. نو هسې راياد مې شو چې د طالبانو د وژل شوي مشر ملا اختر منصور سره مې په يوه روژه کښې څه خبرې شوې وې او هغه درسره شريکوم. زمونږ د کلي ګل زرې ترور چې به د داسې مړي واوريده نو زر به يې وې چې دا مړی خو بختور ؤ- ګوره د جمعې شپه يې په نصيب شوه او يا به يې څه بله زبرګه ورځ او يا شپه راپه یاده کړه. او چې کوم مړی به يې ليدلی ؤ نو بيا خو به يې وې چې داسې ښايسته پروت ؤ تا به وې چې اوده دی. او داسې نرۍ مسکا يې په مخ پرته وه او سم نور ترې ختو. نو ماته هم دغه ترور راياده شوه چې د طالبانو مشر د شوقدر (شب قدر) شپه خو ووړه ولې خبر نه يم چې د طالبانو د اميرالمومنين مخ ليدل به هم د کومې ګل زرې ترور نصيب شوی وي او کنه. ځکه هغه خوار خو يې په داسې اوور سيزلی دی چې خداې دې ترې ساته

نو اوس راځم هغې قيصې له

روژه وه او په دغه ورځو کې مې په پیښور کې د انګریزۍ ژبې ورځپاڼي دي نیوز سره کار کولو. په روژه کې هسې هم ډیر څه خبرونه نه وي اونه څه کار کسب ته د سړي توان کیږی

په افغانستان کې هم ډیر څه حیرانونکې خبرونه نه وو ځکه چې د طالبانو د پرله پسې فتوحاتو لړۍ کمه شوي وه. په نور افغانستان کې د طالبانو قبضه وه خو فقط د احمدشاه مسعود ځواکونو د پنجشیر دره په خپل واک کې لرله او د طالبانو څو حملې يي ناکامه کړې وې

که هر څو هم د افغانستان سرښار کابل دی خو د طالبانو سرښار قندهار ؤ چرته چې ملاعمر او اوسامه بن لادن اوسیده

ناڅاپه خبر راغی چې د هند یوه مسافر طیاره د نیپال سرښار کټمنډو نه د هند سرښار دلي ته په پرواز وه چې وتښتول (هائی جیک) شوه

دا د کال ١٩٩٩ د سمبر ٢۴ مه نیټه وه. د هائي جیکرز شناخت لا نه وو شوی. خو خبرونونه خپریدل چې په پاکستان کې موجود د کشمیر د وسله والو ډله د جهاز په تښتولو کې ککړه ده او بیا ورسته دا خبره په ډاګه شوه چې د حرکت المجاهدین په نوم پیژندل شوی ډله پکې لاس لري

جهاز د دلي په ځاې په امرتسر کې کوز کړی شو ځکه تیل ورته کم وو او هائي جیکرز دغه جهاز لاهور کښې کوزول غوښتل. د هند حکومت په هائي جیکرز د حملې پلان لرلو او د تیلو د ټینکر په شا ېي ځواکونو ځان چمتو کړی ؤ خو هائي جیکرز وپوهیدل او پائیلټ يي مجبور کړو چې بغیر د تیلو اچولو. د امرتسر نه جهاز د لاهور ائیرپورټ پله والوځوي. پاکستان جهاز ته په لاهور د کوزیدلو اجازت ور نه کړو. د تیلو د کمي په وجه پائیلټ کریش لینډنګ ته ځان تیار کړو نو پاکستان وپوهیدو چې بله لار نشته او د لاهور ائیرپورټ رڼا يي بحال کړه او جهاز په لاهور کې کوز شو

د تیلو اچولو ورسته پاکستان جهاز ته دملک نه د وتلو حکم ورکړو او دغه جهاز سره ١٧٦ مسافرو دبۍ ته ورسول شول. په دې سفر کې یو مسافر په چاکوانو وهل شوی ؤ. چې دبۍ ته د رسیدو مخکې يي ساه ورکړه. کم نه کم ٢٧ مسافر يي دبۍ په ائیرپورټ ازاد کړل او جهاز خپل سفر د افغانستان د قندهار ائیرپورټ ته پیل کړو

دغه وخت په افغانستان کې د طالبانو حکومت ؤ. ویل کیږي طالبان نه وو خوښ دغه جهاز قندهار کې کوزیدو ته پریږدي خو بله ه لاره يي نه لیدله او جهاز ېي هم په قندهار کې کوزیدو ته پریښودو

د یوې هفتې پورې دغه قیصه روانه وه چې اخیر کار د اغوا کارانو لخوا د درې کسانو چې د هند په جیلونو کې وو د خوشي کولو غوښتنه وشوه. او دغه خبر ماته د تالبانو وزير خارجه مولوي وکيل احمد متوکل راکړ چې مې د نورې نړي والې ميډيا سره شريک کړو

په دغه ورځو کې د افغانستان ډیر ښارونه د پاکستان د ټیلې فون محکمې په پاکستاني کوډ تړلې وو. د مثال په توگه که دې غوښتل کابل یا جلال اباد ته فون وکړې نو د پیښور په کوډ که هرات کې دې خبرې کول غوښتل نو د لاهور په کوډ، مزارشریف د اسلام اباد په کوډ او قندهار د کوټې په کوډ تړلې شوي وو

زما هم په دوه شمیرو د طالبانو د خارجه وزیر مولوي وکیل احمد متوکل او د سول ایوایشن وزیر ملا اخترمنصور چې د ملا عمر د مرګ نه پس د طالبانو د خپلې ډلې مشر شو سره رابطه وه او وخت په وخت مو تازه صورتحال لپاره ورته ټیلې فون کولو

په دې دوران کې یو مسافر چې زیات ناروغه وو د هائي جیکرز لخوا د علاج لپاره خوشی کړی شو

ما ملا اختر منصور ته فون وکړو چې ملا صیب خبر شوی یم چې یو مسافر يي خوشی کړی دی. ده ویل هو داسې ده. ما ویل که نوم يي راته اووائي نو مننه به وي ځکه مطبوعاتو ته دا ډیره مهمه وي چې ددغه مسافرو پیژندګلو اوښایو. ملا منصور ویل څه داسې د هندوانو په رنګ نوم يي دی خو پریږده په نوم يي څه کوي. او چې ما خپله غوښتنه بیا تکرار کړه نو اختر منصور غصه شو او ویل يي روژه يم د هندوانو نوم راباندې روژه په خوله ولې اخلې او فون يي بند کړو

څو ورځې پکې تیرې شوي او لا هیڅ څه په ډاګه نه وو چې دا هائي جیکرز څوک دي؟ څه غواړي؟ او مخکې به چرته ځي؟ هڅې مې د مولوي وکیل احمد متوکیل شمیره ډائل کړه چې اتفاقًا په ځائې ؤ، فون يي اوچت کړو، ما سلام وکړو او ځان مې ور ووپیژندو. دا به دریاد کړم چې د هائي جیکرز او د هند د حکومت په منځ کې د غوښتنو په سر منځګړتوب مولوي وکیل احمد متوکل کولو

متوکل په تادۍ يي راته ویل لنډه خبره کوه څه پوښتنه لري؟ ما ویل که تاسو راته تازه حال راکړۍ، نو ویل يي “د طیارې تښتونکو په رسمي توګه د هند نه د درې کسانو د ایله کیدو غوښتنه وکړه چې پکې مشتاق احمد زرګر، احمد عمر سعید شیخ او مولانا مسعود اظهر نومونه مونږ ته راکړل شوي دي

هند د غوښتنو منلو ورسته دغه درې کسان په خصوصي طیاره کې قندهار ته ورسول چې یرغمل شوي مسافر ازاد کړی شي. د خوشي کیدو ورسته مولانا مسعود اظهر په کال ٢٠٠٠ کې په پاکستان کې د جیش محمد په نوم خپله جهادي ډله اعلان کړه. او په کال ٢٠٠١ کې د هند په پارلیمان شوي برید کې د هند لخوا ککړ وګڼل شو

احمد عمر سعید شیخ په کال ٢٠٠٢ کې د امریکائي صحافي ډینیئل پرل په تښتولو او د هغه د سر پریکولو په تور ونیول شو او لا د پاکستان زندان کې پروت دی

مشتاق احمد زرګر د پاکستان د ولقې لاندې کشمیري وسله والو ډلو ته په تربیت ورکولو لاس پورې کړلو او باور کیږي دغه لړۍ له وس هم دوام لري

طالبانو د شخړې د خاتمي ورسته نه یوازې د هندي مسافرو بیرته د تګ بندوبست وکړو بلکه د جهاز تښتونکو ته يی افغانستان په ١٠ ساعته کې د پریښودو امر وکړو.د خبرونو له مخه هائي جیکرز سره د درې واړو ازاد کړی شوو کسانو پاکستان ته واوړیدل ولې پاکستان دغه دعوې رد کړې چې ورسته هم دغه کسان بیا په پاکستان کې ښکاره شول

لیکوال: بهروزخان

 https://www.facebook.com/behroz.khan.79?fref=nf :فیسبوک لیک

One comment

  1. Da muham maaloomato da shreekwalo dera manana. Pakistan pa dero mamalo key kakar mulk dey. Mong serf tip of ice berg veeno. Da Pakistan pa chawkat key toley qissey da ghla ghwaltai, da gawandiano khilaf da hagho pa malkoono key gwatey wahal ao koom qabeeh ao kam zarfa kar chey kgi pa haghey key Ba pakistan aroo maroo sa las wee.
    Dey da nafrat pa bunyad jor dey ao da nafrat pa zaria chaleegi. Da d’ Punjab kar dey ka sam ye kro no patey ba shee ka sam ye nakro da wakht na makhkey ba totey shee.
    Mong che pa medicine key da yao organ okoo no ka har soomra che genes ao tissue yao bal sara mutabiqat lari kho jism da bahraney shey reject kawee. Mong warla da anti rejection dwayaney warkawo.
    Pakistan pa nariwal wajood key yaw gher fitri transplant dey. Da d’ rejection daroo Dollars ao Riyal dee. Neem kho Taley dey ao da neem ba Punjab sahoo kar kala matai mong ta hagha wrazey gham kawal dee. Punjab Kho Ba greater Punjab shee. Sindh khpal da obo goodar laree dagha hal da Balochistan dey. Zammong kar lag gran dey Pakar da Chey mong khpal taroon da baloso sara mazboot ko. Der khwandawar mazmoon dey ao da maaaloomato na dak.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*