د ريډيو تاریخ، منفي او خطرناک اړخونه/ محمد اسماعيل زاهد

radio

د ريډيو تاریخ، منفي او خطرناک اړخونه

ريډيو د پروپيګندې او تبليغاتو د لوې او تاريخي دستګاه په حيث

چې کله سائنسدانانو داسې څپې وموندلې چې د تارونو په ذريعه فضا ته تلې نو دوي د ټيليفون او ټيليګراف نه علاوه په يوه داسې ايجاد سوچ شروع کړو چې تار ته اړتيا ونه لري. دا خيال د دوي ذهن ته راغی او په هغې ئې کار وکړو نو نتيجه ئې د ريډيو په شکل کښې مخې ته راغله .

ښه نو يو خو د ريډيو تخنيکي اړخ دي، لنډې څپې، منځنۍ څپې او نور ريډيوئي جوړښت ليکن زه دلته ستاسې پام په انساني ژوند کښې د ريډيو رول او کردار ته را اړوم.

چې کله ريډيو اختراع شوه نو هغه وخت د امريکا او اروپائي ورځپاڼو او اخبارونو د مالکانو د نني وخت د لويو چارواکو نه زيات حيثيت درلود. د ريډيو اولني استعمال د عسکري او جنګي مقصدونو د حاصلولو لپاره وؤ. چې کله ريډيويي خپرونو په نړۍ کښې وده شروع کړه نو په هغه زمانه کښې په روسيه کښې انقلاب راغلي وؤ او بغاوت روان وؤ.

په وړومبي ځل په مخکنيو خطونو کښې د جنګيدونکو عسکرو او د دوي شاته د جنرالانو د يو بل سره د اړيکو لپاره د وائرلس او ريډيو استعمال شروع شو. دغه شان په اوله نړيواله جګړه کښې هم ريډيو په عسکري توګه استعمال شوه. بيا سياسيونو او نظاميانو پدې غور وکړو چې دا خو مونږ د پروپيګندے او تبليغاتي دستګاه په توګه هم استعمالولي شو. چې کله المان ريډيو جوړه کړه او هټلر په راديو تبليغات شروع کړه نو اروپائي متحدين پدې حيران وؤ چې د دوي سره څه وشول ځکه چې هټلر په انګريزي ژبه هغه خبرې کولې چې په هغې انګريزان، فرانسويان او روسيان پوهيدل. نو د دغو تبليغاتو خلاف په 1922 کښې بي بي سي ريډيو جوړه شوه چې په 1932 کښې ئې د ګرين سروس په نوم نشريات کول او بيا وروسته په 1939 کښۍ د بي بي سي د نړيوالو خپرونو نوم ورکړل شو.

دغه رنګ چې کله امريکا په دويم نړيوال جنګ کښې د اتحادي پوځونو سره يو ځاي په اول وار د المان خلاف ودريده نو يوه ريډيو ئې د امريکا غږ په نامه جوړه کړه چې د جوړيدو مقصد ئې د امريکا او پلويانو په طرفدارۍ پروپيګنده وه. دغه شان په 1948 کښې د ماسکو ريډيو د شوروي اتحاد په طرفدارۍ نشريات پيل کړل او بيا په 1956 کښې د ريډيو پري يورپ په نوم ريډيو ليبرټي خپل کار د امريکا د سي آئ اې او د امريکا د رياستي ارګانونو په مالي مرسته پيل کړو چي يو څو بيلګې ئې د مشال او آزادۍ راديو په نومونو شايد تاسې پيژنۍ.

په دويم نړيوال جنګ کښې روسيه، انګلستان، امريکا او فرانسه يوې خوا ته او المان او جاپان بل لوري ته وؤ خو چې کله دغه جنګ ختم شو نو په شوروي اتحاد کښې چې کوم کميونستي نظام وؤ هغه د غربي پانګه ايز نظام په ضد وؤ. د دواړو نظامونو مثال د اور او اوبو وؤ. کميونيزم د سرمايه دارو خلاف جوړ شوي وؤ او ټولې غربي نړۍ سره چې کوم دولت او پيسې وې هغوې ته خطره محسوسه شوه.

چې کله المان او جاپان ته د اتوم بم په وجه شکست ورکړي شو نو د شوروي اتحاد مشر جوزف ستالين داسې و انګيرله چې هغه خو يې ووژل اوس زمونږ وار دي ځکه چې د دوي اصلي مقابله خو زمونږ سره ده نو ستالين خپل سائنسدانان راغونډ کړل او ډيره سختي ئي ورسره وکړه او بيا په 1949 کښې شوروي وتوانيدو چې هائيدروجن بم جوړ کړي کوم چې د اتوم نه څو چنده خطرناک دی. د دې نه پس امريکا او متحدينو ته ئې دا اندازه وشوه چې که جنګ کوؤ نو شوروي به راباندي اتوم استعمال کړي نو د دغه وخت نه پس د امريکا او شوروي اتحاد تر منځ د لفظونو جنګ شروع شو سوړ جنګ، سړه جګړه هم ويلې شي. دا د رسنيو جنګ وؤ يعني پدې جنګ کښې مرکزي رول ريډيوئي رسنيو تر سره کړي وؤ. د امريکا او اروپا کوشش وؤ چې خلک د ماسکو خبري وانه وري نو بي بي سي په شپږ ديرشو ژبو نشريات شروع کړل . امريکا غږ او المان غږ هم په ډيرو ژبو خپرونې پيل کړې. مسکو هم خپرونې زياتې کړې چې زيات نه زيات خلک د شوروي طرفداري وکړي.

مونږ وليدل چې د 1950 د سر نه شروع شوې جنګ په 1991 کښې هغه وخت پائ ته ورسيدو چې کله شوروي اتحاد په څو حصو وويشل شو.

دلته چې کومه غټه مسئله پيښه شوه هغه د اسلامي نړۍ د کيپيټلسټو (د سرمايه دارۍ د سيسټم) سره ملګرتيا وه. د سوريې او يمن نه علاوه سعودي عربستان، ايران، پاکستان، ترکيه،عربي عمارات، قطر، کويت او مصر ټول د امريکا سره ودريدل ځکه چې د امريکا دا شعار وؤ چې شوروي سور کافر دي د هغه ختمول پکار دي. مسلمانانو مونږ عيسايان هم اهل کتاب يو او تاسې مسلمانان هم اهل کتاب يۍ- چې کوم اصلي کافر دي هغه کميونست دي او بيا مونږ وليدل چې په افغانستان کښې جنګ وشو او هغه جهاد لا تر ننه ختم نه دي.

محمد اسماعيل زاهد

محمد اسماعيل زاهد

او نن صبا مونږ د يوې نوې تبليغاتي جګړې شاهدان يو چې ريډيو ورکښې مرکزي رول لري.

ليک او څيړنه : محمد اسماعيل زاهد

دی پشتون ټایٔمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*