د خان شهيد سياسي تګ لاره او ملي افكار/خوشال روهي

khan-shaheed په دې كې هيڅ شك نشته، چې د خان شهيد عبدالصمد خان اڅكزي پر اند، ژوند او سياسي شخصيت د ده چاپيريال او د كورنۍ بډايې سياسي مخينې اغېز درلود، چې په دې هكله به زموږ نورو ويناوالو خبرې كړې وي او يا به يې وكړي، خو زه خبره د دوى له ځوانۍ څخه پيل كوم. خان شهيد وايي چې د ښوونځي په وروستي كال د هرې مياشتې په وروستۍ ورځ به يوه غونډه كېده او په هغې كې به مقالې لوستل كېدې او ډرامې لوبول كېدې. خان شهيد به د دغو غونډو سكرټري كوله. يو ځل خان شهيد ته دنده وسپارل شوه، چې د جرګې په اړه مقاله وليكي، خو ده ونه ليكله او استاد پېغور وركړ چې دى په خپله سكرټر دى او مقاله يې نه ده ليكلې. تر هغې وروسته خان د معلوماتود راټولولو ملا وتړله او د خپل لټون په ترڅ كې د اصيلو پښتني جرګو او انګريزي جرګو توپير ورته څرګند شو.

خان ليكي: « په دې پوه شوم او په دې ورسېدم، چې زموږ د هيواد د پښتون كام د ټولو ورانو او خوارو سرچينه همدا انګريزي سركار دى، پښتون ځكه خوار، بدكاره، بې كاره، ناپوه او سپك دى، چې تر انګريزي سركار لاندې دى او په خوښه يا ناخوښه د انګرېز سركار لار چلوي… چې سركار خپل او خواخوږى وي نو هله كامي كار كېداى سي او چې سركار پردى اودكام د ودې بېګانه وي، نو كام به و ده خو پرېږده ورځ تر ورځې لا لوېږي. هم دا لټون د نورو شيانو سره زما د كامي ژوند پيلامه سوله. (۱) دلويو شخصيتونو په ژوند كې همداسې وړې خبرې، د ډېرو لويو كارونو او كارونامو لامل ګرځي ،ځكه په دوى كې د لوى والي وړتيا موجوده وي . د خان شهيد د سياسي شخصيت په وده اوجوړښت كې دوه لاملونو ډېر اغېز درلود، يو له ولس سره ناسته پاسته او بل له مطالعې سره اورنۍ مينه. په ځوانۍ كې چې خان شهيد ښكار كاوه يوه لويه ګټه يې دا بولي چې د ښكار پر وخت يې له ولس سره اشنايي پيدا شوه، د دې تر څنګ دى د سيمې خان هم و او خامخا به يې له ولس سره سرو كار درلوده . هغسې خو به ډېر ښكارچيان او ډېر خانان تېر شوي وي ، خو يو نيم په كې خوشال خان، باچا خان يا خان عبدالصمد خان جوړېږي. ځكه دوى خپلې ټولنې او ولسي اړيكو ته په هغه سترګه نه ګوري، لكه يو عادي انسان، بلكې دوى د دغو اړيكو مېنځ ته ورننوځي، نيمګړتياوې رابرسېره كوي او د هغو سمون ته مټې رانغاړي او په دې توګه په ټولنه كې د ژورو بدلونونو، اصلاحاتو اوانقلابونو سرلاري ګرځي. خان شهيد همدا راز له ځوانۍ څخه له مطالعې سره مينه درلوده، په خپله ليكي: (( كه د چا سره خبرې نه كوم يا بل داسې كار چې په بوخت يم، نو به هرو مرو څه ليكم يا به يې لولم او ځكه د پښتو سيوا مي پاړسي، تازي ،انګريزي ، اردو، سيندي او بلوڅي ژبې ليكل او لوستل زده دي.)) (زما ژوند او ژوندون،ج ۱، ص ۲۲۳)مطالعه د خان شهيد يوه غوره مشغولتيا وه او په همدې دليل كه څه هم تر اتم ټولګي يې زده كړه كړې وه، خو د شخصي مطالعې له لارې يې بېلابېلې ژبې او پوهنې زده كړې ، تفاسير يې ولوستل او پر ديني پوهنو يې ښه احاطه درلوده. خان شهيد د خپل ژوند او جيل درانه وختونه د همدې مطالعې په مرسته اسان كړي دي.بلكې په جيل كې خو يې څوارلسم هم پاس كړ. خو د خان شهيد مطالعه هم د يوه پسيف او منفعل لوستونكي مطالعه نه وه او نه يې هم هر څه په پټو سترګو منل، په همدې دليل يو وخت په دين كې هم شكي شوى و. په خپله وايي، چې اندېښنې او شكونه راسره پيدا شول او بېلا بېلو ملايانو ته مې رجوع وكړه، خو چا ځواب را نه كړ. خان شهيد وايي ، چې آخر يې د مطالعې په زور او په ځانګړې توګه د سر سيداحمد خان او علامه شبلي د تفسيرونو له مطالعې سره شكونه ورك شول او اعتقاد يې لا پوخ شو. خان شهيد به په څرګنده ويل، چې هغه خرافات نه شي منلى چې په تفسير حسيني كې راغلي دي. ده به په هر ځاى كې د دين په اړه خلاص او آزاد بحث كاوه او د هغو خرافاتو پر ضد يې مبارزه كوله چې پر اسلام تپل شوي وو، همدا دليل دى، چې يو شمېر خلكو فكر كاوه دى ګمراه شوی دی . خان شهيد ليكي: ((… زما او زما د ځينو ملو دغه كار تر كال ۱۹۳۰ پورې روان و، چې موږ به د پښتنو روان ژوند او ژواك كه ديني و او كه دنيايي، د دوى خواري، ناپوهي، بېكاري او بې لاري بد بلل او خلكو به موږ ناپېښه بندګان ګڼلو.)) ( زما ژوند او ژوندون،ج۱، ص ۲۴۷) خان شهيد يو معتقد او كلك مسلمان و، قرآن يې له مانا سره لوست او پر هغې عمل ته يې ډېر ارزښت وركاوه او ليكي: (( دامام غزالي د پاړكو دلوستو له مخې دا خوى راكې و، چې لوست مې د كولو (عمل) د پاره بلل. خالي لوست مې هيڅ هم نه ګڼل. هم له دې خوى له مخې ځينې ښه خويونه راكې پيدا سو او د ډېرو ورانو بچ سوم لكه د دروغو بېزاري، د بدو ويلو، پوچو خبرو، نشو او نور بدو كارو څخه كركه.)) ( ز، ژ، ژ. ج ا، ص ۱۴۹) خان شهيد د ټولنې او كتاب د مطالعې تر څنګ ، د خپلې سياسي مبارزې تګلورى او تګلاره هغه وخت وټاكل، كله چې ده هند ته په ۱۹۲۷ او ۱۹۳۱ کې سفرونه وكړل، له لويو مبارزينو لكه ګاندي، جواهر لال نهرو او باچا خان سره يې ليده كاته وشول او دكانګرس په تودو غونډو كې يې ګډون وكړ. خان شهيد په دغو سفرونو كې د مبارزې له ډېرو مهمو مسايلو سره اشنا شو او دوه مهمو ټكو ته يې پام شو، لومړى دا چې انګريزان د پښتنو او بلوڅو له اختلاف څخه ګټه اخلي. دويم د پښتنو د ځپلو او كمزوري كولو لپاره يې هغوى په څو برخو ويشلي دي. خان شهيد له دغو سفرونو وروسته خپله تګلاره په دې توګه وټاكله: ۱_ لومړى دا چې د ولس د خلاصون لاره د ولس ويښتيا او د ولس تر منځ كامي كار او د هغې لپاره منظمه او متشكله مبارزه ده . خان شهيد له ډېر پخوا څخه د خپلواكۍ په لار كې د منظمې او متشكلې مبارزې په ارزښت پوه و. د افغانستان د خپلواكۍ پر مهال چې د بلوچستان پښتنو هم له افغانستان سره مرسته كوله، يو ځل د خپلواکۍ مبارزين بريالي شول چې د بلوچستان دويم لوى ښار پوزۍ ( فورټ سنډيمن) ونيسي او اوه ورځې پر ښار واكمني وكړي، خود خان شهيد په وينا: (( ځكه چې د دې جوش او ښور په شا كې څه قومي تړون (تنظيم) يا لمبه ( جذبه) نه وه ځان ځاني كار و، نو خبرې څه پوخ رنګ نه سو

لیکوال خوشال روهي

دی پشتون ټائمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*