د افغانانو ملي مبارز پیر روښان نن هډو قبر هم نشته/ وکیل خان

وکیل خان ایډیټر: دی پشتون ټایٔمز

وکیل خان
ایډیټر: دی پشتون ټایٔمز

روښانیانو د مغل پر ضد تر سلو کالو زیاته یوه نه ستړېدونکې وسله واله ملي مبارزه وکړه. په دې سلو کالو کښې ټولو روښاني مشرانو خپل سرونه د ازادۍ په لار کښې وشیندل. د دې ټولو جنګونو بیان په تفصیل سره د فارسي کتاب «حالنامه» کښې راغلی دی. د حالنامې ډېره برخه د پیر روښان مرید علي احمد قندهاري لیکلې ده. په دې سل کاله جنګونو کښې روښانیانو د مغلي ځواکونو داړې ماتې کړې او په سلګونو مغلي جرنېلان یې ووژل. د روښاني رهبر جلال الدین (جلاله) تر مشرۍ لاندې روښانیانو وخت په وخت یو ځل کابل، درې ځله پېښور، تر لسو کالو جلال اباد (چې جلاله اباد کړی وو)،یو ځل لوګر، او یو ځل غزني له مغلانو ونیول. د لکونو په شمېر مغلي ځواک مقابله د جنګ پر ډګر روښانيانو ښه په نره وکړه. مغلانو د روښاني تحریک ملا د سوات په پیرانو ماته کړه. د سوات پیر بابا (سید علي ترمذي) په قام مغل وو، په ترمذ کښې زېږېدلی وو، او پلار (سید قنبر علي شاه) یې په مغلي پوځ کښې یو لوی سالار وو. د پیر بابا مور د مغلانو له شاهي کورنۍ څخه وه. دغه پیر بابا ، چې کورنۍ یې د مغل دربار پورې اړه لرله، سوات ته ولږلی شو. په سوات کښې یوسفزو پیر بابا د پېغمبر درجې ته نزدې ورورسولی، او د روښانیانو پر ضد یې پوره پوره مرسته ورسره وکړه. د پیر روښان درې زامن (نورالدین، شېخ دولت او خېرالدین) یوسفزو وژلي وو. پیر روښان ته پخپله له مغلو خلاف د ننګرهار په جنګ کښې د مرګ ژوبله واوښته. روښانیانو د پیر روښان تابوت کلا ډهېر (هشتنغر) ته راوړ او هلته یې ښخ کړ، ولې یوسفزو د پیر روښان مړی هم له قبر راوایست او اباسین ته یې وغورزاوه. د افغانانو ملي مبارز پیر روښان نن هډو قبر هم نشته، ولې د پیر بابا درجه نن هم په یوسفزو کښې تر اسمانه پورې ده. پښتنو ټول عمر خپل ملي مشران سپک کړي، زه ډېرو خلقو وپوښتلم چې په پښتنو کښې «لیډران» نه پیدا کېږي. د دې به اوس څوک څه ځواب وکړي. پښتنانه چې خپل لیډران په مړینه هم نه پرېږدي، نو څوک به څه په کښې لیډر شي.

وکیل خان
ایډیټر: دی پشتون ټایٔمز

دی پشتون ټایٔمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*