دچین زندانیان/ګل رحمان

chw

د چین په بندي خانو کښې پنځلس لکه بنديان وو، دا خلک په دولت باندی بوج وو، د دوی ټول مصرف به دولت کوو، د دوی مثال دا طفیلی چینجی وو،که دوي يې پریخودی وي نو ټول ملک يې ناروغه اغيزمن کولو که په بندي خانړ کښې وې نود دولت په خزانه باندی بوج جوړیدو. چین دا دې مسلې ډیر خه حل راوایستو، او په بنديخانو کښې يې رفامز شروع کړه، دی منصوبي ته يې”ریفارمز تھرو لیبر” وویل. چینی دولت زندانیانو ته مختلف هنرونه وخودل او په دري برخو کښې يې و ويشل، وړوجرمونو واله ې په ملک کښې دننه په مختلفو دولتي کارونو بوخت کړل او درميانه جرمونو واله يې په ملک کې مختلف شرکتنو ته معارفي کړل . دی شرکتونو به بنديانو ته خرچ او خوراک ورکولو او دا دوي روزونه يې کوله. دولت به د دي شرکتنو نه خرچه اخیستله او دا به يې په امنیت مصرف کوله. پاتې شو غټو جرمونو واله بنديان نودا يې نورو هيوادونو ته وليږل، تاسو به فکر کوئ چې دا څنګه ؟

چین په دغه وخت په افریقه، سرلنکا،منځني اسیا،پاکستان ،ھند، او په پیسیفک جزایرو کښې په غټو پروژو بوخت وو، چین په دی ملکونو کښې په میلینونو پانګونه مصرفونه کړي او د وخت سره سره به دا نوره ھم زياتیږي. چین په اول برخه کښې خپل خلک ھنرمند کړه، په دویم فیز کښې يې فبریکې جوړې کړې او ټولې نړۍ ته يې خپل مالونه لیږل شروع کړل او وس په دریم برخه کښې د دنیا په ټولو مهيمو لارو سرمایه لګي چی پکې د پاکستان ګوادر بندرګاه ھم شامله ده.چین به ده دی نه پس څلورم برخې ته ځي چی به پکښې د دنیا ټول مارکيټونه قبضه کړي، چرته چی به د چین مالونه خرڅیږي او ھر طرف ته به میډ ان چاینه وي…..دغه رنګ چین به د دنیا ټول منډی قبضه کړي او خپله اجاراداری به جوړه کړی، په کال 2029کښی به د ازادی سل کاله مانځي او ځان به د دنیا یو اقتصادی سپر پاور وګرځوي. مونږ وس په 2016 کښې یو سه وخت چی چین د دنیا په مھیمو اقتصادی لاره سرمايه لګی او په خپل لاس کښي يې اخلي.

وس مونږ راځو خپل سوال طرف ته چې چین څنګه دا غټ جرمونو واله نورو هيوادونو ته وليږل، په دنیا کښې د چین په غټو غټو منصوبو کي بیشماره ماهرین په نظر راځي، په دې کښې ډیر ھغه بنديان ھم دي چی چین يې د دی کار د پاره روزونه کوي.

د چین دولت دوی ته ویزه اخلي، نورو ملکو نو ته يې خپلو پروژو ته لیږي او د دو ګټلې پیسې د چین د دولت اکاونټ ته ځي. دغه رنګ دولت د دوی د مصرفونو نه ھم بچ شي او توان په ګټه بدله شي. یورپ او امریکا د چین دا دې پالیسۍ پرضد ده او امریکا په 2016 کښې د چین په دریو غټو شرکتنو په توکيو بندیز لګولې، ځه وایم دا د ظلم د پاڅه ظلم دې چی یو کس دی د جرم نه وروسته په بنديخانه کښې وي او دولت دې پرې مصرفونه کوي،نو د چین دا فیصله بيخي صحیح ده,هم زمونږ د دولتونو د پاره پکښې یو ډیر ښه درس دی

لیکوال: ګل رحمان

دی پشتون ټایٔمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*